ننـــــداره


ديدن ته بې قراره يم اشنا كله راځې
ما ټول عمر ژړلي دي خندا كله راځې

وږمې د پسرلي نشته دا بڼ راته شړ ښكاري
د شپې تياره كې ورك يمه سبا كله راځې

دا ځل خو ديدن وشو بې وعدې راغلې وې
بس دومره راته وايه چې به بيا كله راځې

په وچو شونډو يار ته د لمدو سترګو حال وايم
د مينې دې مجنون ته تر بيديا كله راځې

زه ستا په ننداره كې ننداره شومه پخپله
د مينې ولولو سره ليلا كله راځې

زه مړى حسابېږمه بې ستا د ليدو ياره
د مړي رغېدو ته مسيحا كله راځې