شاشجاعګان

د غازی امان په کور کی اور بليږي
نابللي ميلمانه پکې اوسيږي
اتلان د زمانې شولوبې کوره
د احمد او غزنوي خونې ړنګيږي
بريډن وه اکبرخان وزير ويشتلی
اوس يې ځکه په  هنر بچي مړه کيږي
ارواحګانې دپلرو به يې لړ زيږي
څومره ډير شاشجاع ګان دلته نازل شول
څوک لويد يځ کې څوک ختيځ کې وي لمسيږي
د جهاد په نوم يې ووژل خپل وروڼه
دغوري او احمد خان شملې ټيټيږي
مجرمين او قاتلان را ميلمانه کړۍ
بې ننګانو ته درنې  ميندې ژړيږي
د ميلمه لمن کی اور دی دابيرون کړۍ
که سر واخلې ګاونډيان پکې سوزيږي
خپل وطن کې سړي مړه کړی تری راتښتی
دلته سپين کالي په ځان کړي نه شرميږي
زما د پلار نيکه جونګړه پکې وسوه
خدمتګار ځکه په دې وضع ژړيږي