د ۱۳۵۷ کال د حوت په مياشت کې د هرات د اوه لسمې فرقې په ګارنيزيون کې د ايران د جاسوسانو نظامی بلوا،د تورن اسمعيل رول او د بلوا پايلې

سياسی حالات : د ۱۹۷۸ کال په دوهمه نيمايي کې د شوروی کا جې بې د شديدې لاس وهنې په نتيجه کې د افغان حاکميت په داخل کې سياسی کړکيچ او ستر برخوردونه روان ؤ. دليل داوه چې شورويانو غوښتل چې د هغوی ګوډاګئ کارمل په حاکميت کې لمړئ او ټاکونکئ مقام ولری او همدارنګه د ستم ملی ډلو ته په حکومت کې مهمه برخه ورکړل شی. خو د حکومت له خوا دا غوښتنې رد شوی. په مقابل کې شوروی کا، جې، بې د پردې شاته د کارمل ډلې، د ستم ملی ډلو او نورو په لاس ناکامې کودتاګانې، فتنې، ترور او بلواګانې پيل کړې. په همدغو مياشتو کې د کارمل، کشتمند او شريکانو کودتا ناکامه شوه. کارمل چې په ټولو فتنو کې شريک ؤ، د شوروی د فشار له امله د سفير په نامه وايستل شو او بيا مسکو ته ورسول شو. فتنو دوام وکړ. حکومت عکس العمل وښود. کارملی داړه ماران، کشتمند او شريکان يې زندان ته واچول شول. بيا د ستم ملی د تروريستانو له خوا د امريکا سفير «دابس» ووژل شو. د ستم ملی مشران هم چې دکارمل او کشتمند په شان د کا جی بی جاسوسان وه، د خپلو فتنو او امنيت ضد اعمالو په نتيجه کې د افغان حکومت تر ضربې لاندې واقع شوی وه . شوروی ته دا حالت د تحمل وړ نه ؤ، ځکه چې حتی د «پاچا» او «داؤد» په وخت کې د هغوی له جاسوسانو سره داسې شديد چلند نه ؤ شوی. شورويانو خپل سياسی هنر په کار واچاوه. ظاهرا يې له دولت سره د دوستۍ لاپې وهلې، خو د پردې شاته يې د افغان حاکميت پرضدخپلو فتنو، کودتاګانو اونظامی بلوا ګانو ته په کا، جې، بې، پورې تړلو عناصرو په لاس چې د حکومت يوه برخه وه او يا ترې بهر واقع ؤ، دوام ورکړ. د بلې خوا د ايران له اسلامی حکومت سره مناسبات کړکيچن شول. د ايران حکومت په افغانستان کې د شعيه ډلو له پاره د زيات سياسی فعاليت او ځواک غوښتنه کوله چې افغان حکومت هغه نه شوای منلای. دا ټکی ددې سبب شول چې د ايران او شوروی جاسوسی شبکې د افغان دولت پرضد خپلې هڅې شريکې کړی، چې يوه پايله يې په هرات کې د حوت د مياشتې بلوا وه. دا د يادونې وړده چې د تاريخ په اوږدو کې تل په هرات باندې د ايران له خوا حملې شوې دی. پر هرات باندې د بلوا د جوړولو له لارې د مسلط کېدلو پلان ډير پخوا د ايران د «ساواک» له خوا جوړ شوی ؤ. د ايران د اسلامی انقلاب وروسته هغوی ددې پلان د عملی کولو له پاره مهمه روحی او روانی وسله تر لاسه کړه، چې د شعيه اسلام د عقايدو څخه د هرات په نيولو کې استفاده کول ؤ. دا قوی وسله په کامل ډول د افغانی حاکميت پرضد وکارول شوه او اوس هم ايران د خپل نفوذ د ساتلو په خاطر له مذهب او ژبې څخه ګټه اخلی.   د بلوا پلان: د هرات په پيښه کې د شوروی او ايران پلان داسې جوړ شوی ؤ چې د ايران نظامی متخصصين، افسران، شعيه ملايان او نور بلواکوونکی په افغانی جامو کې د ايران له سرحد نه تر ښار پورې په لاره کې د غوريان، زنده جان، ګذره او انجيل ولسواليو ته سقوط ورکړی او ځان د هرات ښار ته ورسوي . د بلې خوا د ۱۷ مې فرقې په ګارنيزيون کې د ايران د جاسوسانو کودتا کاميابه او هغوی د فرقی کنترول ترلاسه کړی. د پلان مطابق به د فرقې قوماندان او افسران د فرقی واک (تورن اسمعيل)، د دافع هوا د بطريې د توپچی قوماندان او نورو ايرانی جواسيسو ته سپاری او پخپله به تښتی. بیا به تورن اسمعيل او شريکان يې فرقه ايرانی افسرانو ته په واک کې ورکوی او هغوی به زغره وال وسايط ، ټانکونه، توپونه او د فرقې ټولې وسلې د افغانی وطن فروشانو په مرسته پخپل کنترول کې نيسی او د شعيه ډلو او نورو اشرارو په همکارۍ به هرات، بادغيس، فراه او ټول غربی ولايات تر خپل کنترول لاندې راولی. په دغه حادثه کې د ايران برلاسی په افغان شعيه پیروانو باندې مطلق نفوذ او د قوماندې ورکولو توان او صلاحيت ؤ. د بلې خوا شوروی کا. جی. بی د هرات په ۱۷-مه فرقه کې کافی نفوذ او تاثير درلود. له همدې نفوذ څخه په استفادې سره شوروی کا، جی، بی او سرمشاور ، جنرا ل کاتوچوف: ايرانی جواسیسو ته د فرقې په تسليمولو کې خپل رول ادا کړ. ديادونې وړده چې د حادثې په ارتباط ډير دمخه په فرقه کې د بلوا د پيښېدو آوازې خپرې شوې وې، ځکه چې دا پلان د ساواک له خوا د مخه جوړ شوی ؤ.   