
چارواکي وایی په شاهجوۍ ولسولۍ کی دفعاله ښوونځيو په نامه پیسی را وزي او نیمایی یی طالبانو ته ورکول کیږی . دزابل امنیه قوماندان په شاهجوۍ ولسوالۍ کی په یوه غونډه کی اعتراف وکړ چی پدی موضوع دملي امنیت او ولایتي ادارې مسؤلین هم خبر دي، خو په اړه یی چوپ پاته دي . نوموړي وایی دزابل دپوهني ریاست دښوونځيو په نامه پیسی راباسی او ورسته یی پر طالبانو ویشي .
دزابل دولایتی شورا رئیس هم په ورته ډول څرګندوني کوي . نوموړي وایی دپوهني ریاست مسؤلین دښوونځيو په نامه پیسی راباسي او شخصي جیبونو ته یی اچوي
د زابل دشاه جوي ولسوالۍ قومي سپین ږیري وایی په دي ولسوالۍ کی دوه یا دري ښوونځي فعاله دی خو دلسو ښوونځيو په نامه دپوهني ریاست ته پیسی راځي چی دوي یی په خپلو کی سره وویشی.
دزابل دپوهني رئیس ومنله چی په ښوونځيو کی یی تریوه بریده ستونزي سته خو نوموړي وایی له نن نه ورسته به په هره ولسوالۍ کی ښوونځي دولایتی شورا او قومي سپین ږیرو په مشوره فعاله کوي . نوموړي که څه هم پدی اړه چی ددوي دښوونځيو پیسی طالبانو ته ځي څه ونه ویل خو زیاته یی کړه چی په ښوونځيو کی یی ستونزي دومره هم نه دی چی دخلکو ماشومان دی له لوست څخه بی برخي کړي
شاهجوۍ دزابل یوه هغه ولسوالۍ ده چی اوسیدونکی یی تل پردولت پدی برخه کی نیوکه کوی چی پدی ولسوالۍ کی یی ددوي دماشومانو لپاره په هغه شمیر ښوونځي نه دی فعاله کړی څومره چی دوی ورته اړتیا ده . دسیمي قومی مشران وایی له دولت څخه یی دښوونځيو دجوړلو کار دلمړیتوبونو څخه دي .