
طالبانوتراوسه هيڅ داشي کوم گام نه دی پورته کړی چې له مخي ئې
دامريکايانودمزيدپاته کېداپلمه ختمه شي بلکې تراوسه ئې چې کوم څه کړې دي
هغه ټول دامريکاسره مرسته کوي چې دوی بايددلته پاته سي.
ددوی دغه کارونه ددې څرگندوی دي چې طالبان دافغانانودسوکالۍ لپاره هيڅ
کوم پلان اوفکرنه لري بلکې غواړي دغه خواراولس لاهم داورپه لمبوکې وسوزي
داځکه چې په دې کې دپنجاپيانوگټي دي اودپنجاپيان گټي تضمينول خودآی اس آی
ترټولولومړی کاردی.
دپنجابيانوغلامي ډېره خطرناکه ده ځکه هغوی دافغانستان برباديغواړي،دطالبانوکاميابي هم نه غواړی.ملاصاحب ته ئې په دې په چاوڼۍ کې
خوندي ځای ورکړی دی چې افغانستان ورباندي وران کړي.که ددوی داسلام
ياطالبانوسره مينه وای نوخپل طالبان به ئې نه وژل.
دامريکاسره تړون ښه نه دی خودطالبانواوپاکستان له لاسه دا لاسليک کېږي
ځکه ملاصاحب محترم تراوسه داهم نه دي ويلي چې که تړون لاسليک نه شي زه
سوله کوم.
بلکې دملاصاحب مقصدداده چې تړون لاسليک نه شي نوزه به
دخلگووژلواودافغانستان ورانولوته ملاوتړم څو.....
زه په دې خبره ډېرتأسف کوم چې اوس هم ځيني سرټمبه اوسرناخلاصه افغانان
سته چې هغوی په دې نه پوهېږي چې پاکستان دافغانستان دښمن دی اودافغانستان
ارامي نه غواړي.
دغه سرټمبه اودخاموعقلوخاوندان فکرکوي چې پاکستان په دې دطالبانوملاتړکوي
چې په افغانستان کې اسلامي نظام راشي.
زه دوی ته حيران يم چې که دارښتياوي نوولي په خپله په پاکستان کې اسلامي
قانون نه پلی کوي؟
زه په دې نظريم چې کاشکې ټول افغانان په خپل منځ کې يوجوړجاړی سره وکړي
اودبهرنيانودمزيدپاته کېدابهانه هم له منځه يوشي اودغه مظلوم اوځورېدلی
اولس نورارام ته پرېښودل شي.
زه دامريکايانوپلوي نه يم بلکې دامي ارمان دی چې يواسلامي دولت راشي داشي
چې هم اسلامي قانون په صحيح بڼه عملي کړای شي اوهم هيوادته ترقي ورکړي چې
ټول افغانان دورورولۍ اوسوکالۍ په فضاءکې راغونډکړي.
له نوي جمهور رييس ډاکټراشرف غني احمدزي نه
افغانانوډېرزيات اميدونه لرل خودگل مرجان بې شرمۍ اوپه پايله کې هغه ته
ونډه ورکول کېدل،دې کارډېرخلگ نااميده کړل خوخدای پاک دي وکړي چې په
هيوادکې دسولي اوټېکاولامل وگرزي اودټولوهيوادوالوداتفاق اواتحادلامل سي.
پای