د مرکزی حکومت کړنه: په کابل کې مرکزی حکومت له دې فتنې څخه د مخه خبر ؤ، خو هغوی د ۱۷- مې فرقې د قوماندان په خبرو پوره یقین درلود. د فرقې قوماندان په خټه ازبک ، هر ځل مرکز ته ويل چې دا د ملکی ادارې او ګونديانو بې ځايه تشويش دی. په هرات کې امنيتی وضعه د ۱۷- مې فرقی تر کامل کنترول لاندې ده. که چيرې د ايران له خوا دسيسه کيږی، د هغو مسئوليت د فرقې په غاړه دی، نه دې ملکی ادارې! د هرات اولسمه فرقه د پاچا په وخت کې د ايران د احتمالی يرغل په مقابل کې د هرات او غربی ولاياتو څخه د دفاع په خاطر جوړه شوې وه. نو ځکه د فرقی د قوماندان اطمينان مرکزی حکومت ته د باور وړ ؤ. همدا باور ؤ، چې شوروی کا، جی، بی، له هغې څخه سؤ استفاده وکړه ، مرکزی حکومت يې اغفال کړ او ۱۷ –مه فرقه یې د ايران په ګټه استعمال کړه. مرکزی حکومت هغه وخت له تريخ حقيقت سره مخامخ شو چې فرقی دپرديو جاسوسانو په لاس سقوط وکړ. د شوروی سرمشاور(جنرال کاتوچوف) چې په ټولو فتنو کې شامل ؤ، د ۱۷- مې فرقی څخه يې دوې هفتې تر مخه ټول نظامی مشاورين د هغوی له فاميلونو سره له هراته وايستل او پخپله د حادثې په پیل کې د شينډند هوايی ډګر ته ولاړ. لازمه خو داوه چې هغه ملکی مشاورين یې، چې د فابريکو متخصصين او انجينران ؤ، هم د هرات څخه ايستلی وای او يا حداقل هغوی ته يې اطلاع ورکړې وای چې ځانونه بچ کړی. خو هغه دا کار د کا، جی، بی، له پلان سره سم ونکړ. ځکه دا مشاورين چې ځينو يې د برژنيف پر ضد ښکاره خبرې کولې، د کا جی بی له خوا په وحشتناک مرګ محکوم شوی ؤ. د هغوی مرګ دا هم ښودل، چې ګواکی شورويان له حادثې څخه خبر نه وو. د کا، جی، بی پورې مربوطو ليکوالو د هغوی د مرګ څخه په ډیرو احساساتو يادونه کړې ده.   د بلوا پيل: ددغې سترې بلوا د مقابلې له پاره د هرات د ولايت والی، ګوندی او دولتی رهبرۍ د حادثې نه پخوا د کابل نه د مرستې غوښتنه کړې وه. خو دا غوښتنه د کابل له خوا د سيد مکرم سره په رابطه کې رد شوه. ځکه قوماندان په فرقه کې د هرډول دسیسې موجوديت نه مانه او دا يې د ملکی ادارې او ګونديانو بې ځايه تشويش ګاڼه. په داسې شرايطو کې بالآخره د هرات ګوندی او دولتی مشرتابه دې نتيجې ته ورسيده چې د ايرانی اشرارو د يرغل په مقابل کې له موجودو امکاناتو څخه استفاده وشی او دفاعی پلان جوړ شی. د پلان مطابق د ايران له سرحد څخه د هرات تر ښار پورې ټولې ولسوالۍ- غوريان، زنده جان، ګذره، انجيل بايد نوې وسلې ترلاسه کړی او کامل دفاعی تياری ونيسی. د ولايت مرکز ته دې د خپل جمتو والی اطمينان ورکړی. چې بيا همداسې وشول. ټولو ولسواليو د خپل دفاعی توان اطمينان ورکړ. صرف د زنده جان ولسوالی ښه دفاعی امکانات نه درلودل، نو ځکه هغه تخلیه شوه. د هرات په ښار کې د هرات د ښاريانو په مرسته د مخه دفاعی پلان جوړ شوی ؤ چې د قوماندې مرکز يې د څارندوی قوماندانی وه. د بلوا له پيل نه وروسته دغه مرکز ته د مرستې له پاره د کوماندو قطعات اول ورسيدل او بيا د مرستې له پاره پنځلس ټانکونه زغره وال قوت را ورسيد. د هرات دمهم او تاريخی ښار په دفاع کې د هرات وطن پالو قهرمانو خلکو، ګونديانو او د څارندوی افسرانو برخه واخیسته. حتی يو شوروی مشاور هم موجود نه ؤ. دا دفاع صرف په افغانی هوډ او افغانی مټو هغو وطنپالونکوفداکارو تر سره کړه، چې دوست او دښمن دواړوهغوی په تلفاتو کې شمارلی ؤ او فکر يې کاوه چې د هرات ښار له لاسه وتلی . د حوت په پنځه ويشتمه نېټه د ايران راډيو ګانې او تلويزيون اعلان وکړ، چې د هرات والی وژل شوی او د هرات ښار سقوط کړی دی. حال دا چې والی ژوندی او د هرات ښار د دولت په کامل کنترول کې ؤ. د ایران او روسيې د جاسوسی شبکو په تبليغاتی ليکنو کې معمولا داسې ښودل کيږی، چې ګويا په ناڅاپه ډول د حوت د مياشتې په څلورويشتمه خلکو - د هغوی په اصطلاح د کمونيستی نظام پر ضد قيام وکړ، هغه وټکول شو او په لسهاوو زره قيام کوونکی ووژل شول. دا ټول لوی ښکرور درواغ ؤ او دی. په پښتو کې يو متل دی چې وايی: (ترڅو چې رښتيا رسيږی، درواغو به کلی وران کړی وی!) . په تاءسف سره چې همداسې درواغ لا تر اوسه هم روان دی. په دغو تبليغاتو کې