د سميع الدين افغانی ليکنه
١٥ - ٥ – ٢٠٠٩
 
که څه هم د څو لسيزو کورنيو جګړو چه دکورنی معامله ګرو او د پردو هيوادونو د غير مستقيم اومستقيمو لاس وهنو په نتيجه کې زمونږ ګران هيواد د نوو او عصری سلاح ګانو د آزمايشاتو مرکز وګرزاوه او زموږ ډير هيواد وال يې د مرګ ژوبلې او بدبختيو کندې ته ګذار او ډير نور یې د خپلو کلو بانډو او پلرنی مينو څخه اجباری مهاجرتونو ته اړباستل ٠
 
خو کله چه په وطن کې د ديموکراسی نارې سورې پورته شوی او په وطن کې دبيا رغونې شعارونه او وعدې خلکو ته ورکړ شوې ، افغانان هم لکه څنګه چه اوږدو کورنی جګړو څخه ستړی شوی وه ، نو اکثرو یې د صلحی سياست ته غاړه کېښوده اوورته یی د اميد په ستر ګو وکتل ٠
داسې تمه پيدا وه چې ګوندی دافغانستان په خلکو سپين ږيرو ،کونډو او يتيمانو به نور رحم وشي او د افغان ولس دی نه بښونکی تراژيديو ته به د پای ټکی کېښودل شي او ولس ته به دحد اقل ژوند د آسانتياو لپار وطني ، انساني او اسلامي ګامونه پورته شي٠
 
که څه هم داوږدو جنګو او کورنيو تربګنيودختميدو لپار ه د بـــن د کنفرانس نه وروسته په لمړی يو دوه کلونو کې د بعضی بنيادی اواساسی ارزښتونو لپاره څه نيمګړی ولې ضروري ګامونه اوچت شول او وطن کې د کورنی ورور وژنې او دټوپک په ځای د قلم او سياسی مبارزی لپاره څه زمينه برابره شوه د صلحی، ورورګلوی ، وطن ته دخدمت او اسلاميت شعارونه ورکړل شول خومتاسفانه اکثرو ټوپکمارو ددی شعارونو او فرصت څخه ناوړه ګټې پورته کړې او خپلو شوموهيلو او ارزوګانوته ورسيدل ، دوی نه تنها ځانله بلکې د خپلو اولادونو لمسيان او کړوسيان لپار ه بلند منزلی او شيشه یی قصرونه اباد او په ميلننو ډالر یی په پرديو هيوادونو کې سپما او ذخيره کړل ٠
 
دوهم کوم اساسی او بنيادی ګام چې پورته شو هغه په وطن کې د اساسی قانون نافذيدل وه دا هم د هغه بنيادی کارونوله جملی څخه وه چې هر هيواد دد ی قوانينو پر بنا خپل ورځنی ژوند ديو اجتماعی نظم په مقصد د دولت او اتباعو حقوق، مسولیتونه او وجایب تعينوی او دهيواد هر وګړی موظفوی چې هغه مراعت کړی تر څو هر څوک ددی بنيادی قوانينوپر بنيادپه اطمينان سره خپل ورځنی ژوند ته ادامه ورکړی او دبل دتيری څخه په امان کې وی ٠
دا چې زموږ قوانين څرنګه زموږ په خلکو عملی شو چا دی قوانينو ته درناوی وکړ او څوک دی چې همدا اوس یی هم دخپل ټوپک دقانون په زور پدی بيوزلو او غمزپلوخلکو څه وکړل ، څه کوی او څه کول غواړی؟ زه فکر کوم چې زموږ هيوادوالوته پدی برخه کې پوره او کافی معلومات شته او د ژونديو بيلګو شاهدان دی چې لازمه نه ګڼم د هيوادوالو په زخمونو مالګی وشيندم خو صرف دومره ويل غواړم چې زموږ هيواد وال بايد خپل دوستان او دښمنان وپیژنی، څوک دی چې د وطن تاريخ ته په سپکه ګوری او زموږ تاريخی افتخارات لوټوی ، زموږ ژبی  قومونواوافغانی قوانينو ته په سپکه ګوری ،په وطن کې د پردو په لمسه قومی،ژبنی او سياسی اختلافونو ته لمن ووهی اوغواړی چې دافغانانو په مشترک کور کې، کورکې جوړ او د فدراليزم پر بهانه په ډير سپين سترګی او مهارت زموږ په وطن کې د بی اتفاقيو او تجزیی اساس کیږدی اوهمدارنګه څوک دی چې دوطن ، خاوری او ارضی تمامیت ته په درنه سترګه ګوری ؟
 
