غزل

ستوري نه لرو اسمـــان دې رانه ورک دی
محـــــــبته ټـــــول جهان دې رانه ورک دی
تخـــــــیل نه مــــې تـــــر حاله پورې ته یې
چوپ ولاړ یمـــه اعلان دې رانه ورک دی
یا مــې صــــــبر د رضا تر حــــــده تللای
یا مــــجذوب یمه ارمان دې رانه ورک دی
له وجـــــــــوده دې منکـــــر نه یمه عشقه
ته موجود یې خو امکان دې رانه ورک دی
حــــسنه هر څه دې نیمګړی راته ښکاري
پســـــې ګرځمه پیزوان دې رانه ورک دی