
د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر غونډه، چې دښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د نړیوالې ورځې نمانځلو ته ځانګړې شوې وه د ۱۳۹۳ کال دلیندۍ میاشتې په ۶ نیټه د کتاب ښار د غونډو په تالار کې جوړه شوه. غونډه قران عظیم االشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت انجینیر محمد الدین همدرد پیل کړه.
دغونډې ستیج چاری شفیقی نیکزاد او مینی ابراهیم خیل پر مخ یووړې.
د غونډې پرانيستونکي وينا، د میرمن بهیر د دارالانشآ مسؤلې میرمن ساهری شریف وه. نوموړي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر تعريف او ډولونو په هکله خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې د ميرمنو پر وړاندې تاوتريخوالی يوازې وهل ټکول نه دي، بلکې له وړې خبرو نيولې تر سلوک پورې په هره برخه کې بايد پاملرنه وشي.
اغلې ساهره شريف زياته کړه، چې په افغانستان کې دا تشه هم ده، چې ښځو ته په سياسي فعاليت کې ونډه نه ورکول کيږي او مخنیوی يې کيږي. د نوموړې په وينا، افغان ملي غورځنګ به هڅه وکړي، چې په دې برخه کې دا تشه ډکه کړي او په دې برخه کې به خپلې طرحې او وړانديزونه وړاندې کړي.
په غونډه کی د ویناوالو تر څنګ د شعرونواو انځورونو سیالی هم په پام کی نیول شوی وه .
لومړی به د غونډې ویناوالو څخه لنډی یادونی وکړو، چی په دی ترڅ کی لومړی ډاکټر خواجه محمد عصامی د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی کچه نه یوازی په افغـانی ټـولنه کی لوړه وبلله بلکه ده د نورو ټولنوڅخـه هم دتاوتریخـوالي یادونه وکړه.
ورپسی دمدني ټولنې مرستیالې ډاکټری ثریا یوسفزۍ په وینا کې وویل تاوتریخوالی یوازنی دافغانانو ستونزه نده بلکه دا د نړۍ په کچه ستونزه ده. په نړیواله سطحه د دغه پدیدی سره مبارزه روانه ده په دی توپـیر سره چی زمونـږ په هیوادکی د شـعار په سطحه یاد شی .
ډاکټرې ملالۍ یوسفزۍ دخپلی وینا په ترڅ کی وویل دښـځو په نوم ډیری پیسی په بیلابیلو پلمواخستل شویدی بیلابیلی شخصی او دولتی پروژی جوړی شویدی خوحال داچی د ښځو د حقونو په نامه یواځی یو تجارت روان کړی دی، نوموړې زیاته کړه چی په ښځو فیزیکی زورزیاتۍ پر ماشومی نجلۍ جنسی تیری او د ښځو وژنی پیښی زیاتی شوی خو یواځی د میډیا له لاری پیښی څیړل شوی دی مګر داسی پیښوته چا ځواب ندی ورکړی.
د غونډې بله ويناواله اغلې ملاله احمدزۍ وه، چې په افغانستان کې يې د ښځو پر ناوړه حالت باندې رڼا واچوله. د نوموړې په وينا په افغانستان کې ښځې له داسې تشدد سره مخ دي، چې له اسلام نه مخکې په ځينو هېوادونو کې روان و.
اغلې احمدزۍ زموږ په ټولنه کې جبري ودونو، د ديني عالمانو لخوا د ښځو د حقوقو په هکله د کافي مالوماتو نه وړاندې کولو په هکله نيوکې وکړې او زیاته يې کړه، چې په اسلام کې ميرمنو ته زيات حقوق ورکړل شوي او د بېلګې په توګه يې د بي بي خديجې یادونه وکړه، چې هم يې سوداګري کوله او هم يې سړيو تدريس کړی.
بیا د افغان ملی غورځنګ مسـؤل ډاکـټر خوشال روهي د اسلام له نظره د ښځو د حقونو په اړه عالمانه وینا وکړه.
د نوموړي په وينا اسلام يو جامع دين او د ستونزو د حل لارې يې په ګوته کړي. د ډاکتر روهي په وينا دوه ډوله لويې ستونزې دي، چې يو نفس او شيطان او بله د جهل مسالې دي.
د ده په وينا، چې يوه د نفس او شيطان خبره ده، چې دا ډول ستونزه په هر ټولنه کې شتون لري او تاوتريخوالی رامنځته کوي او بله د جهل او ناپوهۍ خبره ده، چې په وروسته پاتو ټولنو کې بايد ورسره پراخه مبارزه وشي، د زدکړو په لوړلو، د قوانينو په پلي کولو او د ناوړه دودونو په له منځه وړلو سره يې مخنيوی کولی شو.
او همدا شان د میرمن بهیر غړې لیکوالې او د حقوقو د پوهنځي محصلې ښکلا ځدراڼی د اسلام دریځ د ښځو سره د تاوتریخوالی په اړه و غږیدله.
د غونډی په اوږدو کی اغلی نسیمی د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالي د کچې را ټیټولو په اړه د افغان ملی غورځنګ او میرمن بهیر ګډ پریکړه لیک خپور ولوست.
د یادونې وړ ده چې ددې غونډې په مناسبت سیالي ته غوره شوی شعرونه او
انځورونه هم وړاندې شول چې په دې سیالۍ کې لومړۍ جایزه د لیمې نیازۍ شعر ته ډالۍ شوه ،او دوهمه ډالۍ اغلۍ ډاکټری یلدا الم تر لاسه کړه ، درېیمه ډالۍ د نجیبی احمدزۍ لنډه کیسه او یوه انځورته ورکړل شوه،څلورمه ډالۍ له خوست څـخه شـبنم څانګی ته ورکړل شوه .
غـونډه د افغان کلتوري ټولنو د جرګې غړي اکبرجان فـولاد د دی ورځې په مناسبت په ډیروعالمانه خبرو سره وارزوله غونډه د مازدیګر په څلورنیمی بجی پای ته ورسیده دمعمول په څیر د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر غونډې هره پنجشنبه کتاب ښار کی یوه نیمه بجه جوړیږي.