زموږد هيواد ملی ناورين له کوم وخت نه پيل شو .؟ او پايلې يې کومې دي.؟(دريمه برخه)

                                                                    
                                                                      
نظيف الله نهضت
 
 
 

  کله چی کارمل قدرت ته ورسيداو شوروی يرغلګر په حا لاتو مسلط شول.هغوی دح امين دملګرو خونړی تصفيه  په ګوند اودولت کې سرته ورسوله .هغوی يې ترور کړل، اعدام کړل، زندان ته واچول اوجبري مها جرت ته يې مجبور کړل.    او بيا.هغوی په افغانستان کی دڅو لسيزو  په جريان کی  دکی،جی،بی، پټ روزل شوي جواسيس دګوند او دولت په رهبرۍ کی کينول.دقدرت په دغه نوی جوړښت کې اسا سی رول هغه کړيو ته ورکړل شوی.چې په افغانستان کې ې ديوه قوم بر ضد دنوروقومونو .
تحريکول.او دهيواد په وروڼو قومونوکې دکرکې خپرولو او دهيواد دتجزيې  لپاره کار کاوه..تفرقه واچوه او حکومت وکړه.هغه سيا ست وه چې شورويانود هغې لپا ره کار کاوه.
دا دروسی امپراطوری پخوانۍ سترا  تژي وه چې هغوی د افغانستان لپاره درلوده خو داشغال نه وروسته کله چې شورويانو وليدل چې دهغوی ګوداګی کارمل دافغا نستان په اړه دخپل نفوذ په اړه هغوی ته درواغ ويلي وه .او دا چې هغه نه يواځی په خلکوکې محبوبيت نه لري بلکې دخلکو کرکه اونفرت دهغه پرضد ورځ په ورځ زياتيږی.
او دافغانانو ملی قيام دهغه او شوروی اشغال پر ضد  قوت اخلی .نو دهغوی سره دا فکر پيدا شو چې کچېری هغوی دماتې سره مخ شي .نوپه دغه حا لت کې هغوی پايد افغانستان په شمال اوجنوب تقسيم کړی.جنوب تخليه او بمبارد  کړی اوشمال د خپل استخباراتی کنترول لاندی وساتی.او دافغانستان په شمال کې په ځان پوری ټړلی ګوندونه دقومی کرکې په اساس  جوړ کړی.اونور قومونه .ديوه قوم پر ضد تحريک کړی.
کوم کار چې همدا اوس هم روان دی.شورويان دافغانستان داشغال نه وروسته  د پر له پسی ماتی او.دزياتو کړاونو سره مخ شول .دوی علاوه ددينه چې دخلکو دملی قيام سره مخا مخ وه.په خپله په شوروی کې هم هغوی دخلکو او حاکم ګوند  دغړو سخت  عکسلعمل سره هم مواجه شول .هغوی د شوروی خلکوته ويلی وه چې افغانستان ته یی دامريکا دامپر ياليزم نه نجات ورکړيدی .او دافغانانوسره یی انتر ناسيو نالستی مرسته کړيده. او افغانان دهغوی نه استقبال کوی.خو دهغوی رسمی درواغ ورځ په ورځ افشا کيدل.ځکه دشوروی عسکرو جنازی هره ورځ روانی وی.
دا حالت ددی باعث شو چې دشوروی دکمونست ګوند په داخل کې اختلافات ريات شي  کوند په سياسی ډلو وویشل شي .اوپه داخل کې ګوندد  جدی سياسی ټکرونو په ميدان بدل شي .
