جانانه ستا تر دره څنګه درشم


جانانه ستا تر دره څنګه درشم
د وخت زنځير مې په لاسـونو کې دی
خلک دروغ وايــي رښــــتيا نه وايـــي
چې ټول تقدير مې په لاسونو کې دی
زه بــــس هــــمدغه هــــومره وس لرمه
چــــې ژوند نه اوځمه رومان ته لاړ شم
شاعر ســړی يم څه درويــــش خو نه يم
چـــې يو قدم باندې اسـمان ته لاړ شم
زه د حـواسو په زنــــدان کـــې اوســـــم
تــــــش د رڼا تـــــر حـــده رنګ ويــــنمه
چــې ستـــرګې نه وي نــــو څه نه پيژنم
جهـــان د ســترګو هومره تـنګ وينمه
کـــــله چــې خپل شـــمه نو دربه شــــمه
لا خـــــو د بـــل يـــــمه پــــردی يـــــمه زه
هــــسې په نوم بانـــدې ســــعود ياديږم
هســـــې په نوم بانــــدې ژوندی يمه زه
جــــانانه ســـــتا تر دره څنــــګه درشــــم
د وخت زنځير مې په لاسـونو کې دی
خــــلک دروغ وايـــــي رښتيا نه وايي
چې ټول تقدير مې په لاسونو کې دی