په زابل کی به پر دوه زره دوه سوه کورنیو خوراکي توکی وویشل شي

 
په زابل کی به پر دوه زره دوه سوه کورنیو خوراکي توکی وویشل شي، ددې ولایت دکار او ټولنیزو چاروریاست چارواکي وايي یاده مرسته دنړیوال غذایی پروګرام په مرسته ددې ولایت دسلګونو اړواو بی وزلو کورنیو سره پیل شوي او د دوی دالړۍ به دمرکز کلات په ګډون ټولو ولسوالیو ته وغځول شي.
ددې ولایت دکاراو ټولنیزو چارورئیس محمدرسول عزیز درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي یاده مرسته دنړیوال غذايي پروګرام او اسلامیک ریلیف په مرسته دکاراوټولنیزوچاروریاست په چوکاټ کي  دمرکز کلات په ګډون په ښارصفا ، شاجوي ، او میزانه ولسوالیو کي پر دوه زره دوه سوه بې وزلو اواړو کورنیو باندي وویشل شي.

ښاغلی عزیز وايي پدې مرسته کي غنم ، غوړي ، دال او مالکه شامل دي او دهغه په خبره دمرستو ویشلو دالړۍ به ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې وغځوي.
پرهمدې مهال یوشمېر بې وزله او اړ کسان ددې مرستي دویشلو څخه خوښ بریښي خو ددولت څخه غوښتنه کوي چي دمرستي ویشنې دالړۍ دي جاري وساتي ځکه دهغوی په وینا داوزګارتیا له کبله ډیری خلګ اوس دې ته اړکړي چي ددولت څخه دخوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وغواړي.
په زابل ولایت کي دامرسته پداسي حال کې پربې وزلو کورنیو ویشل کیږي چي دیوخوا څخه دنړیوالو په وتلو سره ورځ تربلې خلګ وزګاریږي او بل لورته مرکزي دولت هم ددې ولایت سره دمرستو په برخه کي دمور او میرې چلند کوي.