.به دغه ګوند کې داخلی مبارزه ددی عامل شو چې دګوند رهبری په کامل ډول تغیر وکړی.او په کال 1985. کې میخايل ګور با چوف دموکرات او اصلاح طلب د چېر ننکوارتجاعی بنيادګر ځای ونيسی .اودشوروی ګوندی او دولتی قدرت په لاس کې واخلی.د ګوربا چوف لومړی کار دافغانستان جګړی ته خاتمه ورکول او دشوروی قواو ايستل وه ځکه
دغی جګړی دشوروی ملا ما ته کړی او اقتصادیی تباه کړی وه ا و همدا رنګه په جګړه کې هغوی زيات انسانی تلفات  ځغملی وه. ګور با چوف - کارمل او دهغه دکار تيم مسکوته ور وغوښت .او هغوی ته یی وويل .چې شوروی اتحاد نور خپلی لښکری دافغانستان نه باسی .ايا تاسی دمستقلی دفاع توان لری .کارمل ددغه وړانديز سره په کلکه مخالفت کوی. ځکه کارمل دقواو په وتلوسره په قصر کې دشان او شوکت ژوند
عیش او نوش چې ددواړو ملتونو دوينو د بهيدو په قيمت یی په نصیب شوی وه دلاسه ور کاوه.دکارمل همدامخلفت ددی باعث شو چې شورويان دهغه دځای ناستی په باره کې فکر وکړی.اودهغه دلری کولو کار ته شدت ورکړی.هغه وخت دګوند اودولت په رهبری کې داکتر نجیب يواځنی شخصيت وه چې شورويانو په هغه تکيه کولای شوه.نجیب شورويانوته اطمينان ورکړ چې افغان اردو کولای شي په مستقل دول دافغان حاکميت نه دفاع وکړی..بلاخره نجیب په 1985 کې دکارمل ځای نيسی .دکارمل ډله دهغه برضد تحريکات پيل کوی. نجیب کوشش وکړ ګوند اودولت  او اردوته دسره سازمان ورکړی او هغه تقويه کړی. غیر ګونديان ددولت په اداره کې شريک کړی هغه دګوند دوهمه کنګره دایروی لويه جرګه جوړوی اوپارلمانی نظام اعلانوی او دمخا لفينو نه غواړی چې دملی مصا لحی پروګرام کې شريک شي. خودا ټول دمخالفينو لخوارديږی ځکه مخالفين مستقل ګوندونه نه وه هغوی هم دپردو په لاس جوړ شوي استخباراتی ګوندونه وه.دبلې خوا ګاونډيو او روسانو دافغانستان تجزيه او ټوټه ټوټه کيدل غوښتل نه دافغانانو لپاره مستقل هيواد سره لدی چې ظا هرادغو هيوادونو دافغانستان لپاره ديوه مستقل او قوی دولت غوښتنه کوله.خو دپردې شاته بل پروګرام روان وه اوهغه دافغانستان کامله تباهی اواسارت ټوټه ټوټه  کول  او دګاونډيو هيوادولخوا استخباراتي اشغال  وه  ګا ونډيو هيوادو هم په شمال او هم په جنوب کې قوی استخبلراتی ډلی درلودی چې داسلامی مجاهدينو په نقاب کې یی ځان پټ کړيوه  .په شمال کې شمالی ټلواله په جنوب کې په پاکستان کې جوړ شوی اسلامی تنظيمونه وه چې دافغانستان دکاملی تبا هی لپاره روزل شوی .په وسلو او پيسو سنبال شويوه .چې دملګرو ملتونو پروګرام نا کام .او افغانستان دبی خاونده مال په شان په خپل منځ کې تقسيم کړی. بلاخره  .په 1989 دفروری په  15 نيته کې شوروی قواوی دافغانستان نه وځی  تول هيوادونه فکر کوی چې نجیب به په دوه يا دری مياشتو کې سقوط وکړی خو دا حکومت په سختو شرایطو کې 4 کا له دوام کوی بلاخره روسان دخپل استخباراتی حاکميت لپاره دافغانستان دتجزیی پلان جوړوی او بيا . رو سان  دنجیب نه غواړی چې دشمالی تلوالی سره قدرت تقسيم کړی چې  دی کار  په شمال او جنوب باندی دهيواد دتقسيم معنی درلوده. نجیب دا پیشنهاد منی خوهغه نه عملی کوی ځکه هغه دملګرو ملتو پرو ګرام ته متعهد وی.داموضوع ددی باعث کيږی چې  روسان دنجیب نه مخ واړوی .او دهغه دځای ناستی په فکر کې شي  جمعيت اسلامی او شورای نظار چې دشوروی تجاوز دپيل نه دکې، جی ، بی ،سره پټه رابطه درلوده .خپله رابطه دشوروی سره علنی کوی او ربانی شوروی ته رسمی سفر کوی اوهلته دهغه نه دافغانستان دجمهورريس په حیث استقبال کيږی ځکه په هغه باندی دکمونست ټاپه نه وی مجاهدين په همدی دليل چوپ پاتی کيږی دا سفر هغه وخت کيږی  چې نجیب برحال جمهورريس وی .