ټول مدرن تخنيک، انټرنيټی سايټونه، راديوګانې، تلويزيونونه، ژورناليستان، ليکوالان، اخبارونه او مجلې وکارول شول. هدف داوه چې د ايران جاسوس ، ملی خاين تورن اسمعيل په ستر مجاهد او امير اسمعيل خان بدل کړی. د هغه څخه شخصيت جوړ کړی او بيا د هغه په لاس زموږ د ګران هېواد افغانستان په ضد نورې دسيسې عملی کړی. چې همداسې وشول. د دغو ليکوالو او ژورناليستانو د ادعا پرخلاف د ایران له خوا دغې فتنې او یلغار پوره يوه مياشت دوام وکړ، نه يوه ورځ . د ۱۳۵۷ کال د حوت د مياشتې په پیل کې د ايران د مشهد او نورو سرحدی ښارونو په جوماتونو او هرات کې په يوه وخت د افغانی دولت پرضد د خمينی فتوا خپريږی، چې په هغې کې ليکل شوی وی چې د افغانستان کمونيستی حکومت نسکور او په ځای يې اسلامی حکومت جوړ کړی. دا په افغانی خاوره د ايرانی اشرارو د تعرض قومانده وه. سره له دې چې ايرانی شعيه ملايان نوی قدرت ته راغلی ؤ، خو هغوی ته د افغان حکومت پرضد د خلکو پارول او د فتوا صادرول کوم مشکل کار نه ؤ. د بل په خاوره تجاوز کول او مسئوليت يې نه منل صرف په همداسې حالاتو او ګډوډیو کې ممکن کار دی. . د ۱۳۵۷ کال د حوت په ۱۲ – مه يو شمیر وسله وال او بې وسلې ايرانی اشرار په افغانی جامه کې د چاريګ د سرحدی سيمې څخه افغانی خاورې ته په جوپو، جوپو داخليږی او د غوريان د ولسوالۍ په کليو کې خپريږی چې ځينې يې په موټرسايکل سپاره او په وړو ماشيندارو مجهز دی. هغوی هغه دهقانان چې له دولت سره همدردی لری، يا وژنی ، يا يې شکنجه کوی او يا یې له ځان سره په قطار کې تللو ته مجبوروی. ولسوال دا ګذارش د هرات والی ته ورکوی او والی دا ګذارش کابل ته ورکوی. کابل له ۱۷ – مې فرقې سره تماس نيسی. د فرقې قوماندان بيرته کابل ته اطمينان ورکوی چې حالات تر کنترول لاندې دی. د ۱۳۵۷ کال د حوت د مياشتې په ۱۸- مه نېټه ايرانی اشرار د غوريانو د ولسوالۍ په مرکز باندې حمله کوی. ولسوال او والی د فرقې څخه کمک غواړی. فرقه بياهم مرسته نه کوی، خو د فرقې قوماندان کابل ته اطمينان ورکوی چې حالات تر کنترول لاندی دی. ايرانی اشرار نه شی کولای چې د غوريان ولسوالی مرکز ته سقوط ورکړی، ځکه هغوی قوی دفاعی تیاری درلود. ايرانی اشرار بيا د زنده جان ولسوالۍ ته ځان رسوی. خو هغه د مخه د دولت له خوا تخليه شوې وی، ځکه د دفاع امکان يې نه درلودل. د ۱۳۵۷ کال د حوت په ۱۹- مه نېټه هغوی د ګذرې او انجيل په ولسواليو، چې د هرات ښار په څنګ کې واقع دی، په وار ، وار حملې کوی، خو افغان مدافعين په کلکه له خپلې خاورې څخه دفاع کوی. په پای کې د ۱۳۵۷ کال د حوت په ۲۴- مه نېټه ايرانی اشرار د هرات پر شار اصلی برید پيل کوی. هغوی د پل مالان د لارې ښارته په جګړه داخليږی او ځان کارته او کولاب ته چې د هرات د شعيه مذهب د پیروانو اصلی ځايونه دی رسوی. دوی همدا ځايونه د هرات پر ښار باندې د حملو له پاره د پايګاه په ډول استعمالوی. د هرات ښاريان، د ښار اتل مدافعين، د څارندی قواوو او نورو افسرانو سره په مشترک ډول د ايرانی اشرارو په مقابل کې د هرات د ښار نه دفاع کوی. يرغلګر بيا په دولتی ودانيو او افغانستان بانک په څانګه باندې په دې نيت حمله کوی، چې افغانۍ لوټ کړی ، خو د ښار د مدافعينو په رسيدلو سره هغوی پرشا کيږی. ايرانی اشرار د لوټ تالان او قتل او قتال وروسته ماته کوی او د شپې په رسيدلو سره دانه، دانه کيږی او هرې خواته خپريږی. د هغوی یرغل له ماتې او ناکامۍ سره مخامخ کيږی او د هرات ښار آرام حالت ته داخليږی. خو اضطراب موجود وی. سيد مکرم د شينډند هوايی ډګر ته تښتېدلی قوماندان د هرات والی ته تلفون کوی او ورته وايی چې د ښار څخه ووزی، ځکه ښار سقوط کړی او هغه به بمبارد شی. والی د قوماندان دا غوښتنه ردوی او ورته وايی چې فرقې دې سقوط کړی، نه ښار. د شوروی د کا، جی، بی پلان داسې وه، چې د هرات ملکی او نظامی مسئولين د ولايت څخه ووځی او هرات ايرانی اشرارو ته پريږدی. په داسې حالاتو کې انسانی تلفات زياتېدل او پانيک حالت رامنځته کيده چې د وضعيت د دقيقې محاسبې او منطقی تصميم د نيولو توان يې له منځه ووړ. دا په حادثه کې د شورويانو د رول بل ثبوت دی. که نه نو د فرقې قوماندان او نور افسران ددې پرځای چې شينډنډ ته