پکتيا والي ته د پرانيستي ليک په ځواب کې!

 
د قدرمنو ليدونكو  لوستونكو او ښاغلي ميوند منډهېر صيب د پام وړ!
تر كومه ځايه چي ټولو ته معلومه ده پكتيا ولايت يوه داسي ستراتيژيكه سيمه ده ، چي تل پكتيا وال د كابل فاتح پاتي شوي ، خو تل ورسره دوكه شوي او د دوي حقوق تر پښو لاندي شوي ، يواځي په دي خوشحاله ساتل شوي چي دوي شمله ور دي ، او دا د جرګو او مركو خونه ده .
 
كه ريښتيا ووايو په تيرو حكومتونو او دورو كي پكتيا ته هيڅ ډول پاملرنه ، نه ده شوي ، او مونږ هم چي كله په لمړي ځل پكتيا ولايت ته راغلو نو باور مو هم نه كيده چي ګرديز دي د يوه ولايت مركز وي ، په حقيقت كي ګرديز د شمالي ولايتونو د يوي ولسوالۍ بڼه هم نه درلوده  
 
والي د ځاي ناستي ځاي نه درلود ، ميلمستون تش په نوم وو ، سركونه په ټوليزه توګه خامه ، ښار په ماستر پلاني بڼه نه وو جوړ ، پوهنتون تش په نوم او  شخصي كور كي وو، ښوونځيو ودانۍ نه درلودي او داسي نور ...................................؟؟؟
 
خو اوس الحمد الله په تير يو كال كي ، د والي لپاره د آبرو او عزت ځاي جوړ شوي ، ميلمستون  د ميلمنو لپاره ترميم شوي چي دا د ټولو پكتيا والو د ميلمه پالني ځاي دي ، په ښآر باندي ماستر پلان پلۍ كيږي ، د ګرديز – خوست پر سړك عملي كار روان دي همدا رنګه  د ښار پر سركونو كار روان دي چي په پاخه او اساسي ډول بۀ جوړيږي ، پوهنتون له شخصي كور څخه را ووت او اوس يو ځانګري سيمه او ودانۍ لرۍ ، د ۷۹ ښوونځيو لپاره په مركز او ولسواليو كي ودانۍ جوړي شوي ، همداسي نور  په ټوليزه توګه تير كال ۵۳۷ ټولګټي پروژي پلي شوي او سږ كال ۹۶ د رغوني پروژي تر كار لاندي دي ، خو دا كافي نه دي ، مونږ هڅه كوو په دي وتوانيږو  تر دي ډير كار وكړو ، خو يو څه چي ووايو د ۲۰۰ كلونو كار په يوه كال كي نشي كيداي،
كيداي شي ښاغلي منډهېر صيب له هيواده بهر ژوند وكړي او پكتيا يي له نږدي هم نه وي ليدلي ، ځكه د مچلغو بند چي دي په زرمت ولسوالۍ پوري تړي هغه احمد ابا ولسوالۍ ته اړوند دي .
 
 د لا زياتو معلوماتو لپاره تاسو كولاي شي لاندي سلايډ وګورۍ چي په هغه كافي معلومات شته
په مينه
سمون – د پكتيا ولايت مطبوعاتي دفتر
 
 
هغه سړکونه چې جوړول يې په پلان کې دي
عمومي سركونه :
لمړي : د ګرديز اړوند سركونه!
·        د ګرديز داخلي سركونه چي د ټولګټو وزارت لخوا جوړيږي  ۱۴ كيلو متره
·        د ګرديز داخلي سركوه چي د ګرديز بيارغاوني ټيم يي جوړوي ۲۰ كيلومتره
·        د ګرديز حلقوي سرك يا رينګ روډ د بيا رغاوني ټيم لخوا ۶۰ كيلو متره
·        ګرديز څخه تر سهاك د زرمت پوري د بيارغاوني ټيم لخوا ۱۰ كيلومتره
·        ګرديز نه تر زرمت او بيا تر غزني پوري د يو اس اي آي ډي لخوا ۱۰۳ كيلو متره
مجموع :  ۲۰۷ كيلو متره
دوهم : د جاني خيلو اړوند سركونه !
·        وزي ځدراڼ نه تر وچ پيړۍ پوي د بيارغاوني ټيم لخوا ۲۸ كيلومتره
·        وچ پيړۍ نه تر موسي خيلو پوري د بيارغاوني ټيم لخوا ۱۴ كيلو متره
·        موسي خيلو نه تر جاني خيلو پوري د بيارغاوني ټيم لخوا ۱۲ كيلو متره
·        جاني خيلو څخه تر څمكنيو پوري د بيا رغاوني ټيم لخوا ۲۴ كيلو متره
مجموع : ۷۸ كيلو متره
دريم:  له مركز ګرديز څخه تر سرحد پاكستان پوري !
·        ګرديز څخه تر علمګۍ پوري د بيارغاوني ټيم لخوا ۲۸ كيلومتره
·        له علمګۍ څخه تر غزګۍ پوري د ارمي ټيم (US ARMY) لخوا  ۲۲ كيلومتره
·        له غزګۍ څخه تر پټان او پاكستان سرحد پوري د ارمي ټيم (US ARMY) لخوا ۴۰ كيلو متره
مجموع : ۹۰ كيلو متره
څلورم : متفرقه قير سركونه !
·        له سيد كرم  څخه تر وچ پيړۍ پوري د بيارغاوني ډلي لخوا ۳۰ كيلو متره
·        له احمد خيلو څخه تر ځاځيو او پاكستان سرحد پوري د بيارغاوني ډلي لخوا ۳۰ كيلو متره
مجموع : ۶۰ كيلومتره
په مجموعي ډول ټول سركونه د ګرديز غزني سرك په شمول  ۴۳۵ كيلومتره سرك سږ كال لخير په پكتيا ولايت په پاخه او اساي ډول جوړيږي
چي ددي سركونو په جوړيدو به  هيڅ ډول لوي سركونه خامه پاتي نشي
پنځم : هغه سركونه چي جغل ( شګه ) پري اچول كيږي
·        لوګر نه تر اريوب ځاځيو او دوه لاري د احمد خيل پوري  د آي ار ډي لخوا ۵۳ كيلو متره
·        ګرديز نه تر رباط پوري د بيا رغاوني ټيم لخوا  ۱۰ كيلو متره
·        د پټان ولسوالۍ شپولي خولي سيمي نه تر حسن خيلو او مقبلو پوري آي آر ډي لخوا ۱۲ كيلو متره
مجموعي سركونه چي شكه پري اچول كيږي ۷۵  كيلو متره دي