فزیکي فعالیت یا جادویي درمل

فزیکي فعالیت یا جادویي درمل
ابراهیم شینواری
 
فزیکي فعالیت ته پدې وروستیو کې د جادویي درمل نوم ورکړل شوی دی.فزیکي فعالیت، ورزش او سپورت مو بدن او ذهن پياوړی کوي. د قرآني ایتونو او نبوي حدیثونو له مخې الله قوي دی او په وړاندې یې قوي مومن تر کمزوري مومن ښه دی.
اِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ (الایه). إِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ(الایه). المؤمن استوی خیر واجب الی الله من المؤمن الضعیف (الحدیث).
فزیکي فعالیت ته ځکهجادویي درمل ویل شوی دی چې ستاسو سره مرسته کوي تر څو:روغتیا تر لاسه کړئ، د ناروغیو مخنیوی وکړئ او روغتیا او ژوند مو ښه کړئ.
فزیکي فعالیت د ډیرو ناروغیو مخنیوی کوي :
فزیکي فعالیت شحم (غوړي) په بدن کې سیږي، او پدې ډول ستاسو سره د وزن په کنټرول کې مرسته کوي. هغه اشخاص چې فزیکي فعالیت نه کوي، د چاغیدو چانس یې ډیر دی، خصوصا که غذایي رژیم یې نامناسب وي. فزیکي فعالیت د دویم ډول ډیابت، د زړه ناروغیو،  په خوب کې د سابندۍ، استما (نفس تنګۍ) او ځینې سرطانونونو مخنیوی کوي.
 فزیکي فعالیت رواني روغتیا بهتروي :
تمرین د اندورفین په نوم یوه کیمیاوي ماده په بدن کې ازادوي چې ستاسو د مزاج د ښه والي سبب کیږي. منظم فزیکي فعالیت ژور خفګان او اضطراب ښه کوي، او د تمرکز او ذهني انتظام وړتیا مو پیاوړې کوي. تر دې زیات فزیکي فعالیت په زړښت کې د شناخت د خرابۍ مخه نیسي.  دغسې اشخاص د هغو نورو په نسبت له اروایي ګډوډیو سره لږ مخ کیږي، چې فزیکي فعالیت نه کوي.
فزیکي فعالیت مو د بدرنګۍ چاره کوي :
فزیکي فعالیت له اشخاصو سره مرسته کوي چې د بدن شکل یې ښکلی پاتې شي، وزن یې برابر وي او ځان باوري پکې پیاوړې شي. د ځان په باب مثبت تصور په عمومي خوښۍ او د ژوند په کیفیت کې مهمه برخه لري. هغه اشخاص چې مثبت ځاني تصویر لري، تر نورو زیات خپل ځان ته درناوی او خوشبیني لري. دوی د انساني اروا پوهنې د موسس ابراهیم ماسلو د تیوري له مخې تر نوزو زیات دخپلو هدفونو او ځاني سکون ته رسیږي .
فزیکي فعالیت د کمزورۍ مخه نیسي :
منظم تمرین د عضلاتو د قوت لپاره ضرور دی چې تاسو سره د ورځینو چارو په ښه، موثر او اسان تر سره کیدو کې مرسته کوي.  هغه اشخاص چې فزیکي فعالیت نه کوي، د عضلو، بندونو او هډوکو له رنځونو ځوریږي. همدا راز تمرین د ورځې په اوږدو کې د انرژۍ اندازه زیاتوي او د ستړیا احساس کموي.
فزیکي فعالیت د مړینو مخنیوی کوي :
د فزیکي فعالیت نه کول د فزیکي، رواني او ټولنیزو – اقتصادي سببونو له امله د مخکې له وخته مړینو یو مهم عامل دی. د فزیکي فعالیت نه کول د مزمنو ناروغیو په لرونکو کې د هغو په نسبت د مړینو چانس دوه چنده زیاتوي چې لږ تر لږه په ورځ کې ۳۰ دقیقې تمرین کوي. 