وتښتی، د هرات د ښار له مدافعينو سره بايد يوځای شوی وای. هلته تلفونی رابطه موجوده او هرې خواته د خبرو امکانات ؤ. د ۲۴- د حوت نه راوروسته هره ورځ د کابل نه مقامات د هرات له وال سره تلفونی رابطه ساتی، ځکه په کابل کې هم کی، جی، بی داسې تبليغاتی وحشت جوړ کړی ؤ، چې ګويا نيم افغانستان له لاسه تللی دی. دفاعی وزارت خانې هره ورځ د هرات له والی نه د حالاتو دقيق ګذارش غواړی. بالآخره کابل اطمينان مومی چې صرف ۱۷- مې فرقې سقوط کړی او نور د هرات ولايت د حکومت تر کنترول لاندې دی. په دې وخت کې جمهور رئیس (نورمحمد تره کی) د هرات د والی سره تماس نيسی او هغه ته وايی چې که چيرې ته د هرات له ښار څخه ووزې، ددې امکان شته چې غربی ولايات سقوط وکړی او د دغو ولاياتو بيانيول د ايران د نفوذ په موجوديت کې موږ ته زيات مشکلات جوړوی، نوځکه ستا موجوديت د هرات په ښار کې زموږ له پاره حياتی ارزش لری. هيله من يم چې هلته پاتې او خپل مقاومت ته دوام ورکړې. له دې ځای نه به هرډول مرسته له تاسې سره وشی. والی په ځواب کې اطمينان ورکوی چې دی او نور افغان وطنپالونکی به د افغانی خاورې دفاع کوی او د ژوند ترپايه به خپل مقاومت ته دوام ورکړی. دلته به بې ځايه نه وی که ياده شی چې د شوروی- افغان رهبرانو تر منځ د هرات په ارتباط د خبرو په اړه د روس تبليغاتی ماهرانو لخوا ډیرې ډرامې جوړې شوې او دريو روسی جنرالانو هم کتابونه ليکلی او د هرات په اړه يې تبليغاتی داستانونه خپاره کړی دی چې نن هم د روسی شبکو ليکوالان پر هغې تکيه کوی او په تکرار يې خپروی، چې حقيقت نه لری. حقيقت دادی چې هرات سقوط ونه کړ او له ځانه یې په مېړانه دفاع وکړه. يوازې فرقې سقوط وکړ. دا يو روښانه حقيقت دی چۍ صرف په حادثه کې موجود اشخاص د بلوا واقعی حالت بيانولای شی، نه په کابل او مسکو کې ناست کسان . د حوت د مياشتې د ۲۴ مې څخه تر ۲۷ مې نېټې پورې، په فرقه کې د قوماندان او نورو افسرانو تر تېښتې وروسته د بلواکوونکو ترمنځ د فرقې په مشرۍ باندې تشنج روان ؤ. بالآخره تورن اسمعيل ځان قوماندان کوی، خو هغه نشی کولای چې د فرقې قواوو ته د هرات د ښار په طرف حرکت ورکړی او د ايرانی اشرارو سره يوځای شی. دا حالت د ايران او شوروی د استخباراتو د ګډ کار د ناکامۍ پیل ؤ. ۱۷- مه فرقه په دوامدار ډول د شينډنډ د هوايی ډګر نه د الوتکو تر بمبارد لاندې وه. له فتنې څخه خارج افسران او سرتيری د فرقې نه د تېښتې په حال کې ؤ. کمکی قواوې د هرات ښار ته رسيږی او د څارندوی په قوماندانۍ کې خپل مرکز جوړوی. د هرات د مخابراتو رياست شپه او ورځ وطنپالونکی کار کوی. د هرات د ټولو اداری مراکزو رابطه د ولايت د مرکز او همدارنګه دولايت رابطه له کابل سره ساتی. کله چې ايرانی اشرار د هرات د ښار په نيولو کې ناکام شول او د فرقې له خوا هم ماءیوس شول، نو بيا هغوی په مختلفو ګروپونو وويشل شول او د هرات د ولايت دضعيفو نقاطو د پيدا کولو په لټه کې شول. دې فتنه ګرو بيا نور ضد انسانی جنايات وکړل. هغوی په ادرسکن ولسوالۍ حمله وکړه. ولسوال او ګوندی غړی يې قتل او ولسوالی یې لوټ کړه. همدارنګه هغوی بيا د اوبې په ولسوالۍ حمله وکړه، ولسوال او ګوندی غړی يې قتل او ولسوالی یې لوټ کړه. کله چې هغوی ته د نورو ولسواليو لوټول مشکل شول، نو د بادغيس د ولايت په لور يې حرکت وکړ. هلته يې د بادغيس والی (زين الدين احسان) قتل کړ او ولايت يې لوټ کړ، چې بيا دا ټول اداری مراکز بيرته د دولت له خوا تر کنترول لاندې راوستل شول. د شينډنډ هوايی ډګر د ۱۷- مې فرقې د بيانيولو له پاره د قوماندې مرکز او د کابل له خوا انځيرګل د دفاع وزارت د توپچی رئيس يې قوماندان وټاکل شو. له همدغه ځايه د حوت په ۲۹- مه نېټه د د فرقې د بيا نيولو له پاره د عملياتو قومانده ورکړل شوه. ټانکونو او د کوماندو قطعاتو د هوايی قواوو په حمايت په فرقې بريد وکړ. عمليات سهار پیل او د ماسپښين دوه بجې ختم شول. فرقه د دولت تر کنترول لاندې راغله. ايرانی ګوډاګيان او تورن اسمعيل ايران ته خپلو بادارانو ته وتښتېدل. حادثه ختمه شوه. افغان دولت په دې ارتباط رسمی اعلاميه خپره کړه. په هغې کې ويل شوی ؤ، چې د ايران څخه د څلورو زرو په شاوخوا کې یرغلګر په افغانی لباس کې