دا ځل زوړ ګيدړ کارمل دوباره دنجیب پرضد داستخباراتی جګړی ميدان ته داخليږی اودشما لی تل والی په جوړولو کې دخپل نظامی ګروپ نه ګټه اخلی او دشورای نظار او جمعيت اسلامی .دستميانود ډلو سره دروسی استخبا راتو په مرسته او امکاناتو دنجیب پر ضد دکودتا آما د  ه ګی نيسی شورای نظار دکا رمل ډلی په مخ داسلام نقاب ږدی  هغوی سره همکاری کوی خو دهغو دپروګرام لپاره اصلی مشکل.په ګوند او دو لت کې د خلقيانو موجوديت وی .  ددغه مانع دلريکولو لپاره لا زمه ليدل کيږی چې خلقيان دسياسی قدرت دمرکزی هستی نه لری او تصفيه شي.ددی لباره بايد زمينه مساعده شويوای .روسی استخبارات فیصله کوی.چې دنجیب او خلقيانو ترمنځ چې په اردو کې قوی نفوذ لری ټکر ته سازمان ورکړی .هغوی په ډیر مهارت دداکتر نجیب او شهنواز تنی ترمنځ تکر ته سازمان ورکوی ځکه دهری خوا له منځه تګ دبلی خوا په ضعفت  تماميږی .او ضعيف اړخ  که وغواړی يا ونه غواړی دکارمل ډلی او روسا نوته رجوع کوی او احتياج دی .په دغه تکرکې چې په 1368    تر سره شو .ګوند اودولت دکارمل او دافغانستان دتجزیی دمخا لفينونه تصفيه شو .او نجیب ددغی کاميابی وروسته ځان دکاملی ماتی سره مخ وينی اودکارمل ددلی په محا صره کې واقع کيږی ..نجیب بيا  مجبوريږی چې په ګوند کې دکارمل مخالفين یعنی دامين د وخت دګوند او دولت رهبری چې په  27-12-1979 کې دشوروی په لاس دهيوا داشغال نه وروسته زندان ته اچول شوی وه .   دزندان نه خوشي کړی دح امين په نامه زندانيان په 3 ګرو پونوکې وویشل شول اوبيا په لويو وقفو کې يو په بل پسی  خوشي شول ځه په آخری ګروپ کې په 16- 03-1990 نیټه خوشي شوم .نجیب ددريم ګروپ سره  په خبروکې  چې ځه هم هلته حاضر وم وويل.چې کارمل تاسی بی موجبه زندان ته واچولی .هغه په افغانستان کې دشوروی یرغل او دټولو حوادثو مسول دی .هغه دافغانانو خوشحالی او سوکالی نشي ليدلی.هغه اوس هم خرابکاری ته دوام ورکوی .او ځمونږ دملی مصالحی پروګرام تخریب لپاره کار کوی.هغه غواړی چې افغانان  تل دجنګ په اور کې وسوځيږی.را ځی چې په شريکه په هيواد کې دملی مصالحی پروګرام عملی کړو.خبرو دوام وکړ.  :  ما هم په خپل نوبت هغه ته و  ويل .چې دملی مصا لحی پروګرام ډیر ښه پروګرام دی او بايد عملی شي. اما پداسی حال کې ، چې تول امکانات دګوند او دولت رهبری سياسی قدرت دکارمل دډلی په لاس کې دی څرنګه کيدای شي چې مونږ په تش لاس دهغه مقا بله وکړو. هغه وويل راځی ديته به مشترک کاروکړو.  هغه وخت دګوند او دولت رهبری عملا دکارمل اوستميانو په لاس کې وه .دنجیب  قدرت صرف ظا هری بڼه درلوده .هغه دداسی سړی حیثيت درلو چې ددشمن په شديدی محا صری کې دخپل مرګ شپی او ورځی شماری .هغه دامين په موقف کې واقع شويوه چې دشوروی حملی سره په داسی حال کې مخ وه چې نوری نړی هغه دشوروی حملی ته يواځی پری ایخی وه . نجیب هم په کامل ډول پوهيده چې کارمل دهغه نه انتقام اخلی .اما نه په داخل اونه په خارج کې داسی قوت موجود وه چې دهغه نه دفاع وکړی ځکه دشمن دهغه په لاس دهغه ملا ماته کړيوه.  په ګوند او دولت کې دخلقيانو موجوديت دکارمل په مقا بل کې  يو توازن را منځ ته کړيوه .چې هغه نجیب ختم کړيوه او نور موجود نه وه  .سره لدی چې دنجیب دملی مصالحی پروګرام په مخ روان و او دملګرو ملتو پرو ګرام سره په هم غږی کې وه.خو دکارمل ډله دروسی استخباراتو په امر دنجیب په ضد کودتا اوپه شمال کې دهيواد دتجزیی لپاره درو سانو دپلان دعملی کولو لپاره کار ته شدت ورکړ.