دريمه اساسی مسله کوم چې پدی جريان کې ورته توجه وشوه په وطن کې د مقننه ، قضایه او اجرایه قوو د ایجاديدلو اقدامات دی ٠زموږ په وطن کې ټاکنی او پارلمان ایجاد کړل شو ٠
خو اساسی مسله داده چې وطن ته دبادرد ه ،مبتکر، مستعد ،تعليم يافته او پاک نفسه کدرونو اړين ضروررت دی چې متاسفانه پدی برخه کې کمه توجه وشوه او کار اهل کار ته نه بلکه د مصلحتونو پر بنا کدرونه مينځ ته راغلل او اداری فساد خپل اوج ته ورسيد او همدا وجه ده چې دخلکو او دولت تر مينځ ورځ تر ورځی واټن زياد او خلک ورو ورو د دولت نه لريوالی اختيارکړ چې اوسنی امنیتی وضعه ددی خبری ژوندی بيلګه ده ٠
 
څلورمه اساسی خبره داوه چې په بين المللی کچی افغانستان ته د جهانيانو توجه راوګرزيدله ، دنياوال په افغانستان کې د القاعدی او فندهمیتالزم دمينځه وړلو په بهانه
ځانونه دی خاوری ته راورسول چې متاسفانه دوی يا دافغاستان پنځه زره کلن تاريخ دقیق نه وه مطالعه کړی اويا که کړی هم وه صحیح برداشت یی تری نه وه اخستی، همدا وجه وه چې د دومر ه ځانی او مالی تلفاتو تر څنګ پدی پوه نه شول چې د مشکلاتو اصلی غوټه چرته ده څوک دی چې دا لوبه یی شروع کړی او ددی لوبی بنيادی مرکزونه چرته او فعلا د چا له خوا حمایه کیږی ؟
که چيری جهانيان په راس کې د امريکې متحده ايالات دی پوښتنو لپاره دقیقی او واقعبينانه څیړنی او ځواب ورنه کړی دا تراژيدی به ډير کلونه نور هم دوام وکړی ٠
 
موږ دا منو چې د امريکا متحده ايالات د يو ابر قدرت په صفت دا امکانات په لاس کې لری چې مسايل او اوضاع په دقیقه توګه تحليل او ارزيابی کړی اويا به یی ارزيابی کړی وی ، خو زه صرف د لوستونکو او جهانيانو توجه يوی پوښتنی ته اړوم هغه دا چې د امريکا متحدايالا ت اضافه له ديرش کلو هغه اقتصادی مرستی چې د تروريزم او القاعدی د مينځه وړلو په مقصد د پاکستان سره کړی ، ايا ددی پوښتنی سره نه ده مواجه شوی چې دا مرستی نه چيری دڅه لپار او په کوم مقصد استعمال شوی ؟،که څه هم جها نيان اوس اوس پدی پوه شوی چې په پاکستان کې د دوه مخی سياستو تر څنګ دو قسمه موضعی ګيریګانی شته چې هغه عبارت دی :
 
اول ؛ په پاکستان کې دملکی حکومتونو پالیسی چې په ظاهره کې نرمه اود عدم مداخلی پالیسی ،اما په باطن کې ډير محيله او مداخله ګره او دوه مخيزه پالیسی ده چې همسایه ملکونه ، جهانيان حتی نن سبا خپله پاکستان پدی اورکې سوزيدلی او سوزیږی ٠
 
