غزل
ارشادرغاند
په کې درد شته،اسويلى شته خوند يې نشته
په سينه کې مې زړګى شته،خوند يې نشته
زندګي پر ما هم خداى را لورولې
مګر څه به يې کړم،خداى شته خوند يې نشته
اوس هم هر سهار اذان د ملا اورم
اوس هم شين مازېګرى شته،خوند يې نشته
ستا د لاس ډالۍ ده،ياره چې يې اخلم
کنه ګل کې خو اغزى شته،خوند يې نشته
اوس هم ليک دي پکې ساندې،ژړاګانې
اوس هم سر کې مې تندى شته،خوند يې نشته
نن سبا چې ښکلي نوم د (رغاند) اوري
وايي داسې يو سړى شته،خوند يې نشته
ارشادرغاند---ننګرهار
arshad.raghand@gmail.com
a.raghand@yahoo.com
وروستي