دپوهنې وزير د ډاډګيرنې پيغام

په خورا خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه كړ چې نن د ۱۳۸۸ هـ ش كال د غويي په ۱۳ مه  د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د (لويې ادې) ښځينه ليسې دوه تنه معصوم زده كونكي په شهادت ورسيدل .
 
انا لله و انا اليه راجعون
 
 د هغه ماين په چاودنه كې چې نن سهار ۳۰ : ۸  بجې د لويې ادې ښځينه ليسې ته نيږدي په يوه موټر سايكل كې ځاى پرځاى شوى وو پر يو شمير بې ګناه او ملكي وګړو سربيره، د يادې شوې ليسې د لومړي ټولګي زده كونكى شيرزاد او د پنځم ټولګي زده كونكې فريده هم د شهادت په ابدي خوب ويده كړل .
 
زه د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت د مشرتابه او د دغه وزارت د ټولو منسوبينو په استازي توب، په داسې حال كې چې د تخريبي عناصرو د دغې اسلامي او بشريت ضد كړنې غندنه كوم، د دغې پيښې ټولو شهيدانو او په ځانګړې توګه د دغو دوو بې ګناه ماشومانو روح ته د لاسونه په لپه كولوسره، د فردوس جنت او د كورنيو پاتې غړو ته يې له لوى څښتن څخه د زره صبر غواړم .
 
د افغانستان د پوهنې وزارت دغه راز د د غې دردونكې پيښې ټپيانو ته دلوى خداى له درباره د عاجلې روغتيا په هيله له ټولو هيوادوالو يو وار بيا غوښتنه كوي چې هيڅوك پرينږدي څو مو ښوونحي او مدرسې ونړوي او بچيان مو په وينو ولمبوي .
 
 
 
                                            په احترام
 
                                              فاروق وردك  
                                              د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزير