ته زما دژوندبقاشې
زما روح شې زماساه شې
زه مطرب دزمانې شم
ته مې سازشې اونڅاشې
زه غربت وهلی تن شم
ته مې په وينه په رګونوکې خواره شې
زه يوتږی شان بوراشم
ته دسروګلوغونچه شې
زه ټول ښکلي دام کې ګيرکړم
خويوته پکې تنهاشې
زه واړه ښايستونه سره يوکړم
بياهم ته ترينه سواشې
نواوس ووايه جنانه
نواوس ووايه جنانه
چې مې تن اوهم مې ساه شې
چې زما دژوندبقاشې
لکه وينه مې رګونوکې خواره شې
له نشې ډکه پياله شې
چې ساقي مې دښايست شې
چې دمينې ميخانه شې
چې په دې مجازي ژوندکې
حقيقت دمحبت شې
نوپه همره پيوستون کې
اې جنانه
وايه ولې زما نشې
وايه ولې دبل چاشې
وروستي