دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيردڅلورڅلويښتمې غونډې رپوټ

دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيرڅلورڅلويښتمه اوونيزه غونډه دګڼ شميرخويندوپه ګډون دپوهنې وزارت په كلوپ كي جوړه شوه په لومړي سركي داغلې طوبانداساپى دپلارفاتحه واخستل شوه اوكورنۍ ته يي  دخدايي ج له درباره دصبرجميل غوښتنه وسوه .  
دنويدې خوشبوصديقي په وياندويي غونډه پيل شوه چي په سركې دغونډې ريسې اغلې لطيفې وردګ لنډې خبرې وکړې
دغونډې په پیل کې د تیرې اوونیزې غونډې رپوټ ولوستل شو  په دوهمه برخه كې په كاري مسايلوخبرې وشوې
·      دې راتلونكې مشاعرې په باب چي  دجوزاپه ۳۰ نیټه جوړيږي  خبرې وشوې د اغلې دل افروز زيرك ،مينه صابر وردګ ، مرصیه امین، ګلالۍ احمدي ، توبا ندا، شګوفې امین او راحلې نوري په ګډون یوه کمیټه موظفه شوه چې د غونډې د تدارک او چمتو والي او د مشاعرې د لګښتونو په اړه له اړوندو ارګانونو سره خبرې وکړي توباندا د کلنۍ مشاعرې په اړه وویل چي بايديوازې مشاعره نوي بايدتفريحي برخه هم ولري
موسيقي مقالې اوداسې نورې برخې هم ولري
اوبل دميرمن بهيرسايټ د لاښه كيدولپاره هره خوربايدفعاله ونډه واخلي
دې غوڼدي ريسې اغلې لطيفي وردګ وويل چي خويندې په خپل وخت غونډې ته نه حاضريږي غونډه بايدچي ۳۰/ ۱شروع شي  په غونډه کې په پکتیا اوقندهار ولایتونوكې دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهير په جوړیدو خوښي څرګنده سو ، وپتییل سوه چې له دغو بهیرونو سره ډیرې مرستې وشي  په غونډه کې د آغلو ماهرې احمدزۍ ، شکریې مرهوني ، نظیفه شاه ، ولولې تنها او ښاغلو حکیمي ، نوري او اندیښمن ځاځي څخه مننه وسوه چې  په دغو سیمو کې د بهیرونو لپه جوړولو کې مرستې کړې دي ، دغه راز ټينګار وشو چې په ننګرهار ، زابل ، لغمان ، هرات اونورو ولایتونو کې دې د بهیرونو د جوړولو بهیر چټک شي .
او وروسته داغلې مينې  صابركيسه كره كتنې ته وړاندې شوه (زه ستاملګرى يم )ترسرليك لاندې وه اوداكيسه د يووړوكي هلك په اړه وه چي له كتاب سره ېې مينه نه درلوده .
دغونډې ګډونوالولخواوستايل شوه راحلې توباندااوزيرك وويل چي په كيسه كي تكراري خبري نه وې
اليناوويل چي دماشومانوله پاره ښه وه خوبعضې كلمات افراطي و، زيرك وويل چي بايد دماشومانو لپاره كيسې وليكل شي
اود غونډې په دريمه برخه كې مشاعره پيل شوه
ګلالى احمدي، مينه صابر،نظيفې نيازۍ، توباندا،اوږۍ اميل ،وريښميني  سعادت اونوروخويندو خپل شعرونه ولوستل
اوپه پاى كي وويل شول چي دراتلونكي غونډې ريپوټ به مينه منګل ليكي اووياندويي به يي مينه صابركوي
اودل افروز زيرك د راډيويي خپرونوپه هكله ګدونوالوته بشپړمعلومات وركړي
اوغونډه دمازديګرپه څلوروبجوپاى ته ورسيده یاده دې وي چې د میرمن بهیر غونډې د هرې شنبې ( خالي ) په ورځ د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې ددې وزارت په کلوپ کې د ماسپښین پر یوه نیمه بجه جوړیږي .