
ازادي تر با شاهیه لا تیری کا چې د بل تر حکم لاندې شي، زندان شي (خوشال خان خټک) نه کلونه د غلام په غلامۍ کې نه ساعت د ازادۍ که ځنکدن وي (غني خان) |
دې کې شک نشته چې موږ افغانان د نړۍ تر ټولو ازادي خوښوونکي خلک یو او د خپلواکۍ لپاره مو تر هر ملت زیاتې قربانۍ ورکړې دي. د انګریز هغه امپراطوري مو ماته کړه چې په خاوره یې لمر نه ډوبیده، خو په ډیره لویه بیه. په درې جنګونو کې مو درې ځل نظامونه ړنګ شول او لدې سره هم انګریز زموږ د واحد بدن په نیمولو داسې سزا راکړه چې تر اوسه مو له بدنه وینې څاڅي.
روس مو هم مات کړ. ۱۵ اسیایي او څو اروپایي هیوادونه یې هم له ګیډې راووتل او د جرمني په شان بیل شوي ملکونه بیرته سره یو ځای شول، خو بیا هم په ډیره لویه بیه. یو نیم میلیون شهیدان، درې میلیونه ټپیان، د نیم نفوس مهاجر کیدل، د اتیا فیصده ابادۍ ورانیدل او ۴۰۰ بیلیونه اقتصادي تاوان. لدې سره هم روس په کورنۍ جګړه کې د ښکیلتیا سزا راکړه چې تر اوسه روانه ده. بله بدمرغي لا دا چې امریکایان یې د چارلي ویلسون، پاکستانیان یې د جنرال اختر او سعودیان یې د ترکی الفیصل توره بولي، حال داچې دغه ټول د افغانستان د سرحد څو کیلو مترۍ ته هم ندي راغلي، څه لوژستیکي مرسته به یې کړې وي. جرمنیانو ته دې خدای ورکړي له موږ څخه نه بلکې د ګورباچوف څخه مننه وکړه.
افغانان به بیا هم د ازادي لپاره جنګیږي، ځکه همدغه یې فطرت دی،او دا زما خبره نده، د ارسطو خبره ده چې سکندر ته یې د هغه د لیک په ځواب کې کړې وه. د نړۍ عمومي قانون دی؛ څوک چې یو شی غواړي، تر لاسه کوي یې. موږ تل ازادي غوښتې، ځکه مو تر لاسه کړې ده.
اوس چې دوستانو او دښمنانو ته وایو چې له موږ سره یوه په عدالت ولاړه راشه درشه وکړئ، نو وایي: نه تاسو کې د امپراطوریو د جوړیدو او د نورو امپراطوریو د خښولو پوټنشیل موجود دی او باید کمزوري شئ.رښتیا چې که له یوه بنده دې ازادوي، په بل کې دې نښلوي:
له دامه که دې خلاص کړم په قفس کې دې ایسار کړم صیاده ما خو څو ډوله زندان لیدلی دی. (الفت)
انسان باید تل ازادي وغواړي ځکه لومړی حق ژوند دی، دوهم ازادي، دریم ملکیت او څلورم د دغو درې واړو دفاع ده. که ټول انسانان ازادي وغواړي، ټول به ازاد شي. او که څوک وغواړي چې ازادي یې متداومه وي، ماشومان دې د ازادۍ په روحیه وروزي. انسان ظلم منلو ته ندی پیدا شوی، مرګ تر ظلم منلو اسانه مجبوري ده، ازادي د سیاسي واک تر ټولو لوړه څوکه ده.
خپله ازادي او حقوق ساتل او غوښتل د نورو د حقوقو او ازادۍ د منلو په چوکاټ کې جواز لري او ځکه افغانان باید هر چا ته ډاډ ورکړي چې د نورو د حقوقو او ازادۍ همدومره درناوی کوي، لکه له نورو چې توقع کوي.
د هر نسل د ازادۍ مفهوم له بل نسل سره توپیر کوي او یوه نسبي مسئله کیدای شي. هغه ازادي چې زموږ میړنیو نیکونو موږ ته ګټلې ده، موږ یې قدر کوو خو موږ د خپل نسل د تقاضاوو له مخې موږ نوو ازادیو ته هم ضرورت لرو او باید دغه ازادۍ پخپله واخلو. د فکر ازادي، د بیان ازادي، د پوهې او پوهاوي ازادي، د مسلک ازادي، د تعلیم ازادي، او اقتصادي ازادي.
له اقتصادي ازادۍ پرته چې د پوهې، مهارت، تکنالوژۍ او تدبیر په زور اخیستل کیږي او په تدبیر او سیاست ساتل کیږي، بل ډول ازادي دوام نه کوي. موږ پوهیږو چې ازادي اخیستل کیږي ، ورکول کیږي نه. خو د خپلې موجودې ازادۍ په چوکاټ کې باید د داسې ازادۍ لپاره کار وکړو چې دوام وکړی شي. باید له نړۍ سره داسې جوړ شو چې دوی مو خپلې ازادۍ ته ګواښ ونه ګڼي.
مهمه او وروستنۍ خبره داده چې موږ ازادي اخیستې نده، بلکې ساتلې مو ده. یعنې کله مو د چا غلامي نده منلي، بلکې د تیري مقابله مو کړې او په بې سارې قربانیو مو خپله ازادي ساتلې ده. دا اصطلاح باید اصلاح شي.