دتيري چهارشنبي په ورځ دامريكادمتحدوايالاتوجنګي الوتكودفراه په بالابلوك ولسوالۍ كي وروسته ترهغه دطالب  اورپكوپرضد هوايي عمليات وكړل چي هغلته افغان ځواكونودطالب جنګياليوله خوا دورباندي سوي بريدپه بدل كي له هغوي هوايي مرسته وغوښته . ترهوايي عملياتوسمدستي وروسته ددغه ولايت دولايتي شورا يوشميرغړو په بمباركي وژل سوي كسان ملكيان وبلل اوشميريي د۲۶۰تنوپه شاوخواكي وښود ، والي روح الامين دملكيانووژل كيدو احتمال ردنه كړاووويي ويل چي عمليات ددوي په غوښتنه سوي وه .ـ
دفراه دملكي وژنوپيښه داسي مهال رامنځته سوه چي ولمسشرحامدكرزي له ولسمشراوباسره دكتني لپاره دامريكادمتحدوايالتونوپه سفروتلي چي ترډيره دواشينګټن ناسته هم ددغي پيښي ترسيوري لاندي راغلل .
ولسمشراوباما په افغانستان كي دبهرنيوځواكونوپه عملياتوملكي مرګ ژوبله نه زغميدونكي وبلل ، خارجه وزيري هيلاري كلينټن يي له امله بخښنه وغوښته اوولسمشركرزي له موكي څخه په ګټه اخيستنه په افغانستان كي دهغوهوايي عملياتوسره خپل كلك مخالفت تكراركړي چي ملكي مرګ ژوبله له ځان سره لري.
دنړيوالوځواكونوپه هوايي بمباريوكي دولسي كسانومرګ ژوبله اوس داسي موضوع ګرځيدلي چي  په مياشت كي يي  يوځل خامخا دهيواد له يوه كونجه خبروركول كيږي .
دا وژنې او قتل و قتال، چې په لسګونو واره د امريكايي او ناټو ځواكونو په هوايي او ځمكنيو عملياتو كې ترسره شوى، سلګونه تنه يې د بربادۍ او تباهۍ كندې ته ټيل وهلې، خو لا تراوسه هم، چې  د جمهور رئيس كرزي د جمهوري رياست د دورې ختمېدو ته ډېر وخت نه دى پاتې، د دغو جنايتونو د پاى ته رسولو لپاره كومه حل لاره نه ده پلټل شوې او د هرې رامنځته شوې پېښې لپاره جمهور رئيس كرزى كميسيون جوړوي او بيا دا هم نه څرګندېږي، چې دغه كميسيون څه وكړل او ګټه يې څه وه؟
هركله چي داسي يوه فاجعه رامنځته كيږي نودخلګوددلاساه كولولپاره يي يوازي حكومت دونه كوي چي كميسون وټاكي ترڅوموضوع وڅيړي .
دكميسون لوي كارداوي چي دقربانيانوهغه شميره چي خپلواكوسرچينوتائيدكړي وي كمه وښيي اوپاي دپيښي په اړه ياخوبخښنه وغوښتل سي اويايي هم دتشي تيروتني په بللواودقربانیانوکورنیوته دڅوپیسوپه ورکولوسره كمبله ټوله كړي .
حكومت د وژل شويو افغانانو ديت هومره ناڅيزه ټاكلى، چې خلك يې په اخيستلو هم شرمېږي او نه غواړي، چې د اخيراتي پيسې ترلاسه كړي، چې څرګنده بېلګه يې څومياشتي مخكي  په ننګرهار كې وليدل شوه، ځكه خلك د جنايت د عاملانو له محاكمه كولو پرته پركمې سزا نه وو قانع او دا داسې غوښتنه ده، چې جمهور رئيس كرزى يې هم  نه شي ترسره كولاى او كه نه نو په دې تېرو پنځو كلونو كې يې نه يوازې بې وسي نه ښودله، بلكې  له اوباما څخه يې په افغانستان كې د ملكي وګړو د ژوند د خونديتوب غوښتنه هم نه كوله. 
دا د افغانانو لپاره ترټولو دردونكي ده، چې د خپلو سترګو په وړاندې د خپلو بې ګناه اولادونو، خويندو او ميندو د وژل كېدلو ډله ييزه ننداره وكړي.
نو په داسې يوه هیواد كې، چې د انسانانو قيمت يې يوازې سل زره افغانۍ وي او د لسګونو تنو مرګ ژوبله د يوه بهرني مشاور د يوې مياشتې تنخوا اندازه هم برابره نه كړي، نوڅه دليل به موجود وي، چې دا ډول جنايتونه دې ترسره نه شي؟ او څه دليل به موجود وي، چې په دا ډول وژنو كې دې د بهرنيو پوځيانو لاسونه ورېږدې؟
د۱۳۸۶كال دوري په ۲۸دبشري حقونودڅارنړيوال سازمان په ۱۶۶مخيزراپوركي دامريكايي اوناټوپه عملياتوكي دټول ټال ۳۲۰ولسي وګړودوژل كيدوخبروركړي وو.
خود۲۰۰۷ميلادي كال دپاي پرمهال دملګروملتونوسرمنشي بان كي مون ډاګيزه كړه چي په تيريوه كال كي په افغانستان كي اته زره عام ولسي وګړي په بمباريو، ځمكنيوعملياتو، چاودونو، دسړك دغاړي په بمي بريدونواوځانمرګي بريدونوكي وژل سوي دي .
په دوه زره اتم كال كي تراوسه د خپرو شويو رپوټونو له مخې ويل کیږی شاوخوا پنځه زره تنه وژل شوي، چې ۱۴۵۰ تنه يې ناپوځي خلك دي. كه څه هم، چې دا شمېره دقيقه نه بريښې، خو بيا هم د ۱۴۵۰ تنو ملكي وګړو وژل كېدنه د افغانستان لپاره يولوى ناورين دى، چې د طالبانو او بهرينو ځواكونو په حملو كې رامنځته كېږي.
دبهرنيوځواكونوخپلسره عمليات، دحكومتي اونړيوالوځواكونوترمنځ دهمږغي نشتوالى،دبريدپرمهال دډيرزوراودرنووسلوكارول، له ملكي ميشتوسيموڅخه دطالبانوبريدونه اوپه جګړه كي دښكيلوغاړوله لوري دجنګي قوانينونه مراعت په ټوله كي هغه لاملونه دي چي ولسي وګړودمرګ ژوبلي كچه يي ډيره كړي.
د ۲۰۰۱ كال د اكتوبر له اوومې راهيسې، چې امريكايان اودهغوی ملګري په افغانستان كې ميشت شوي،همیشه  له بشري او نړيوالو پوځي قوانينو څخه سرغړوني سوي .
 د خلكو په كورونه چاپه وهل، د بې ګناه خلكو نيونه، د بې ګناه وګړو په تېره بيا د ښځو او ماشومانو وژنه، په زندانونو كې شكنجه او ځورونه هغه ټكي دي، چې په هېڅ ډول انسان پالو او پوځي قوانينو كې مجاز نه دي ګنل شوي او ټول يې غندنه كوي.
د ژنيو د ضميموي ميثاقونو د پرتوكولونو د ۵۰ مې مادې پربنسټ، چې په وسله والو نښتو كې د قربانيانو ملاتړ كوي، ټينګارشوى، چې ملكي وګړي نبايد ترحملې لاندې ونيول شي. د دغو ميثاقونو له مخې ټولې هغه كړنې او ګواښنې، چې له تاوتريخوالې ډكې وې او مقصد يې د خلكو په منځ كې د ډار او وحشت خورول وي، منع شوي دي.
د ژنيو د ميثاقونو د الحاقي پروتوكولونو د ۵۰ مادې په څلورم بند كې بيا ډاګېزه شوې ده، چې ړندې حملې، د بمباريو په ګډون، چې د پوځي موخې په توګه عامي سيمې په نښه كوي او په هغو حملو او بريدونو كې ، چې د عامو وګړو د مرګ ژوبلې ويره وي او عامه شتمنيو او كورنو ته زيان واړوي منع دي.
پایله داچي په افغانستان كي دملكي وګړودمرګ ژوبلي شميرهغه مهال راټيټي داي سي چي د بهرنيو ځواكونو له خپلسره اوبي بندوباره عملياتومخنيوي وسي ، هوايي عمليات كم سي ، يوه هراړخيزه ستراتيژي رامنځته سي اودجګړي دقوانينوسرغړونكي محكمي ته كش كړل سي .