هرات ته داخل شوی او د بلوا باعث وګرځېدل. په هرات کې د ايران قنسل په بلواکې د لاس لرلو په جرم د نامطلوب شخص په توګه وشړل شو. يوه ورځ وروسته د هرات والی تبديل او سيد مکرم او نور افسران بيرته پخپلو مقامونو وګمارل شول. د حادثې وروسته د افغان حکومت پرضدد هرات په اړه تبليغات دومره شديد شول، چې عامه ذهنيت ته يې د یرغلګرو په ګټه تغير ورکړ. حالات داسې راغلل چې افغانان د خپلې خاورې په دفاع کې مجرم وګڼل شی او ايران په افغانی خاوره باندې پخپل تجاوز افتخار وکړی. دا ټول د خرڅ شويو او غوليدليو ليکوالانو او ژورناليستانو کار وه، چې ډیر يې لا تر اوسه هم همدې کار ته دوام ورکوی. د هرات له حادثې څخه نه مياشتې وروسته د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په مياشت کې شوروی په افغانستان يرغل وکړ. جمهور رئيس (حفيظ الله امين) يې قتل کړ او نور ګوندی او دولتی رهبران يې ووژل، ترور يې کړل، اعدام يې کړل او پاتې يې زندان ته واچول، چې ما هم له لسو کالو نو څخه زيات زندان تير کړ. د شوروی ګوډاګی (کارمل) حاکم کړای شو او افغانی ملی حاکميت ختم شو. د هرات د بلوا په ارتباط زما دوه کتابونه په پښتو، کال ۲۰۰۶، د «پرديو فتنې او تيری» او په دری، کال ۲۰۰۴ «آشوب بيګانګان» په نومونو خپاره شوی دی. د زياتو معلوماتو له پاره کېدای شی دغو کتابو ته مراجعه وشی. همدا اوس د هرات د حادثې په هکله په خاص ډول د دوی له خوا د انسانی تلفاتو په شمير کې چې حتی د عراق د دواړو جنګونو څخه څو ځلې زيات دی، لوی درواغ ويل، د سياسی ډرامو جوړول او په تکرار خپرول په دې هدف کيږی چې د ايران مستقيم تجاوز د هرات د خلکو په قيام بدل ، له ايرانی جاسوسانو څخه شخصيتونه جوړ او د ايران نفوذ دايمی کړی. روس او ايران زموږ په هېواد کې د پردې تر شا شريک سياسی ګوندونه او مافيايی ډلې لری، چې اوس يې عملا د ټول سياسی نظام کنترول په لاس کې دی او د دغو تبليغاتو سازمان ورکوونکی دی. هغوی د هرات د قيام تر نامه لاندې د ايران جاسوس – تورن اسمعيل- او د هغه د ملی خيانت د شريکانو ستاينه کوی. د هغو شهيدانو په ضد چې د افغانی خاورې په دفاع کې يې خپل سرونه قربان کړل، بد او رد وايی. داسې يوه ستاينه، د ايران د تجاوز نه دفاع او د ايران د سياسی نفوذ د استحکام له پاره د کار کولو معنی لری او دا پخپله يو ملی خيانت دی. د دغو تبليغاتو مانا دا نه ده چې دوی په افغانانو زړه سوی لری، بلکې هدف دادی چې د تيرو اته ويشتو کلونو نه بيا تر اوسه د دوی په لاس د ميليونونو افغانانو وژل، ټپی کول، معيوبول او روان ملی ناورين څخه توجه بلې خواته شی او دوی خپلو جناياتو ته د عالی رتبه محترمو اشخاصو په مقام کې دوام ورکړی. د بلوا پايلې: په هره حادثه باندې بايد د هغو د پايلو پر اساس قضاوت وشی. د تورن اسمعيل زيانکاره کارونه تر اوسه دوام لری او ايران په افغانستان کې د فتنو په کولو برلاسی لری. د هغوی جواسيس او همکاران اوس زرهاووته رسيږی او په پيسو او وسلو سنبال دی. ايران د خپلو جواسيسو په لاس حوادث رامنځته کوی او د هغې نه د خپلو ليکوالانو او ژورناليستانو په قلم د ځان په ګټه تحليل او تفسير جوړوی او په همدې وسيله عامه ذهنيت ته د ځان په ګټه تغير ورکوی، نو ځکه لازمه ده، د تورن اسمعيل افغان دښمنه اعمالو ته په وروستيو کلونو کې اشاره وشی. د نړۍ په مستقلو هېوادونو کې که چيرې د اردو يو افسر د بل هېواد په ګټه بغاوت وکړی ، د ملی خاين په نامه اعداميږی.. همدا اوس که چېرې د ایران د اردو افسر د افغانستان په ګټه بغاوت وکړی، په دې کې شک نشته چې هغوی به يې د ملی خاين په نامه اعدام کړی. خو تورن اسمعيل ايران ته د تيښتې وروسته د ايران د حکومت د ادارې لاندې د جمعيت اسلامی نظامی او سياسی پايګاه جوړوی او ځان په جهادی شخصيت بدلوی. د مجاهدينو په وخت د هرات د والی يا امير په حيث مقرریږی. د هغه ضد افغانی جناياتو ته په دغه دوره کې پام نه کيږی. خو کله چې ۲۰۰۱ کال نه وروسته بيا د هرات د والی په حيث ټاکل کيږی، د هغه جنايات د بشر د حقوقو د سازمانونو له خوا ثبت کيږی. زه دلته يوازې د هغې يوې وړې برخې ته اشاره کوم چې په لاندې انټرنيټی آدرس کې موجوده ده: http://hrw.org/reports/2002/afghan3   