د ژونــــد بهـــير پــــه بيــــړه بـــيړه درومي
تل خوشـــــحالــــي اود زړه سر دې نه وي
کلــــــه نا کلــــــه داســـــي ډېــــــر پيښيږي
چي څـــــه کـرې حاصل او بر دې نـــــه وي
داسي هستي زمينداري بـــه څـــــه کــړې
ځمکه دې ډېــــره وي بـزګـــــردې نــــه وي
او يا د ځـمکي د حــــاصل نـــــه ورســـــته
فصل دې پوخ وي او لوګــــر دې نــــه وي
هــــغه تنـــــــها د بـــېوسۍ موقــــــعه کــې
مشکل دې ډېر وي کمک ګــر دې نه وي
ملياره !تــــه بــــه هم خوشحالـــه نــــه وې
چي نيـــــالګي کېنـــــوې ثـــمر دې نـه وي
ژمی بـه څنګه پــــه خوښۍ کي تېر شي؟
چــي بام څڅيږي او خټګـــــر دې نـــــه وي
دا تنــــــهايي بــــــه څــــــه لــــذت ولـــــــري
په کور کې ناست يې او دلبر دې نــــه وي
د داســــې وصلـــــــــه نا اميـــده يــــــې تل
واده دې کــــــړی و ي پســـر دې نــــــه وي
چي د اشـــــنا پــــــــه تـــمه تمـه ناست يې
ورځ دې اوږده شي مازيګر دې نــــــه وي
يا پـــــــــه چرتونـــــــو او فکـــرونــــــو د يار
شـــــپه دې اوږده شي او سحر دې نـه وي
د شــــوګــــيرو د خپل جانــان نـــــه ورسته
خـــــوب دې راغلئ وي بستر دې نــــه وي
چي غــــــريبي او بـــې وسي وي مــــــــدام
پـــــــه تبه پروت يې او ډاکتر دې نـــــه وي
چي کلــه کلـــــــه خـــــوشحالي پېښه شي
پرواز دې زړه غـــواړي وزر دې نــــــه وي
د بــــې انــــصاف درزي دظلـــــمه روستـه
کالي دې جــــوړ وي خو ټــټر دې نــــه وي
داســي وخــــــتونـــــه د نيمګــــړو هيلـــــو
کلـــــه پېښږي چـــــې هنـــــر دې نـــــه وي
يا کــــه پــــه هر څــــه بانــدې پوه يې مګر
پـــــه لاس کې زور نلـــــرې زر دې نـــه وي
داسې تنـــــدی هـــــم پـــــه داغلــــــو ارزي
چــــــي خوښۍ نلــــري اختــر دې نــــه وي
يـــــو خـــــوږ ارمان لرو پـــــه زړو کې ربــه
چي نور جنګ نــه وي ستمګر دې نه وي
خاونــــده بــــــيا هـــغه وختونـــــــه غــواړو
پښتانـــــــــه يو کړه لـر او بـر دې نــــــه وي
------------------------------------------
سميع الدين افغانی
٤ - ٥ - ٢٠٠٩
وروستي