د فزیکي فعالیت نه کولو خطرونه :
تاسو ته متوجه خطرونه :
د زړه او رګونو ناروغۍ، دماغي حمله، د وینې لوړ فشار، سابندي، سست بدن، کمه انرژي، شخ مفصلونه، د هډوکو سوري کیدل، کمزوری اندام، زیات وزن او داسې نور.
ستاسو کورنۍ ته خطر :
د کورنیو چارو لپاره د انرژۍ کمښت، خپلو اولادونو او لمسیانو ته د وخت او مینې ورکولولپاره د ځواک نشتوالی او خپلې کورني ته یو کمزوری مثال (role model).
لارښوونې :
نرمښت : تاسو د زړه او سږو لپاره د وینې منظم دوران ته اړتیا لرئ چې ستړیا او سابندي ژر احساس نکړئ. له نرمښت سره ستاسو د زړه ضربان قوي کیږي، ساه مو پخیږي، او د اوږده او قوي تمرین وس مو زیاتیږي .
ځواک : په فزیکي کار کې د پوره زور لپاره تاسو پیاوړو عضلو ته ضرورت لرئ. که د ولیو، تنې او ورنونو عضلې مو پیاوړې وي، نو د وترونو د شکیدلو او ټپي کیدو مخنیوی کیږي.
تحرکیت او نرمي (انعطاف) : د اوږې، ملاتیر، بندونو،  ښه نرموالی د لیګامنتونو او پلو د شکیدو او  د عضلو د کشیدو مخنیوی کوي. همدا رنګه د بندونو د شخوالی او درد څخه مو ساتي.
د فزیکي فعالیت په باب حقیقتونه :
فزیکي فعالیت د ناروغیو د کنټرول د مرکز یو مهم شاخص او پدې ډول د ښې روغتیا یو مهم لومړیتوب دی. څیړنو ښودلې ده چې څومره مو تمرین منظم او ښه وي، همماغومره مو بدن روغ او فعال پاتې کیږي. د امریکا عمومي جراح وړاندیز کړی دی چې د ښې روغتیا لپاره که د اونۍ هره ورځ نه وي نو په زیاترو ورځو کې باید تر ۳۰ دقیقو د منځني شدت تمرین وکړئ. څیړنو دا هم ښودلې ده چې د منظم فزیکي فعالیت نه کول د لاندې ناروغیو خطر دوه چنده کوي: 
د زړه او رګونو ناروغۍ، د پاخه عمر شکرې ناروغي، چاغوالی او د وینې لوړ فشار. پداسې حال کې چې منظم فزیکي فعالیت د دغو ستونزو مخنیوی کوي.
فزیکي فعالیت د کارګرانو د ساتنې د سامانونو لګښتونه هم کموي، د بې ضرورته رسنیو له لیدو هم شخص راګرزوي، پر موټر او نورو وسایلو زموږ تړاو (وابستګي) راکموي، ناست وخت مو راکموي،  په ښوونځيو کې د تیښتې کچه کموي، په زینو د ختو د ښه عادت له مخې د لفت خطر او لګښت کموي، په چاپیریال کې د پیاده روۍ پر وخت د زیاتو ښو خلکو سره د اشنا کیدو له مخې ټولنیزې اړیکې قوي کوي.
تاسو څه کولی شئ؟
فزیکي فعالیت ته پر نه فعالیت ترجیح ورکړئ، تلویزیون غلی کړي، موټر مو پارک کې ودروئ، پیاده روي وکړئ، په ورځینو چارو کې مو د لا زیات فزیکي فعالیت فرصتونه ولټوئ، هغو ښوونځیو، پارکونو، میدانونو، د پیاده روۍ لارو جوړولو  او ټولنیزو نوښتونو سره مرسته وکړئ چئ فزیکي فعالیت هڅوي.
