ورک مسافر

 
ملت څه وي؟ د یوې ټولنې خلک چې د نظام په سیوري کې له شریکو ګټو او تاوانونو سره اوسېږي او چې یو یې صدمه وویني،‌ ټول یې یوازې په غم غمجن نشي‌، مرستې ته یې ور ودانګي. که دا لنډکۍ خبره د ملتي جوړښت په هکله صدق کوي‌ نو موږ د انفرادي ګټو او تاوانونو  خلک یو نه ملت.
په شین ډنډ ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو د بمبارۍ په ترڅ کې ګڼ خلک ووژل شول، د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون چې مشرتابه یې قومي تمایلات لري، هغه موضوع عادي ‌وګڼله، خو چې په بامیانو کې یوه نجلۍ له کوره وتښتېده، په هماغو ورځو کې د بشري ‌حقونو کمیسیون ته د شینډنډ تر قتل عام ډېره مهمه شوه.
اوس د شین ډنډ خلک د ورکو شوو ۳۱ مسافرو په اړه هېڅ فکر نه کوي، ځکه د هغوی په اړه د نور افغانستان په خلکو کې همدردي نه وه. دې ته وايي په ځانونو کې اوسېدل یا انفرادي بحرانونه.
 
په اوسنیو شرايطو کې غزنی د افغانستان د قومي ترکیب متفاوته سیمه ده. په اندړو کې اته کاله طالبانو خلک د موچي ‌په تار حلالول، ښوونځي او کلنیکونه تړلي‌ او سړکونه ویجاړ وو. په ولایتي شورا کې ناست غیر پښتنو وکیلانو د غزني د نیمې بدنې په اړه فکر کاوه، ټولې مرستې او د انکشاف امتیازات جاغوریو ته تلل، وکیلانو ته یوازې اجرستان د ترحم وړ ښکارېده. د یاد چلند له کبله د اندړو خلک مجبور وو، ‌چې یوازې د خپلې سیمې په اړه فکر وکړي او هزاره میشتې سیمې د خپل بحران له غمه هېرې کړي.
اندړ راپاڅېدلي؛ له دریو کلونو راهیسې د خپلو کورنو او ښونځیو په بامونو پیرې کوي، ناامني تر اندړو محدوده پاتې نشوه، د ودان شوي‌ جاغوري ثبات ګواښي.
د نن جاغوري‌ که د جنت په څېر ښکلې وي، که ټول ځوانان یې لوستي وي او د تمدن ټولې ډېوې پکې بلې وي، خو چې د جاغوریو خلک په قره باغ ورتېر نشوای شي، نو خپل ایډیال وطن ته به مګر په الوتکو کې ځي.
د غزني په ولایتي‌ شورا او د افغانستان په ولسي جرګه کې ناست د جاغوریو غمخوارانو که هغه وخت د قره باغ او ټول غزني په اړه فکر کړی وای، نن به جاغوري نه پردي کېدل.
په وطن کې د افرادو او وړو سیمو په سطحه په نیکمرغیو او مصونیت فکر کول سبا نلري، بالاخره هغه وخت په ټولو سیمو راځي، چې ښکلې وي، خو یا محاصره یا له خلکو تشې وي.
 
کله چې په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د تجزیې ډنډوره توده شوه، د فکر خاوندانو خپل زړونه په دې ټکورول، چې د افغانستان پښتانه په فاریاب او هزاره په لښکرګاه کې اوسېږي، د بامیانو لاره له وردګو تېره ده او ګردیز له تاجکانو ډک دی. دې قومي بافت موږ ته د افغانستان د جغرافیايي حیات ډاډ راکاوه، خو له ازبک سره د پښتانه او له پښتانه سره د تاجک نه همدردي د ملک له سالمې بقا سره سره ملت ټوټه ټوټه کولای شو.
موږ د فرخندې د قتل دوسیه ځکه وګټلای شوه، چې خلک ورته پښتانه، هزاره ګان تاجکان نشول، انسانان شول- افغانان شول او بالاخره ملت شول. دولت یوازې ۲۴ ساعته وخت ته اړتیا ولرله، چې ۳۸ مجرمین ونیسي.
د افغانستان د جنوب او لودیځ د ناامنیو او طالباني فاجعې په اړه درد باید په فاریاب، تخار او بامیانو کې ژوندی وي، د دې سیمو خلک باید د ملک له نورو مصونو سیمو او د یو موټي ولس په لاس او روحیه وژغورل شي. متقابله روحیه هغه وخت ملي کېدای شي، چې موږ له ټولو دردمنو سره په یو غږ ژړلي وي‌ او یایې ننګې ته راودانګو.
 
ملت د دولت اړم دی، د قضایاوو په اړه د دولت بېغوري د ملت د متحد فشار په وسیله ماتېدای شي. زموږ هر یوه لپاره جالبه ده، چې په ۴۰ ورځو کې دولت د ورکو شوو مسافرو په اړه نه کره معلومات ورکولای شي او نه یې په دفاع پسې راوځي.
افغانستان دومره ستر ندی، چې ۳۱ مسافر پکې تري تم شي، خو په ځانونو کې اوسېدل به موږ د ورته لسګونو پیښو نندارې ته کېنوي.
موږ باید دولت هم اړکړای شو، چې د دید زاویه او له قضایاوو سره چلند یې ملي‌ شي. د دولت په خاموشۍ کې د دولت د ناکامې اینده نښې ښکاري او هغه دولت چې په لوی لاس د ځان د مرګ تابیا نیسي، نه باید ملت یې خپلې مخې ته پرېږدي، ځکه چې د دولت په بېغورۍ کې د نظام زوال حتمي دی.
څلویښت ورځې خورا ډېر وخت دی، موږ ته د شرم خبره ده، چې ۳۱ کلیوال د کابل کندهار په لویه لاره ورک دي او کورنۍ یې د اوښکو پرځای وینې ژاړي.

دغه ليکنه په «محور» کې هم خپره شوې ده.