ګونګ انځور

                  
د رنه  تللی  په   بل لوریم ،په یادونوکي مي نغاړه
ستا د ميني ګونګ انځوريم،په رنګونوکي مي نغاړه
 
ما  د ژوندپه سيکه واخست درنه عشق،خوتارانکړ
د  شهید ي  بورا پو  ریم ، په ګلو نو کي مي  نغاړه
 
تل  له  يخ کنګله  زړه   نه ، د یو ښکلي الهام  اخلم
د ا رغند  د څپو شور يم  ، په  رګونو کي مي نغاړه
 
د خلیل  له خاوروجوړیم،ا ې نمرود- نمرود ښایسته
از مو یلی د ي هراور يم ، په  اورونو کي مي نغاړه
 
تل  د  خلګو پرخلو ګر ځم ،  ستا د میني  افسا نه  یم
هیرمي نکړې زوړفولکلوریم،په نکلونوکي مي نغاړه
 
پا م  په  ژ به  د  ټپو مي  زمزمه  نکړې  ښکلو کي
د رقیب د لاسه  ترو ریم ، په رمزونو کي مي نغاړه
 
چي په تورد تور مغل د ي ، پریکړه کړې دتالان ده
 راځه ستاد زوکړي کوریم ، په بمونو کي مي  نغاړه
 
هسي  نه چي ! زه یوشعر یم ، له یو غمه ځېږ ېد لی
ملتیا ره  یو ټکور یم ،  په د رد ونو کي  مي  نغاړه