اسمعيل د هرات له ولايت څخه د پښتنو د شړلو دا کرغيړن اعمال تر سره کړی دی: (پښتو ژباړه) ((- د کهسان ولسوالۍ د قلعه سردار په کلی کې د پښتنو اڅکزی قبيله ژوند کوی. د دوی د کرځمکې د يوې لويې ويالې په وسيله اوبه کېدې. دغه وياله د تورن اسمعيل د ډاکه مارانو له خوا خرابه کړای شوه. ددې کار په نتيجه کې د کلی اوسیدونکو له کلی نه کډه وکړه، ځکه د هغوی ځمکې وچې شوې. - د اځکزی او نورزی قبيلې چې د غوريانو د ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د رې شپې او ورځې د هغه تر حملې، تجاوز او محاصرې لاندې واقع شول. په دغه موده کې د هغوی ټولې پيسې او ګاڼې لوټ شوې. خلک پخپلو کورونو کې ووهل شول، په ښځو يې تجاوز وشو او زيات تعداد ځوانان له ويرې نه وتښتېدل، چې بيا هيڅ وخت د جنګسالارانو له ويرې نه بيرته خپلو کورونو ته ستانه نه شول. - د ګلران ولسوالی په کامل ډول پښتانه دی چې په هغې کې اڅکزی، ساکزی او علی زی قبيلې ژوند کوی. دغه درې قبيلې په مالی لحاظ له نورو قبيلو نه قوی دی. په هرات کې ډير خلک په دې عقيده دی چې جنګسالار اسمعيل خان د هغوی له اتحاد او مالی نفو‌ څخه په وېره کې ؤ. ددې له پاره چې د هغوی يووالی او قوت له منځه يوسی، په هغوی باندې يې غټې ماليې حواله کړی.)) اسمعيل خان د ۲۰۰۴ کال د می په مياشت کې د يوه ياغی والی په توګه د مرکزی حکومت له اوامرو څخه د نه اطاعت، د پښتنو پرضد د تحريکاتو پر کولو، د هرات د ګمرک د عایداتو د غلا کولو، چې په ميليونونو ډالره کېدل، او نورو جرايمو له کبله د خپلې دندې نه لرې کړای شو. په همدغه مهال د دغو حوادثو په ارتباط يوه خاصه راديويی خپرونه د يوې مشهورې راديو له خوا جوړه شوه، چې ټيپ يې زما سره موجود دی. په دغه خپرونه کې د کابينې يوه وزير د ده د لرې کولو د دلايلو په جمله کې وويل: که چيرې تورن اسمعيل د خپلې دندې نه نه وای لرې شوای، هغه د هرات ولايت له افغانستانه جلا کاوه. ددې خبر په اوريدلو سره ټول وطنپال افغانان منتظر ؤ چې اوس به تورن اسمعيل د ملی خيانت په جرم محاکمه او په شديده جزا محکوم شی، خو برعکس د هغه رتبه نوره هم لوړه شوه او د وزير په چوکۍ کښېنول شو. اوس د افغانستان پر ضد د ايران د دسیسو په ارتباط نوی حقايق را برسيره شوی دی. ښاغلی (جميل بامی) په تهران کې افغانی پخوانی ديپلومات په افغان – جرمن انټرنيټ سايټ کې په (۲۰۰۷،۱۱،۱۰) نېټه د ايران د خطرناکو پلانونو په ارتباط داسې ليکلی دی: (پښتو ژباړه): ((د ايران شوم پلانونه انوری له سره پيل کړل... ددې پلانونو د عملی کولو له پاره لمړی له تورن اسمعيل څخه استفاده وشوه... او اوس دا پلانونه د ايران پيژندل شوی جاسوس اوسنی والی، ښاغلی انوری، له خوا په هرات او بادغيس کې عملی کيږی. زه له ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۸۷ کال پورې په تهران کې د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت دوهم سکر تر وم. خوشبختانه د يو تعداد افغانانو سره د خپلې دندې په ارتباط په تماس کې وم چې د آخوندی رژيم د يوه شوم او خطرناک پلان څخه د خپل هېواد –افغانستان- په اړه خبر شوم. بيا مې د همدې پلان په اړه د سفارت مسئولينو او عبدالوکيل خارجه وزير ته داسې وليکل: د ايران استخباراتی دستګاه د ښاغلی رفسنجانی، قطبزاده او شريعت مداری د نظر لاندې د شاه د وخت د پلانونو په تجديد کولو(چې د هغه وخت په استخباراتی دستګاه «ساواک» کې جوړ شوی وه) په نظر کې لری چې د هرات، فراه، نيمروز، غور او بادغيس ولايتونه د هغو افغانانو جهادی مشرانو چې د حزب وحدت برخې تشکيلوی، محلی متنفذين، د هزاره قوم مشرانو او د وخت د رژیم د دولتی ارګان ښاغلو سلطان علی کشتمند، په تهران کې مقيم شارزدافر اسد الله کشتمند، عوض نبی زاده، ښاغلی سرابی... په وسيله تجزيه کړی. د دغو ولاياتو د تجزيی په خاطر اپراتيفی عمليات د «کرم ابريشم» تر مستعار نامه لاندې سرته ورسوی.   