
د هلمند د موسی کلا، نوزاد، سنګین، کجکي له ترینګلي حاله یو خبر هم میډیا ته لار نه لري. داجګړه ناتمامه او لا سخته شوې ده. د هلمند دا حوزه اته کاله د بریتانوي پوځیانو په ولکه کې وه، د یو تعامل او بیا د امنیتي واک د لېږد په ترڅ کې بریتانویان له یادو سیمو ووتل، خو هماغه مهال چې هیليکوپترو پوځیان ایستل سیمرغ موټرونو له نورو لارو طالبان ځای پرځای کول. له شپږ میاشتو خوبولي حالت وروسته سنګین د جنګ خونړی میدان شو.
په هلمند کې له طالبانو سره دبریتانوي پوځیانو خېښي او یارانه ډېرې کیسې لري، اساساً بریتانويان له هلمند څخه وتلو سره موافق نه وو.
د هلمند وروستۍ جګړه د بریتانویانو لپاره د تبلیغاتو کامیابه څپه وه، اوس ددغه هېواد ددفاع وزیر وايي، قوي امکان دی، چې دوی خپل زاړه ماموریت ته بېرته راوګرځي.
د کابل په یوه پوځي مکتب کې د امریکايي جنرال او څو نورو بهرنیو پوځیانو د ترور هنګامه بله هغه قضیه ده، چې سطحی کتنه یې له ځان غولولو پرته بله مانا نه لري. دغه ډول بریدونه په افغان امنيتي ځواک اعتماد له خاورو سره سموي- هغه اعتماد چې موږ افغانان یې فوق العاده تږي یو خو که بهرنیان په افغانستان کې خپل زاړه ماموریت ته له سره کتنه کوي، نو افغان امنیتي ځواک یوازینۍ کتله ده، چې بې ارزښته ګڼل شکمنول یې دوی دوه ګامه بیا رامخ ته کولای شي.
په ننګرهار، نورستان او کاپیسا کې د طالبانو د جبهیي حضور پراختیا، چریکي جګړې او د افغان ځواک مقاومت ننګول له بلې خوا، خو پردې ټولو سربیره د افغانستان د جنګ او دفاع په عنوان د بهرنۍ میډیا تبلیغاتي څپې چې زموږ روح او روان یې تر ګذارونو لاندې نیولی هغه بېلګې دي، چې ګمان کېږي، امریکا او متحدین یې په افغانستان کې خپل پوځی حضور له سره تازه کوي یعنې کورته لېږلي سربازان بیا راستنوي.
که ټاکنې د همدې اجندا قرباني کېدونکې وي، باید د دفاع لپاره یې له هیڅ اقدامه مخ وانه اړوو.