د پكتيا والي خبري غونډه :



د ولسمشر سلاكار وزير او د  پكتيا والي جمعه خان همدرد  نن د يكشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې خبريالانو ته د خپل هغه سفر په اړه چې په دې ورستيو كې د سولې او عدالت د انستيتيوت په بلنه امريكا متحده ايالتونو ته درلود معلومات وركړل ، نوموړي په داسې حال كې چې د بيلابيلو رسنيو استازو يه دې غونډه كې برخه درلوده خپل سفر په هر اړخيزه توګه بريالى وباله  نوموړي په خپلو خبرو كې وويل چې دوى په دوبۍ كې د لويې پكيتا له مخورو او سوداګرو سره هم يوه ليدنه درلوده چې د پكتيا ولايت د بيا رغونې د بهير د ګړندي كيدو په اړه يې له هغو سره خپرې اترې كړي دي او له نوموړو څخه يې د خپل ولايت د بيا آبادولو په برخه كې د مرستو ژمنه اخيستې ده ; همدا ډول همدرد زياته كړه چې دده د سفر دوهمه برخه د امريكا متحده ايالاتو ته وه چې هلته يې د اوباما د حكومت له بيلابيلو چارواكو سره د افغانستان او په تيره بيا د پكتيا ولايت په اړه خپرې اترې كړي دي.

 
 نوموړي وويل چې تر ډيره حده دا خبرې په هر اخيز ډول بريالۍ وې  دده  په وينا  په نوموړي هيواد كې يې  د يو اس اى ډي د دفتر له مشر  سره يې هم ليدنه كتنه درلوده او د هغو ستونزو په اړه يې ورسره خبرې كړي دي چې د بيا رغونې په برخه كې د پكتيا ولايت درلودې .
نوموړي وويل چې په دې برخه كې  د يو اس اى ډي د ادارې مشر  پوره ډاډ وركړي چې په راتلونكې كې به په دې برخه كې پوره مرسته كوي او  په پكتيا كې به د بيا رغونې د بهير په ګړندي توب كې پوره مرسته كوي.

 
همدا ډول نوموړې افغانستان او پاكستان له پاره  د امريكا د حكومت له ځانګړي استازي ريچارد هولبروك سره هم ليدنه كتنه كړې ده  او د نورو ډير موضوعاتو تر څنګ يې  په هيواد كې د روان كړكيچ د پاي ته رسولو په موخه  د دولت د وسلوالو مخالفو ډلو سره د خبرو اترو په اړه خبرې كړي دي او په دې برخه كې يې هم خپلې خبرې  پريالۍ وبللۍ ،
په نوموړې خبري غونډه كې ددې تر څنګ جمعه خان همدرد د خپل سفر په اړه معلوماتو نه ورسته د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وركړل چې د هغې پوښتنې په ځواب كې چې د چې د دولت او مخالفانو تر منځ به خبرې څنګه تر سره كيږي  په داسې حال كې چې دولت په نړيواله ټولنه باندې غږ كړى چې هر ډول خبرې چې د دولت له خوا تر سره نه شي ناكامې خبرې اترې به وي  په دې اړه تاسو څه نظر لرئ ؟
نوموړي وويل چې د دولت د مخالفو ډولو سره خپرې اترې دوې برخې لري يو دا چې دولت باند د خپرو اترو د بهير لپاره يو منطقي او د منلو وړ ميكانيزم جوړ كړي او بل ځكه مونږ داسې ووايو چې مخالقين دې وسلې په ځمكه كيږدي او او ځانونه دې دولت ته وسپاري نو دا ممګنه نه ده ځكه چې د طالبانو او يو نورو مخالفو ډلو يوه وړه ډله به همدې دې خبرې ته حاضر نه شي او دا هم د منلو وړ نه ده چې مخالفې ډلې دې ووايې چې دولت او بهرنۍ ټولنې دې د دولت ټولو واك دوى ته وسپاري  نو له هغې نه ورسته به دوى خبرو ته غاړه كيږدي ده وويل چې دا دواړه غوښتنې منطقي نه دي نو زه خپله هم د دولت د خبرې ملاتړ كوم چې بايد د مخالفو وسلوالو سره دې هر ډول خپرې اترې د دولت له ادرس نه وشي او دولت دې ددې ستونزې د هواري دپاره يو د منلو وړ ترحه وړاندې كړي او د خبرو اترو دوهمه برخه په نړيوالې  ټولنې پورې تړړاو پيدا كوي چې په دې پرخه كې بايد نړيواله ټولنه پوره همكاري وكړي  ده زياته كړه كله چې مونږ وسلوال مخالفان وايو او دولت غواړي خبرې ورسره وكړي نو په دې كې يو شمير هغه كسان هم شامل دي چې د نړيوالې ټولنې په توليست كې يې نومونه شته نو نړيواله ټولنه دي په دې پرخه كې له دولت سره مرسته وكړي او د هغو كسانو نومونه دي له توو ليست نه لري كړي

 جمعه خان همدرد د يوې بلې پوښتنې په ځواپ كې چې ايا دا خبره سمه ده چې تاسو د امريكا له اوسني دولت  سره  د حزب اسلامي په استازي توب خبرې اترې كړي ؟ او ايا تاسو دا منئ چې خبرې شوي دي  كې وويل  زه دا منم چې د حزب اسلامي او د امريكا د اوسني دولت تر مينځ خبري روانې دي خو تر اوسه پايلې ته نه دي رسيدلي  او  او دا چې ما يې استازي توب كړى دى دا خبره ردوم ما د حزب اسلامي په استازيتوب باندې له نومړي دولت سره خپرې نه دي كړي .
په پكيتا كې د بيا رغونې بهير ډير پڅ دى كه كار هم شوى دى د قناعت وړ  نه دى څه ستونزې په لاره كې دي چې د بيا رغونې بهير له په پكتيا  كې له ستونزه سره مخ كړى دى ؟ دا هم د همدغې غونډې يوه پوښتنه وه چې همدرد يې په ځواپ كې وويل زه له دې خبرې سره موافق نه يم چې په پكتيا كې د بيا رغونې بهير پڅ دى خو دا منم چې شوي كارونه  به بسنه نه كوي خو  دا ټول كارونه يو ځانګړي وخت ته اړيتا لري ځكه مونږ نه شو كولاى چې د ديرشو كالونو ورانۍ په يو كال كې ابادې كړو  خو په تير يو كال كې په نوموړي ولايت كې د درې سووو اته اتيا ميليونو امريكايي ډالرو په ارزښت د بيا رغونې پروژې پلې شوي دي
دا غونډه په داسې حال كې تر سره كيږي چې د روانو ولسمشريزو ټول ټاكنو له پاره د نوم ليكنې بهير په پرياليتوب سره پاى ته رسيدلى دى او د رايو وركولو په برخه كې به  پكتيا ولايت كي د خلكو پر وړاندې  هيڅ ډول ستونزه  نه وي.
سمون – د پكتيا ولايت مطبوعاتي دفتر