هغه غر، هغه سيوری

 
ډک جـــــام مــــــې له مـــنګولــــود جانان ونړيده
يـــــو  سيــــــوری له لمــــنې  د اســــمان  ونړيده
داشپې به دکيسودزمـــانې راته څوک راوړي
ای  عشقه  چـــې  رباب  د  ادم  خــان  ونړيده
 
يو شين قامت چې ړنګ دی او يو شين سيوری چې نشته
يــــــــو ګــــــټ مــــــــــې لـــــــه غـــــــــره نه د افــــــــــغان ونړيده
 
حيران يم دغزل پرخې به خدايه چيرته تم شي
زمــــــونږ  چـــې  د  شعرونو  ســــايبان ونړيده
ځـــولۍ به څـــــنګه لنډه د پښتو د ابۍ نه وي
يــــوغره غـــــــوندې روهي دروهستان ونړيده