لمړۍ مرحله: په ظاهر کې د ايران څخه د ټولو هزاره قومونو جبری اخراج او د ايران سره په پولو کې په هرات، بادغيس، نيمروز، او فراه کې د هغوی استوګن کول او د ايران د استخباراتو په پيسو د هغوی ترتيب او تنظيمول، عاجل کورونه ورته جوړول، د څاګانو ايستل، د جوماتونو جوړول. په دغو ولاياتو کې خصوصاٌ د هزاره قوم له پاره تکيه خانې، شفاخانې، د کرهڼې او مالدارۍ فارمونه، مدرسې، ښوونځی او د وړو پوهنځيو جوړول. د مشهد ، تائبات، تهران او قم نه د ملايانو او ايرانی او افغانی امامانو ليږل او روزل. د ايران د رژیم په سبک د فرهنګی مرکزونو جوړول، د فارسی کتابونو تاليف او چاپول.   دوهمه مرحله: د هزاره قومونو د استوګن کولو وروسته د دغو نويو استوګن شويوهزاره ګانو پرضد د ځايی اوسیدونکو تحريکول، چې د هغوی له ميشت کېدو سره قوی مخالفت وکړی او په دې ډول د قومی مليشې او مذهبی ګروپونو پیدا کول او بيا د ځايی اوسیدونکو سره د مقابلې له پاره په ايرانی وسلو باندې د هزاره ګانو وسله وال کول. د امنيتی فضا خرابول او اختلافاتو ته شدت ورکول تر هغه ځايه پورې چې هره خوا بله قتل عام کړی. ددې ټولو نه وروسته هزاره ملاامامان بايد مجبور کړل شی چې د ايرانی مطبوعاتو په وسيله داسې اعلان وکړی ، چې «موږ تير وخت کې د ايران يوه برخه ؤ او اوس دوباره له ايران سره د يوځای کيدو غوښتونکی يو» دغه ملا امامان د بيا دغه کړکيچ په داسې تبليغاتی جګړه بدل کړی، چې بيا د ايران او افغانستان په رسمی مناقشې بدل کړای شی.. ددې ټولو نه وروسته به د ايران دولت خپله ارضی ادعا له ايران سره د افغانستان د دغو ناآرامو سيمو د الحاق په ارتباط وړاندې کړی. ګويا دا چې له ايران سره په سرحد کې اوسیدونکی خلک غواړی د ايران سره يوځای شی. ښاغلی بامی ليکی: اوس د 500000 په تعداد د ایران سره په سرحدی ليکه ... د هرات په نورو ځايو او بادغيس کې استوګن شوی دی، چې د ايران د استخباراتو له خوا هغوی ته په سرعت کورونه، مکتبونه، مدرسې، روغتون او مقدس مذهبی ځايونه جوړيږی او دا ټول خلک د ايران له خوا په سپکو وسلو، کلاشينکوف وسله وال کيږی. اوس انوری په هرات کې د ايران له خوا کرکجن پلان عملی کوی. همدارنګه د ايران د استخباراتو ډير زيات افراد چې خپل وجدان يې خرڅ کړی دی او مات قلمونه لری، په مطبوعاتو، پارلمان، وزارت خانو کې د مقام او قدرت نه برخمن دی. .. هغوی د ايران سره د يوځای کيدو آواز پورته کوی... لکه د لوی خراسان جوړېدل، موږ افغانان نه يو، افغانستانی يو، پښتانه د يهودو له نسل څخه دی، موږ د ايران د نسل څخه يو، د احمد خان ملتانی په لاس جدا شوی يو... چې دا ټول... د بويناکو سايټونو له خوا خپريږی. همدا اوس د ايرا سفارت خانې د دغو نشراتو او افرادو تمويل کوونکی دی.)) همدا رنګه د افغان – جرمن په انټرنيټ سايټ کې په (۲۰۰۸،۰۱،۲۱) ليکوال ښاغلی حامد شينډنډی داسې ليکی: ((ايران په هرات او سويلی ولاياتو تل پر هغو کسانوپانګونه کړې ده چې د ايران او شعيه مذهب د ګټو په خوندی کولو کې اغيزناک تماميږی. د بن په کنفرانس کې د مصطفی کاظمی،سید حسين انوری، محمد محقق، خليلی او نورو د برخې اخيستنې تر شا په مستقيمه توګه په ملګرو ملتو کې د ايران د استازی لاس ؤ. دغه لاس په منځمهاله، لڼډمهاله او اوسنۍ اداره کې د ايران پلوو کسانو د ونډې غوښتنه کړې ده. ... که اسمعيل خان اوس په هرات کې نشته، ځایناستی يې تر هغه د ايران ګټې ښې او اغيزناکې خوندی کوی... د سنی او شعيه مذهبی جګړو سرچينه د هرات د والی په توګه د سيد حسين انوری ټاکل کيدل وه. انوری همدا چې د ولايت په چوکۍ کښیناست، شعيه هزاره ته يې د هرات ولايت د تذکرو ويشل پیل کړل او په څو اونيو کې يې (۷۰۰۰) تنو ته تذکرې وويشلې. دغه شعيه مذهبه وګړی له بيلا بيلو سيمو هرات ته کډوال شوی وه او يا پخپله د انوری په غوښتنه هلته تللی وه. دې مسئلې په هرات کې قوی مذهبې شخړوته پکی وواهه او ان کرزی اړ شو چې پخپله هرات ته ولاړ شی او له هراتيانو پرته نورو کسانو ته د تذکرې د ويش چارې بندې کړی، خو دا لړۍ بيا هم تر اوسه روانه ده. ... انوری د خپلو فاشيستی او ايران نوکرو پاليسيو په رڼا کې د اسلام کلا په شاوخوا او له ايران سره په سرحدی ښارګوټی اسحاق سليمان کې ټولې ځمکې پر هزاره ګانو وويشلې او د هرات د سیاوشان سيمې دولتی ځمکې او د ښار مهم ښارګوټی يې پخپلو همفکرانو او شعيه هزاره ګانو ويشلې دی. ... د کورنيو جګړو پر مهال د ايران او هزاره توکم ګوندونو د مشرانو په فکرونو کې څو مهمې نقشې وی. يوه نقشه داوه چې د کابل لويديز او په بهسودو کې د هزاره جاتو ترمنځ يوه ارتباطی لاره ټينګه کړی... دغه نقشې دمګړۍ د حامد کرزی د دولت د بې توحهۍ له امله پلې شوې...