اردوغان، احسان اوغلو او صلاح الدین

 
سبا به ټوله ترکیه له یوه کونجه تر بله د لومړي ځل لپاره د خپل هیواد ولسمشر په ټاکلو بوخته وي؛ تر دې دمه درې نوماندان دي هریو: اوسنی لومړی وزیر رجب طییب اردوغان، احسان اوغلو او صلاح الدین.
 
طییب اردوغان:
 
د اربکان شاګرد، د ترکیې اوسنی لومړی وزیر دی. کله چې اربکان د وخت فوځیانو نسکور کړ، اردوغان په دې پوه شو چې د سلفو په لار تګ مهم دی خو د هغوی له لارو چارو کار اخیستنه منطقي نه ده!
د بشر د حقوقو دفاع او اقتصادي رغښت یې خپل شعار وګرځاوه او په ښکاره یې د ترکیې د عصري کیدلو او ژغورنې لپاره منډې پیل کړلې خو په پټه یې د اربکان پالیسۍ په لاره اچولې؛ پخپلو نوو شعارونو سره یې نه یوازې ترکان ځان ته رانږدې کړل بلکې د اروپایې ټولنې او امریکا ملاتړ یې هم خپل کړ. له اروپایې ټولنې سره د ترکیې د یوځای کیدلو خبرې یې هم پخپل ذات کې ابتکاري وې.
اردوغان به هغه وخت څه له ځان سره کرل ریبل کله چې په ۱۹۹۹ ز کې زندان ته لاړ؟ آیا دا به یې کله هم په ذهن کې را ګرځيدلي وي چې د ترکیې د لومړي وزیر مقام به ګټي او بیا به درې دورې لومړی وزیر هم پاتې کیږي؟! که نوموړی د اسد په ۱۹مه د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې وګټي، نو نوموړی به د ترکیې ۱۲م ولسمشر او لومړی منتخب ولسمشر وي!
که څه هم نوموړی په خپلې حکومتولی کې بریالی و خو ددې ترڅنګ له یو لړ ستونزو سره هم مخامخ شو:
الف: ونه توانیده چې ترکیه اروپایې ټولنې ته لار ومومي!
ب: له لویدیځ سره په دې وروستیو کې خړې اړیکې تر دې چې دده نږدې ملاتړی بارک اوباما ورسره ټلیفوني خبرې پریښودلي
ج: د تقسیم د څلور لاري د اصلاحاتو په پلي کیدو کې ماته
خو ددې ټولو ستونزو او خنډو برسیره، هیله ده چې نوموړی به ددې هیواد نوی ولسمشر وي—ان شاالله! دده په راتګ سره به ترکیه یو ځل بیا له نوي سیاسي لیدلوري او مقام څخه برخورداره شي. ترکیه دده د حکومت تر سرپرستی لاندې په دې توانیدلې چې په اسلامي نړۍ کې ورک ځای بیرته ومومي.
 
اکمل الدین احسان اوغلو:
 
سوړ او ارام احسان اوغلو د ترکیې د دوو ګوندونو هر یو د ترکیې خلق او ملي حرکت ګوند ګډ نوماند دی. د اردوغان د ودې او پراختیا ګوند وایي چې اوغلو نه یوازې په سیاست نه پوهیږي بلکې د یوه مشر ځانګړنې یې هم په وجود کې شتون نه لري. دا خبرې په داسې وخت کې مطرح کیږي نوموړی یو اکاډمیک شخصیت دی او پوهنتوني تجربه لري.
اوغلو، اردوغان ته د یوه غوسه ناک شخصیت په سترګه ګوري او وایي: د ولسمشرۍ ماڼۍ د غوسناکو لپاره نه ده جوړه شوې، هلته باید یو داسې شخص وي چې په ارامو مغزو فکر وکړای شي.
اوغلو د عربي په ګډون په ۴ ژبو خبرې کولای شي. خو اردوغان په اوغلو د انتقاد پرمهال وایي: "موږ یو مشر غواړو نه یو ژباړن!"
اوغلو د ترکیې یو تکړه ډپلوماټ، عالم شخصیت دی. دی خپلې غونډې تل په د بسم الله او فاتحې سورت په ترکي ژباړه پیلوي.
ددې لپاره چې د ترکیې مذهبي او غیرمذهبي دواړو رایه خپله کړای شي. د اوغلو شعار دی: "که ډوډی غواړی نو اوغلو وټاکئ!"
 
صلاح الدین دیمرتاش:

 
د ترکیې ځوان سیاستوال دی؛ له یوې خوا سیاستوال او له بلې خوا د بشر د حقوقو مدافع؛ که څه هم کرد دی خو په ځوانانو کې محبوبیت لري؛ په عامو مجلسونو کې ټوکې کوي او هغه هم له ریشخندیو ډکې!
احسان اوغلو په دې وروستیو کې هسې یو څه ریا ډوله کار وکړ او هغه دا چې یو څه پیسې یې د طییب اردوغان او یو څه نوره یې د دیمرتاش له ټاکنیز کمپ سره مرسته وکړه.
صلاح الدین پخپل ټویټر پاڼه کې اوغلو ته ولیکل: "زه خو وایم که ټولې پیسې دې زما بانکي حساب ته رالیږلې وای نو ښې به وای ځکه هغه بل (اشاره یې اردوغان ته وه) له دې ډول شیانو څخه ډیرې لري."
صلاح الدین په دریوو نوماندانو کې تر ټولو غریب نوماند دی! نوموړی د اوسیدلو لپاره یو آپارتمان، یو دفتر اوکه دوه ګاډي لري چې د ټاکنیزو مبارزو او ولسي جرګې ته دراتګ لپاره ورڅخه ګټه پورته کوي. دریم ګاډی یې د ښځې په نوم ثبت دی.
که څه هم نوموړی د ترکیې د کردستاني ډلو لخوا تربیه شوی او رامنځته شوی خو دده هڅه دا ده چې د ترکیې د ټولو ډلو په ځانګړې توګه د اقلیتونو پام خپلې خوا ته جلب کړي هغه که حتٰی همجنسبازان هم وي!