د فزیکي فعالیت ورځينۍ مناسبه اندازه
د اونۍ هر ورځ یا لږ تر لږه پنځه ورځې د منځني شدت لرونکي ۳۰ دقیقې فزیکي فعالیت لکه چټکه پیاده روي، بایسکل چلول، د کور یا دفتر پاک کاري، باغواني او نور فعالیتونه چې تنفس او د زړه ضربان مو یو څه مو چټک کړي.
په اونۍ کې درې ورځې یا ترې زیات د چټک شدت لرونکي ۲۰ دقیقې فزیکي فعالیت لکه منډې وهل، نور درانه کارونه، وزنونه جګول او نور کارونه چې تنفس او د زړه ضربان مو ډیر چټک کړي. 
ناکافي فزیکي فعالیت : په اونۍ کې ټول ټال لس دقیقې تمرین یا ورځیني کورني کارونه، په موټر کې کار ته تلل، تفریح او چکر او داسې نور.
غیر فعال حالت : په اونۍ کې تر لس دقیقو کمه فزیکي فعالیت، کورني کارونه، موټر کې تلل، تفریح او داسې نور په غیر فعال حالت کې راځي.
تفریحي فعالیتونه لکه ګلف، عادي تفریح، عادی منډه، باغواني، پیاده روی او نور چې ستړي مو نکړي، په تفریح کې شمیرل کیږي. 
تاسو ته کوم فزیکي فعالیت ښه دی؟
تمرین ته د یو انتخاب او کار په سترګه مه ګورئ، د یوې اړتیا په سترګه ورته وګورئ. د تمرین هر ګام مو د ژوند لپاره مهم دی او حساب پرې وکړئ.هڅه وکړئ چې لږ تر لږه په اونۍ کې درې ورځې د منځني شدت څخه تر شدید پورې یو ساعت تمرین وکړئ.  داسې فعالیتونه وکړئ چې عضلې مو پیاوړې کړي، د سا پخولو او قوي کولو تمرینونه سره یو ځای کړئ، چې روغتیا او ښه والی مو تأمین شي.
هر فعالیت چې تاسو خوښوئ، پر تاسو اړه لري.
د ښوونځي زده کوونکي باید تر ښوونځي وروسته ډیر فعال وي، د دوی هر قدم حسابیږي. په ښوونځي کې هم باید تمرین وکړي، له ملګرو سره هم ورزش وکړي، پدې سره به خپل تمرکز زیات کړي، ځاني درنښت او ځان باوري زیاته کړي، عضلې او هډوکي به یې پیاوړي شي، دماغي روغتیا به یې ښه شي، فیټ به ښکاري، توازن او وضعیت به یې ښکلی شي، زړه به یې قوي شي، روغه وده او انکشاف به وکړي. په ژوند کې د فزیکي فعالیت زیاتول هم روغتیا ده او هم ساعت تیري!
فزیکي فعالیت په ماشومانو او زده کوونکو کې هم دهغو ناروغیو چانس کموي او هغه ګټې لري چې مخکې مو تشریح کړل.
د فزیکي فعالیت لپاره وخت ورکول
زیاتره دا پوښتنه کیږي چې اوس وختونه ډیر بوخت دي او فزیکي فعالیت ته وخت نه پیدا کیږي.  دا سمه ده چې وختونه ډیر بوخت دي، خو فزیکي فعالیت تفریح نه بلکې یو ضرورت دي. یو مهم پیغام چې زه غواړم تاسو ته درکړم دا دی چې:

یا اوس فزیکي فعالیت ته کافي وخت ورکړئ او یا دا وختونه جمع کړئ او بیا یې د هغو ناروغیو له امله د روغتون په بستر کې تیر کړئ چې د فزیکي فعالیت د نه کولو له امله رامنځ ته کیږي.
تر بل هر څه، فزیکي فعالیت ته وخت ورکول ضرور او ګټور دي.