
که څه هم له یو اړخه زمونږ ګران او ورور هیواد پاکستان د افغانستان امنیت پسې تیره تبر را اخیستی چې د امنیت دا زړه او د پاڼ پر ژۍ ولاړه ونه له بیخه سره له ریښو اوباسي، له بل پلوه زمونږ بل ورور ګاونډي هیواد ایران هم خپل غاښونه داسې تیره کړي چې دې ته په نږدې سرحدي ولایتونو کې په خاصه توګه په لویدیځ ولایت هرات کې يې د ترور او سړي تښتوونکو پیښې زیاتې کړې دي.
د ریپوټونو پر اساس په نوموړي ولایت کې په تیرو دوو میاشتو کې د سړي تښتوونکو پیښې دومره زیاتې شوې دي چې آن د خلکو عادي ګرځیدل یې هم ناممکن کړي دي. په دغه موده کې ۲۳ تنه د نامسوله وسله والو لخوا تښتول شوي چې د ځايي خلکو په وینا دوه یې وژل شوي، ځینې يې د ډالرو په بدل کې خوشې او ځینې نور لا اوس هم د تښتوونکو په منګولو کې دي.
دې دوو قصابو هیوادونو (پاکستان او ایران) خو زمونږ له هډونو غوښه په پسه چاړه و تراشله، خو اوسمهال زمونږ بل ګران او ستراتیژیک ورور هیواد امریکا هم خپلې پایڅې را بډوهلې دي او زمونږ په ملي پروسه (ټاکنو) کې د لاسوهنې تر څنګ يې زمونږ په ملي پوځ هم ملنډې وهل شروع کړي دي.
امریکا چې د افغانستان سیاسي او امنیتي مجبور حالات ولیدل نو له موقع څخه يې ګټه پورته کړه او له ځان سره یې وویل چې (زیارت کې بنډاره ده خورې ته هم په کې راځه).
تیره ورځ یوې امریکایې خپرونې (نیویارک پوسټ) یو مضمون خپور کړ چې په کې د افغان امنیتي ځواکونو ۲۵ سلنې ته د دښمن خطاب شوی دی.
همداراز څه موده وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ هالبروګ هم د خیټالوجۍ له مخې وړاندوینه کړې وه چې د هر پښتون په کور کې یو طالب جنګیالی شتون لري.
دا چې د امریکايې چارواکو له دغه ډول بې بنسټه څرګندونو څخه هدف څه دی؟ دا څرګنده خبره ده:
دوي له یو اړخه غواړي چې په افغانستان کې د شته قومونو تر منځ د نفاق اور ته لمن ووهې او له بل اړخه غواړي چې د خپلو تیرو دیارلس کلنو کرغیړنو کړنو ته د اوړو پوزه کیږي. امریکا غواړي چې افغانان په خپلو منځونو کې سره بوخت وساتي تر څو ورته دا موقع په لاس ور نه شی چې له دوي سره د تیرو کړنو په اړه حساب کتاب وکړي. ځکه تیره ورځ د بښنې نړیوال سازمان هم اعلان وکړ چې په افغانستان کې نړیوال ځواکونه د ملکي تلفاتو په اړه حساب ورکولو ته چمتو نه دي.
په پاي کې دا وایم چې څښتن تعالی دې په افغانانو کې د سر یو داسې سړی هم را پیدا کړي چې په راتلونکې کې د ګاونډیانو او دهیواد د هر دښمن د هر ډول احتمالي لاسوهنو څخه د هیواد ساتنه وکړي او ورسره د تیرو کړنو حساب او کتاب هم وکړي.