څوارلسم درس: د کميت پر ځای کيفيت ته ارزښت ورکړه:

 
که یو څوک په یو وخت کې په دوو سویانو پسې منډې وهي، فکر نه کوم چې یوه یې هم ونیولای شي. سړی باید خپل پام په یو وخت کې یوه شي ته ورکړي—په هر کار او هر څه کې ځان بوختول ښې پایلې له ځان سره نلري. دا هم نه درته وایو چې په يوه شي ځان بوخت کړه! ځکه د چټکتیا په دې نړۍ کې په یوه شي ځان بوختول هم د بریا سبب نه ګرځي!
 تاسو به هم حیران شوي یاستی چې له یوې خوا وایاست چې څو کارونه مه کوه او له بلې خوا وايې، چې یو کار ته ملا وتړئ! زموږ مطلب دا دی چې ځان په هغو شیانو بوخت وساتئ چې خورا اړین دي او د تاسو لپاره لومړۍ درجه اهمیت لري:هغه څه چې ۲۰ سلنه وخت مو نیسي او ۸۰ سلنه کاري پایلې لري. 
- See more at: http://rokyan.com/Management+Tips+14#sthash.Dw7AMebV.dpuf