ايران به نور دغه ارتباطی لاره د يوې ستراتيژیکې لارې په توګه وکاروی. ... په بلخ کې د مزارشريف د شاوخوا ځمکو اصلی پيرونکی پخوانی شعيه جهادی قوماندانان دی. د حزب وحدت هڅه پر حيرتانو کنترول دی او نن تر ډيره په هغه سيمه کې شعيه هزاره وګړی پراته دی. په هرات کې د جبرئيل، سيد قنات کلا او حاجی سيمو ټولې ځمکې شعيه هزاره وګړو اخيستی او لړۍ يې تر اسلام کلا پورې رسيدلې... له ايران سره د سيد حسين انوری د ميليونونو ډالرو سوداګری او د ګمرکو پرعايداتو خېټه اچولې... د لوی څارنوال عبدالجبار ثابت د څرګنونو پر بنسټ، انوری د دغو سوداګريو يوه افغانی ماليه هم نه ورکوی. په دوبۍ، جرمنی او نورو هېوادونو کې د افغانستان پرملکيتونو د مصطفی کاظمی اوخيو او د سيد حسين انوری د تره زامنو خېټه اچولې... همدا اوس له ایران سره د ګاز او نورو توکو د واردولو ټول تړونونه د سید حسين انوری له خوا ترسره کيږی... د جامعې په نامه د سيد حسين انوری خپرونه په خلاص زړه د پښتون سپکاوی کوی. نه يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخه نيسی او نه څوک د نيوکو جرئت لری. انوری کوچيان وحشی ځناور او ... بولی ، خو که د ده په قوم او پاليسيو «اراده» څه وليکی، تر کرزی او نړيوالې ټولنې پورې ټول عالم پرې غږوی... هغه څه چې ايران په افغانستان کې په کلونو کلونو جګړو کې تر لاسه نکړای شوای، اوس يې په ساده او آسانه تر لاسه کوی.)) که چېرې دې ټولو حقايقو او اسنادوته وکتل شی، په ښکاره به دا ثابته شی چې ايران او نورو هېوادونو زموږ د وطن د تباهۍ له پاره خطرناکه پلانونه عملی کړی دی. ليدل کيږی چې د دغو ټولو خارجی دسيسو په مقابل کې چې د مذهب او ژبې تر نامه لاندې روانې دی، افغانان د واحد افغانستان د ساتلو له پاره نه منظم سياسی تشکيلات لری، نه کوم دولتی ارګان چې د دغو لوی ناورین سره مقابله وکړی، نه داسې يو قوی ګوند چې قربانی ورکړی او ټول افغانان په هغې باور ولری او د هېواد دملی ګټو دفاع وکړای شی. تېرو شپږو کالونو وښوده، هغه دولتی تشکيلات چې د افغان دولت تر نامه لاندې موجود دی، په حقيقت کې د دغې دسيسې د عملی کولو له پاره يو سرپوښ دی چې خلک ويده وساتی او تر شايې کرغيړن پلانونه تکميل کړی. ظاهرا خلک حکومتی تشکيلات، کابينه، پارلمان او نور ګوری او فکر کوی چې هرڅه سم دی. حال داچې محتوا کې بل څه روان دی، یعنې شکل افغانی او محتوی ضد افغانی ده چې نتيجه به یې ملی فاجعه وی. که چيرې شاوخواته وګورو، د افغانستان نه په دفاع کې لوی قوت صرف خاموش اکثريت دی چې د افغانانو د دشمنانو له خوا تر نظامی او اقتصادی دايمی تهديد لاندې واقع شوی او ترې هرڅه اخيستل شوی دی. که چېرې دا خاموش اکثريت يو ځل بيا په حرکت راشی، نو بيا به دا ټول د پردو نوکران د څه کولو توان ونه لری. دا کار د هغو افغان روشنفکرانو په لاس کېدای شی، چې صرف افغانستان او افغان ته تعهد ولری. افغان وطنپالونکو ته لازمه ده چې ټول سياسی نظريات او ايديالوژی ګانې همدې هدف ته استخدام کړی. دا وطنپالونکی که په مستقل ډول شخصيتونه وی او يا په کوم ګوند يا حلقې يا تشکل پورې اړه و لری، بايد خپل ټول امکانات په منفرد يا جمعی ډول د ګران افغانستان دفاع ته وقف کړی. د افغانانو د هېواد ارضی تماميت، برم او افتخار او واحد هېواد د ساتلو په خاطر لاسونه سره ورکړی. داسې يو حرکت بايد د يوې داسې جبهې شکل پیدا کړی، چې غړی يې يوبل ته د خپلو نظرياتو په بيان کې آزاد وی او متقابل احترام ولری. د داسې جبهې لارښوونه بايد جمعی وی او هر څوک د خپل سياسی تکتيک په انتخاب کې د مشترک هدف له پاره د عمل او نظر آزادی ولری. کيدای شی ددې هدف له پاره سياسی کړۍ د يو بل سره په ارتباط کې نه وی او هر يو په مستقل ډول حرکت وکړی، خو په پای کې د هغوی د حرکت دوام پخپله د مشابه کړيو د نږدې والی سبب ګرځی او په واحد غورځنګ د بدلېدو امکان پیدا کوی. اوس دا يو روښانه حقيقت دی چې که چيرې نن افغانان را ويښ نه شی، سبا به ناوخته وی. ځکه اوسنۍ نسبی آرامی د يوه بل طوفان د راتلو د مخه خاموشی ده.