د ښوونكي د نيكمرغه ورځې په مناسبت  د پوهنې وزير پيغام

د ښوونكي د نيكمرغه ورځې په مناسبت
د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې د جلالتمآب وزير پيغام
 
د ښوونځيو، ديني مدرسو او دارالمعلمينو ډېرو درنو او قدرمنو ښوونكو!
 
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت د مشرتابه هيئت په استازيتوب، په هيواد كې د علم او فرهنګ ټولو مخكښانو ته، چې په خپلې بې سارې مينې د هيواد په ګوټ ګوټ كې د دغې پاكې خاورې د بچيانو په زده كړه او روزنه بوخت دې د ښوونكي د دغې پرتمينې ورځې مباركي وايم. 
 
ستاسې د همدې نه ستړې كيدونكو هڅو پايله ده چې نن د دې وطن تر (9,6)  ميليونه زيات ماشومانو د اسلام دمقدس دين د لارښونو، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د قوانينو او غوره ملي عنعناتو په چوكاټ كې ښوونځيو ته مخه كړې ده، چې دا شميره د هيواد د پوهنې په تاريخ كې تر ټولو زياته او بې سارې ده.
 
د پوهنې وزارت د ښوونكي عالي مقام ته په درناوي او د معارف له ستراتيژيك پلان سره سم د پخوا په څير هڅه كوي ترڅو د ښوونكو لپاره د سوكاله او بسيا ژوندانه ټول شرايط مهيا او د دوى د معيشت لا بهتره كيدو ته جدي پاملرنه وكړي. چې پدې لړ كې د رتبو او معاشاتو د قانون چابك تطبيق او هم د نورو مطروحه كړنلارو په عملي كيدو سره دغه هدف ترلاسه كيداى شي.
 
د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت په دې لټه كې دى تر څو د ښوونكو د مسلكي روزنې په موخه، د غوره روزنې، ښوونيزو تګلارو او د ټولو هغو مسلكي گامونو په اخيستو سره چې د ښوونكو علمي سطحه لوړه كړي، لاس پورې كړي.
 
د ښوونكي له دغې نيكمرغه ورځې څخه په استفادې د هيواد ټولو درنو ښوونكو ته زيرى وركوم چې د پوهنې وزارت لپاره ښوونكو ته د يوې نمرې ځمكې برابرول د ټولو لومړيتوبونو په سر كې راځي. او ډير ژر به په كابل ولايت كې د ۱۱۰۰ نمرو رهايشي ځمكو د ويش عملي كار پيل شي. پدې سلسله كې اطمينان وركوو چې د ښوونكو لپاره به په ډيرو ولايتونو كې د رهايشي نمرو د برابرولو كار پيل شي.
 
زه په داسې حال كې چې يو وار بيا تاسې هريوه د هيواد روزونكو او استاذانو ته په جلاجلا ډول د ښوونكي، د دغې پرتمينې ورځې مباركي دركوم، د هغو ښوونكو او زده كونكو روح ته هم د مغفرت او جنت الفردوس دعا كوم، چې په تير يوه كال كې د تعليم او تعلّم په سپيڅلې لاره كې په شهادت رسيدلي او هم يې ټپيانو او ناروغانو ته له لوى خدايه كامله او عاجله روغتيا غواړم.
 
 
                                               فاروق وردګ
                                               د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزير