
پیژندنه : ویټامین ډی یو مهم غذایي توکی دی چې لوی، واړه، نر او ښخې ټول ورته شدیده اړتیا لري. نوی ټکان ورکوونکی خبر دادی چې په افغانستان کې ۹۵.۵٪ ښځې او ۸۱٪ ماشومان د دې حیاتي مادې له کمښت سره مخ دي. دا هیښونکی خبر د افغانستان د تغذیې ملي سروی رابرسیره کړ چې په ۲۰۱۳ کې تر سره او راپور یې څو ورځې مخکې خپور شو.(که دا لیکنه زما تر معمولو لیکنو یو مخ اوږده هم ده، خو د حیاتي ارزښت له امله یې ولولئ).
اهمیت :ویټامین ډی د هډوکو د پوخوالي او قوت لپاره اساسي ارزښت لري. د بدن د مقاومت، ښه دماغي صحت، د ناروغیو درغیدلو، د عمر د اوږدیدو، د التهاب (پړسوب) د کمښت او له مزمنو ناروغیو په خلاصیدو کې برخه اخلي. ویټامین ډي ځکه هډوکي قوي کوي، چې له کولمو څخه وینې ته د کلسیوم او فاسفیت جذب او په وینه کې یې معینه اندازه ممکنوي او له دغو مادو د هډوکو اصلي برخه جوړیږي.
د کمښت زیانونه :که ویټامین ډی په بدن کې کم وي، نو ډیرې ستونزې رامنځته کوي : په ماشومانو کې د ریکټ ناروغي منځته راوړي چې د ماشومانو د هډوکو د کمزورۍ او بد شکلیو سبب کیږي. په میرمنو کې د اوستیو ملاسیا (Osteomalacia)سبب کیږي چې هډوکي پکې نرم او کمزوري وي. په لوړ عمر کې اوستیو پوروز (osteoporosis) رامنځ ته کوي چې هډوکي وراسته او له منځه سوري کیږي او د ماتیدو خطر یې ریاتیږي. همدا راز د ویټامین ډی کمښت د الزهایمر ناروغۍخطر دوه چنده کوي. د حافظې د کمروزۍ، د شکرې ناروغۍ، د زړه او رګونو د ناروغیو، مخکې له مرګه مړینو، د کولمو، سینې او پروستات سرطانونو، عصبي ـ عضلي دردونو، اوتو امیون ناروغیو(داسې نارغۍ چې د بدن حجرې د خپل ځان په وړاندې جګړه پيلوي)، اوتیزم، انفلوینزا، ملټیپل سکلیروزز(multiple sclerosis)او ځینو نورو ناروغیو سبب کیږي او یا دغو ناروغیو ته زمینه جوړوي.
د دې برعکس د لمر وړانګې او ویټامین ډی د دغو پورته حالاتو مخنیوی کوي. همداراز د خوب کیفیت ښه کوي، د پسوریازز ناروغۍ له رغیدو سره مرسته کوي او ژور خفګان له منځه وړي.
د ستونزې وسعت :د ویټامین ډی کمښت یوازې په افغانستان کې ستونزه نده. په ځینو نورو ملکونو کې هم دغه ستونزه شته او یا مخکې موجوده وه. زموږ په جنوبي ګاونډیانو هند، بنګله دیش او پاکستان کې دغه ستونزه ستره ده، خو په شمالي ګاونډيو کې یو څه کمه ده. په غربي هیوادو کې د شلمې پیړۍ په لومړیو کې اتیا سلنه ماشوماند دې ویټامین په کمښت اخته وو، خو اوس دغه ستونزه کنترول شوي ده. البته د هډوکو نرمښت اوس هم د امریکا په ۴۰ میلونه ښځو کې شته.
ولې لا دا ستونزه دومره پراخه ده؟په اوسنۍ زمانه کې چې کاري مصروفیتونه بیخي زیات شوي،نو فزیکي فعالیت او له لمر سره تماس تر ډیره حده کم شوی دی، چې د ویټامین ډي په فعالیدو منفي اغیزه لري. هغه څوک چې ویټامین ډي لرونکي خواړه نه خوري، د معدې او کولمو ناروغۍ لري یا یې عملیاتونه کړي وي، هم د دې ویټامین له کمښټ سره مخ دي. افغان میرمنې زیاتره په کورونو کې د لمر له وړانګو لیرې اوسیږي، که بهر ته هم وځي، نو ځان په لباسوو کې ډیر پيچي، نو ځکه تر ټولو ډیرې د ویټامین ډي له کمښت سره مخ دي. ډیر ډیر کوچني ماشومان او زاړه خلک هم لدې امله چې زیاتره په کورونو کې وي، د ویټامین ډي له کمښت سره مخامخ دي. امیندوارې او شیدې ورکوونکې میندې، تورپوستکي، چاغ خلک، نوي بالغان او له لمر څخه نور لیرې خلک هم په دې ډله کې شامل دي.
حل لاره : اوس دا پوښتنه ذهن ته راځي چې د دومره لویې ستونزې حل څه شی دی؟
- د ویټامین ډي تر ټولو ښه او بې لګښته منبع د لمر وړانګې دي. د افغانستان لمر پوره اولترا ویلیټ(ultraviolet) وړانګې لري چې د بدن په پوستکي کې ویټامین ډی فعالوي. په کابل کې د هوا د ککړوالی له امله تشویش موجود و، چې دوړې او خاورې به دغه وړانګې ځمکې ته راپریږدي که نه؟ خو علمي څیړنو چې د ټکنالوژۍ په مرسته تر سره شوې ثابته کړې ده چې په کابل کې د لمر وړانګې د ویټامین د جوړولو لپاره کافي دي. لمر ته د مخامخ کیدوبهترین وخت د سهار د نهو او یوولس بجو تر منځ وخت دی. که د بدن یوه ځانګړې برخه لکه لاسونه او پښې لمر ته هره ورځ لږ تر لږه ۱۵ دقیقې مخامخ شي، د بدن د اړتیا وړ ویټامین ډي به فعال شي. لمر ته مخ او سترګې مه مخامخوئ، ځکه د بدن نازک غړي او پوستکی له لمر سره د زیات تماس په صورت کې تخریبیدای شي. لمر ته په مخامخ کیدو کې د پوستکي رنګ هم رول لري، د نازکه او سپين پوستکي لرونکي دې د کم وخت لپاره او د تور او ډبل پوستکي لرونکي دې نسبتاً د زیات وخت لپاره لمر ته خپل جلد مخامخ کړي.
د لمر سره د تماس د دومره ډیرو ګټو په څنګ کې پدې پوهیدل هم ضرور دي چې له حده ډیر وخت او ډیر سوزند لمر ته دوامدار مخامخیدل د نازکو پوستکو د تخریب سبب کیږي (چې میکروبي کیدو ته مساعدیږي)، همدا راز د پوستکي د سرطانونو، د پوستکي د غونجوالي، د سترګو د ناروغیو او په څیره کې د زړښت د نښو د راپیدا کیدو سبب کیږي. نو لمر حیاتي ارزښت لري، خو په اندازه!
- د ویټامین ډي تابلیتونه او کپسولونه هم شته چې د ډاکتر په مشوره باید واخیستل شي.
- له خوړو څخه ویټامین ډی اخیستل ضرور دي، په هګیو، شیدو، مستو، حبوباتو، نارنج، ماهی او دماهي په غوړو، ځیګر او بحري خوړو کې ویټامین ډي په یوه اندازه شته، خو په هر صورت باید د لمر شعاع هیره نشي ځکه یوازې د له خوړو څخه ویټامین ډي اخیستل کافی ندی.. په غني شوو خوړو کې ویټامین ډي تر نورو خوړو زیات دی. په امریکا او کاناډا کې ټول ضروري خواړه خصوصاً د خوراک غوړي په ویټامین ډی غني کیږي.
ویټامین ډي او د عمر اوږدوالی : ځینو څیړنو ښودلې ده چې د ویټامین ډي متوازنه اندازه د بدن په حجرو کې ځینې جوړښتونه پیاوړي کوي چې د اوږده عمر سبب کیږي خو دا مسئله په پوره ډول نده ثبوت شوې. د پنځوس هغو څیړنو له بیا کتنې چې په کوچران ډیټابیس کې ثبت شوي دي، دا څرګنده شوې ده چې د ویټامین ډی پوره اندازه د مخکې له وخته مړینو په کمښت کې رول لري، چې دا هم د عمر د زیاتوالي سره مرسته شمیرل کیدای شي. ځینو څیړنو ښودلې ده چې ویټامین ډي د بدن په حجرو کې د تیلومیر په نوم د یو جوړښت له پیاوړتیا او اوږدیدو سره مرسته کوي. که تیلومیر اوږد وي، د عمر د اوږدوالي او سرطان له مخنیوي سره مرسته کوي.