دوهم ؛ په پاکستان کې د پوځيانو پالیسی چې هغه مطلق د تروريزم ، القاعدی او نور تروریستی مراکزو د تربیه ،حمایه او د هغوی استعمال ددوی اصلی او اساسی ستراتژی تشکيلوی . د پاکستان اصلی پالیسی ميکران د تروریستانو په وجود کې خپله حياتی او اوږدمهاله ګټی خوندی کول غواړی٠
ځما په اند که څوک د تروريزم سره په رښتيا مبارزه کول غواړی ښه به دا وی چې دهغی ریښی له مينځه ويوړل شی چې داریښی د پاکستان نظاميان او جهانی تروريزم دی چې ددوی دحمایی څخه برخورداره ، سيمه ، جهان او حتی خپله پاکستان یی هم د جدی ګواښ سره مخامخ کړيدی ،اوهغی ته اساسی توجه بايدوګرزول شی نه دا چې د هغو ی د تقویی ا و حمایی لپاره نوری اقتصادی مرستی او ژمنی زياتی شی ٠
 
نن دا تروريريزم د اسلام آباد په سل کيلو مټری کې قرار لری چې دا خپله لوی ګواښ دی په سيمه او جهان کې دصولی امنیت لپاره ٠
 
پنځمه اساسی مسله دا وه چې دجهانيانو له خوا افغانستان ته د بيا رغونی په مقصد په مختلفو برخو کې په ملياردونو اقتصادی مرستی وشوی چې متاسفانه د بعضو دولتی مسو لونو، موسسو او انجو ګانو له خوا دا پیسی حیف ميل او غير مسولانه ، او روبنایی پلانونو په تطبیق څه نا څه مصرف اوددی پر ځای چې په وطن کې د بيا رغونی او د خلکو د سوکالی لپاره مثبت ،زيربنایی او اساسی ګامونه اخستل شوی وای متاسفانه ددی امکاناتواو فرصت څخه لازمه ګټه پورته نشوه ٠
که په دقیقه توګه وکتل شی ددی کمکوسره سره ددی پر ځای چې زموږ د خلکو د ژوند کچې لږ تر لږه لوړه شوی وای برعکس ولګه ،بيکاری او بی امنی خپل لوړ کچی ته رسيدلی اوخلک هره ورځ د نويوتراژيديو شاهدان دی ٠
 
زموږ په هيوادکې د ابو سرشاره منابع اوپه کافی اندازه دبندونو دجوړولو امکانات شته چې ددی بندونو او کانالونو په جوړول سره په زرهاوو جریبه ځمکې خړوبيدلی شی ، په کافی اندازه د برق دتوليد امکانات شته چې زموږ زياتره هيواد والو ته د شغل پيداکولو امکانات برابروی چې په ډير تاسف سره بايد ووايو چې دی ټکې ته کمه توجه شوی او په ډيرو ګذافو مصارفو د برق انرژی د همسایه هيوادو نه تمويلیږی چې زموږ دګران وطن د روښنایی اختيار د پردو په لاس کې او هر وخت چې وغواړی موږ تروږمی ته کينولای شی، ددی په ځای چې دننه په وطن دداخلی امکا ناتو د احيا لپاره کارشوی وای بلکه په غيرو بنيادی کارونو مصروف يو٠
 
په همدی ترتيب زموږ په هيواد کې د تاريخ په اوږدوکې ډير ښه فرصتونه برابر شوی چې بايد په همغه خاصه موقه کې تری مثبته ګټه پورته شوی وای چې متاسفانه دا فرصتونه دلاسه تللی چې ورسته بيا تاسف او پښيمانی کومه ګټه نده کړی٠
 
د پورتنيو واقعتونو پر بنا غواړم د هيواد والو توجه يوبل اساسی مسلی او فرصت ته راوګرځوم چې هغه په هيواد کې د نوی زعيم د انتخابيدلو يا د جموری رياست د ټولټاکنوپروسه ده ٠
زمامطلب ددی نوشتی څخه دا ندی چې د کوم مشخص کانديد د تبلیغاتی کمپاين لپاره کار وکړم ولی اساسی هدف دادی چې که وکولای شی افغانان په اتفاق او تفکر سره دخپل هيواد سرنوشت د داسی زعيم په لاس کې ورکړی چې په پوهه، متانت او قوی افغانی احساس سره دی ټولو بدبختويو ته د پای د ټکی ایښودو لپاره په قوی ، علمی او افغانی ارادی او عزم افغانی ولسونو ته ددی غم ځپلی حالت څخه د تاريخ پدی خاصو شرايطو کې د لوی اومهربان خدای په فضل او کرم نجات ورکړی ٠
ومن الله توفیق