
تېره ورځ دسولي شورايوه غړي قاضي محمدامين وقادپرطالبانوغږوکړچې دروژېپه مياشت کې دي له جگړې ډډه وکړي اوپه دې يوه مياشت کې دي اوربندوکړي!!خواوس پوښتنه داده چې آيادده پوښتنه به طالبان ومني اوکه يه؟
ددې پوښتني دځواب په اړه په پوره اطمينان سره ويلای شم چې طالبان به ددهغوښتنه هيڅکله ونه مني.داځکه چې هغوی فکرکوي چې دبدرغزادروژې په مياشت کې سوې ده نوځکهبايدموږهم په روژه کې جگړه وکړوځکه په دې مياشت کې هرعبادت څوچنده ثوابلري نوچې په جهادکې زيات ثوابونه ترلاسه کړونوبايددنورومياشتوپه پرتله پهدې مياشت کې زيات جنگونه وکړو!!
خوطالبان دېته پام نه کوي چې دبدرغزادمشرکينوپه خلاف سوې وه چې کافرانوو،دالله پاک سره ئې شرک کوی،پرآخرت ئې ايمان نه لری،دائې عقيده وه چېترمرگ وروسته بياژوندن نسته،جنت اودوزخ نسته،حضرت محمدصلی الله عليه وسلمئې نه مانه اوله مکې مکرمې ايستلی وو.قرآن کريم ئېدپخوانوخلگوغلطي کيسې بللي اونبي عليه السلام ته ئېشاعر،جادوگراودورواغجن ويل.
خوددې برخلاف اوس روانه جگړه خپله دافغانانوترمنځ ده.
افغان عسکرهم داسلام ټول احکامات مني،لمونځ کوي،روژه نيسي اوحتی تراويح کوي.دافغان عسکرواودهغه چاترمنځ دچاسره چې دبدرغزاسوې وه دمځکې اواسمان فرق دی.نودغه دواړه يوشان گڼل داپرته له جهالته اوداسلام له احکاماتولهناخبرتياپرته بل څه نه دي.طالبان ځکه داسي خام فکرونه کوي ځکه په دوی کې دتعليم سويه خوراټيټه دهاونه يوازي داچې له عصري تعليم اوسياست څخه بې برخي دي بلکې له ديني علمڅخه کافي لري دي.
ددوی ټول مشران داسي څوک دي چې نه ديني تعليم لري اونه هم عصري.داډېره دافسوس خبره ده چې نن ورځ داسي کسان ددومره تحريک دمشرۍ چاري پهغاړه لري چې هغوی هيڅ ډول تعليم نه لري نه ديني اونه عصري.بلکې يوازي تش په نو م ملايان ئې اداري چاري پرمخ بيايې.که تاسوددې خبري دتصديق لپاره ددوی دمشرانوپه اړه پلټنه وکړئ نودغه حقيقتته به په خپله ورسېږئ!
دبېلگي په توگه ملااخترمحمدمنصور،ملاگل آغا،ملاعبدالقيوم ذاکر،ابراهيمصدر،علاءالدين آغا،منصوردالله،ملاعبدالمنان،ملاحسن رحماني اوداسينور.....
نودداسي چانه دا اميدکول چې هغه به دافغانانوپرحالت رحم وکړي اوپه دېمياشت کې به جگړه متوقفه کړي،زه فکرکوم دابېځايه اميد دی.نه يوازي داچې جگړه به په دې مياشت کې دوام کوي بلکې ترپخوابه زوراخلياوافغانان به په دې مياشت کې ترنورو مياشتوزيات تلفات اوغمونه ويني.
پای
احمدشاه افغان