ازلي مينه


ﻻزمــــــانه دخــــــدای په خيال کې نه وه
ما ســــــندريز شان پيغلتوب کې ليدې
زه چــــې اوده وم د عــــــــدم غـــــيږه کې
د هغې شپې نه مې په خوب کې ليدې
 
ما به لـــــيدل چــــې کاينات جـــوړيدل
تا نه يــــــې څاڅکــــــــی د سرور ورکړ
چــــــــې دې نقاب له مخه لرې کړ بس
زرو لــــمرونو تــــــــــــه دې  نور  ورکړ
 
په رنګـــــــــينه شـــــرارتي نــــــړۍ کې
ما دې په هــــــــــره خــــــوا  لټون  وکړ
پيدا مې نه کړې خـــدايزده ولې داته
ما خـــــــــو په ټولـــــــو ﻻرو يــون وکړ
 
ســـتا په رڼا چې ستا په طمع باندې
ما ډيـــــرې تـــــورې زمــــــانې ليدلې
د ښـــــــاپيرو وطــــــن ته درغلــــــــمه
ما هـــــــــغه ټولـــــــې افسانې ليدلې
 
ما دې دحــــــــــسن د لـــيدلو په نيت
د يونان ښــکلي خدايان ټول وليدل
ســــــــتا د انځور د ښکلولو په نيت
په تـــــلوسه مـــــــې بتان ټول وليدل
 
ښه ده ته راغلې خو زړګی مې ريږدي
چــــــې ازلـــــي ميــــــــنه د هيره نه وي
چــــــې د عـــــدم کــــــلي کې و درسره
د خـــــپل ﻻلي مـــــــينه د هيره نه وي