سره لدی چې دروسانو اوبيا دایران داستخباراتو کارپه شريکه روان وه.خو دا کارونه پټ وه .او په ظاهری صحنه کې
کارملی او ستمی جنرالان په شمال کې.په حرکت راغلل . ددی لپاره چې دنجیب دسقوط سيا سی استخباراتی لوبه چې دروسی استخباراتو لخوا دکارمل ددلی په لاس عملی شوه .ښه روښانه شي لازمه ده چې دهغه وخت حا لات شرح شي.
په اکثر دولتونو کې د کا بينی او رسمی ار ګانونو نه علاوه چې ظا هری او تشريفاتی رول لری.دسياسی قدرت داسی
هسته مو جوده وی چې هر څه دکنترول لاندی لری .د نجیب د سقوط په وخت دقدرت اصلی هسته دکارمل او روسی استخباراتو په واک کې وه.مثلا : محمود بريالی، سلطان علی کشتمند ،فريد مزدک،کاويانی، نور احمد نور، وکيل دخارجه چارو وزیر.فاروق یعقوبی دملی امنيت وزیر چې د نجیب طرفدار وه هغه کودتا چيانوداسی په مرموز ډول وواژه چې تر اوسه دهغه مرګ ځان وژنه بلل کيږی .حال داچې هغه دکودتا دمانع په حیث په مرګ محکوم شويوه.  اودهغه سره جنرال باقی هم ووژل شو خو دهغه مرګ ځکه خودکشي ونه بلل شوه چې عامه ذهنيت ته دهغه مرګ د تبصری وړ نه وه..په نظاميانوکې.جنرال آصف دلاور لوی درستيز،جنرال سيد اعظم سعيد دګارد قو ماندان،جنرال نبی عظيمی .
دمرکزی قول اوردو قوماندان.جنرال فتاح دهوای او مدافع هوای قواو قوماندان.نورالحق علومی .عبدالحق علومی
جنرال دوستم.جنرال جعفر نادری.جنرال مومن اونور.دا ټول د نجیب پر ضد په دسيسه کې شامل وه.خوظاهرا ټولوغو ښتل چې نجیب ته دا ثا بطه کړی چې هغوی نجیب ته وفاداردی. خو صرف دسياسی مثايلو په اړه خپل ملحوظات لری .کله چې په شمال کې جنرالان ياغی شول .هغوی نجیب ته ويل چې ته داشرارو سره مصا لحه کوی اوجنرال دوستم او نورو سره چې ستا خپل جنرالان دی مصا لحه نه کوی او  ډیر کم امتياز نشي ورکولای دا واضح خبره وه چې  دشمال جنرا لانوته واک ورکول په داسی حالت کې چې دجمعيت اسلامی .شورای نظار  .او وحدت اسلامی سره یی تعهدات درلودل عملا دنجیب پرضد دکودتا دپيل معنی در لوده.چې دشمال نه کابل ته دراتلو په حا لت کې وه چې دملګرو ملتونو پلان یی خنثی کاوه او روسی کودتا یی کاميا بوله .سره لدی چې نجیب  په دغه کرکجنی لوبی پوهيده خودی مجبوروه چې دخپلو دشمنانو دپلان مطابق د مرګ په لور حرکت وکړی.هغه ټول هغه جريا نات چې دده دسقوط وروسته به واقع شي په وار وار دتلويزيون دلاری خلکوته تشریح کول هغه ويل چې ځموږ ملی حاکميت به ختم شي دافغانانووينه به دپردو په لاس تویيږی هيواد به تباه شي او داسی نور .هغه کوشش وکړ تر څو دکود تاچيانو وجدان راویښ کړی .خوکار مل اونورو کودتا چيانوته صرف شخصی ګټی اودنجیب نه دانتقام اخستل مهم وه هغوی ته ملی ګټی مهمی نه وی.
دکودتا  په وروستنيو مرا حلوکې.هغوی دنجیب سره بله لوبه پيل کړه .کله چې جنرال دوستم او نور يا غی کيدل هغوی حالت داسی راوست چې نجیب نوی تيم د جنرال جمعه اڅک سره مزار ته وليږی چې ددغو جنرا لانو نه واک واخلی او شمال کنترول کړی .کله چې اڅک ددوستم سره په ټکر کې راځی
شمالی تلواله چې په مخفی ډول  دروس او ایران دجا سوسی شبکو لخوا جوړه شويوی دجهادی تنظيمونو سره په همغږی کې  . قوی تبلیغات کوی چې نجیب فاشيست دی اودی دنورو قومونو پرضد خپل را ليږل شوی تيم استعما لوی .دا تبلیغات دومره شدت اخلی چې حتی دوطن ګون په داخل کې دتلوالی په دفاع کې تبلیغاتوته سازمان ور کول کيږی.کودتا چيان نجیب مجبوروی چې جنرال نبی عظيمی ديا غی جنرا لانو سره خبرو لپاره وليږی .دعظيمی هدف ددوستم.نادری. مومن.دفعا ليتونو تنظيم دی. هغه مزارته په رسيدلو سره .دټلوالی ټول مخالفين بیرته کابل ته ليږی او شمال  دمرکزی دولت دکنترول نه وځی .هغوی نور دنجیب هدايت ته ضورت نه لری .دوستم دکابل او هوای ډګردکنترول لپارقوتونه ليږی.چې دنجیب دخارجيدو مخه ونيسی .وکيل دخارجه چارو وزیر دنجیب پرضد علنی موقف نيسی.دنجیب پر ضد دکودتا دتکميليدو په حال کې وی.د توافقاتو په اساس کله چې نجیب استعفاکوی.ملګری ملتونه بايد هغه په امن سره دافغانستان نه وباسی.نجیب داستغفا وروسته.هوای ډګرته ځی چې
دملګرو ملتو په الوتکه کې پل هيوادته لاړ شي د 1992 کال داپريل په 16 کله چې هغه دکابل هوای ډګرته رسيږی هلته دملګرو ملتو الوتکه تياره وی .خوميدان دکودتا چيانو په کنترول کې وی.هغوی جنرال عظيمی دمرکزی قول اردو قوماندان سره تماس نيسی او هغه ددوی دمعطلولو امر ورکوی .نجیب پوهيږی چې نوره لوبه ختمه ده هغه دهوای ډګر نه مستقيم دملګرو ملتونو دفتر ته ځی او هلته سياسی پناه اخلی.دکارمل کودتا دروسانو او ایران په مرسته کاميا بيږی.  چې بيا هغې ته داسلامی دولت نوم ورکړ شو..
آيا د1371 کال دثور په 8 اسلامی انقلاب کامياب شو که روسی کودتا.؟
جواب. -  په واقعيت کې دا اسلامی انقلاب نه وه .دا روسی کودتاوه. دا دروسی تزارانو دارمان دعملی کولو لپاره
يوه وسيله وه چې غوښتل ی دافغانستان شمال په کنترول کې ولری.روسانو داځل خپل بری دنورو هيوادونو سره شريک کړ.او دایران نه علاوه هغوی خپل ښکار د باکستان . عربی هيوادونو او نورو سره تقسيم کړ.هغوی مجبور وه چې دا کار وکړی.کچېری هغوی دا کار نه وای کړای. هغوی په دغه دولت باندی داسلامی دولت نوم نشو ایخودلای.
---  دبلی خوا کچېری داپه شوروی یرغلګرو باندی .دمجاهدينو دبری ورځ وی .هغه هم داورځ نده هغه د1989 کال دفروری 15 نيته ده چې پدغه ورځ شوروی قواو دافغان مجاهدينو دقربانی او ملی قيام په نتیجه کې ماته وکړه او دافغانستان نه دهغوی وروستی سرتیری دحیرتانو دبندر دلاری ووت.اوس کچېری دجهاد دبری او افغان شهيدانو ددرناوی ورځ لمانځل کېږی هغه دفروری 15 مه نیټه ده .چې دغه دولت چې ځان ته دمجاهدينو دولت وایی هغه دنظرنه وغورزوله.د مجاهدينو اصلی افتخار دشوروی قواو ماته اود افغانستان نه وتل وه .نه دهغوی دقواو دوتلو نه وروسته.
ددروسانود بيا حاکم کيدلو لپاره دهغوی استخباراتی حاکميت تامين .چې همد   اوس روان دی. او دهغوی نه علاوه نور هيوادونه هم پکې شامل شويدی او هيواد خپيل واک نلری نوځکه 8 دثور توره او داسارت ورځ ده.نه دافتخار او آزادی.