
د ذهني قوت(IQ) لوړوالی څومرهاسان او ارزان کار دی!راځئ له رازه یې خبر شو.
د ذهني قوت د زیاتوالي لپاره ایودین لرونکی مالګه ډیره با ارزښته ده. که په یو هیواد کې ۹۰٪ خلک ایودین لرونکې مالګه وکاروي، نو د ټول ملت ذهني قوت ۱۵٪ درجې اوچتیږي.. پدې مسئله خبرې ځکه ارزښتمنې دي چې د هیواد په روښانه راتلونکې او د نوي نسل په نیکمرغۍ پورې اړه لري.او موږ ټول همدغه غواړو.
زما یو ملګري لس کاله مخکې له ما سره ټوکې کولې چې افغانان ځکه هر څه په یوه عادي غصه بایلي چې بحري غذا ګانې چې له ایوډین څخه ډکې دي، نه خوري او انګریزان ځکه هر څه په سړو مغزو ګټي چې په خوړو کې ایوډین خوري.
زه اوس پدې پوه شوی یم چې ایوډین چې څومره کوچنۍ غذایي ماده ده، هماغومره مهمه ده.
د ایودین کمښت په ماشومانو او میندو کې د ډیرو، نه راګرځیدونکو زیانونو سبب کیږي. ښکاره زیان یې جاغور دی. خو دا تر پټو زیانونو څو چنده کم دی. پټ زیانونه یې ډیر زیات خطرناک دي: په ماشومانو کې ذهني وروسته پاتې والی، د فزیکي ودې ځنډ او کمښت، د زده کړې د قدرت کمښت یا نشتوالی او په میندو کې د زیږون زیانونه، مړه زیږونونه او کم وزنه ماشومان زیږول هغه مهم زیانونه دي چې زموږ له نظرونو پټ دي. د دې وړې مادې کمښت او یا نشتوالی د ټولنې راتلونکي ته ډیر لوی ضررونه رسوي. ماشومان د خپلې ودې او اکشاف پوټنشیل ته نه رسیږي،چې په نتیجه کې د ټول هیواد د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ مخنیوی کوي.
د مالګې ایودیني کول د ایودین تر ټولو اغیزناکه، ارزانه او اسانه لار ده چې له یوې خوا د افرادو د روغتیا او له بلې خوا د ټولنې د نیکمرغۍ او انکشاف سبب کیږي.
په ۲۰۰۸ کال کې د نړۍ تر ټولو سترو اقتصادپوهانو ـ چې څو تنه د نوبل جایزې ګتونکي هم پکې شامل وو، ثبوت کړه چې ایودین لرونکې مالګه د نړۍ د ستروانکشافي او اقتصادي ستونزو په لسو بهترینو حل لارو کې شامله ده. په مالګه کې د ایودین د ګډولو تخنیک یو لوی بشري پرمختګ دی، چې د ۱۵ درجو ذهنی ذکاوت یا (IQ)د لوړیدو سبب کیږي،او هر کال په نړۍ کې د ۹۰ میلیونه ماشومانو له ذهني وروسته پاتې والي مخنیوی کوي.
که څه هم نړۍ وروسته دې مهمې مسئلې ته متوجه شوه، خو پرمختګ پکې هیله بښونکی دی. ایودین لرونکې مالکه تر ۱۹۹۰ پورې یوازې ۲۰٪ وګړو کاروله، خو اوس دا پوښښ ۷۰٪ ته رسیدلی. ایډیال پوښښ یې ۹۰٪ دی چې تر اوسه لا ورته د امریکا په شان د نړۍ تر ټولو پرمختللي هیوادونه هم ندي رسیدلي.
زموږ ګران افغانستان پدې برخه کې نسبتاْبریالی سفر کړی دی. په ۲۰۰۴ کال کې ۲۴٪ افغانانو ایودین لرونکې مالګې ته لاسرسی درلود، حال دا چې په ۲۰۰۸ کې دغه سلنه ۶۰ ته ورسیده. اوس په ټول هیواد کې د ایودین لرونکې مالګې د تولید ۲۹ فابریکې فعالې دي او د دې ظرفیت شته چې د انساني ضرورت ټوله مالګه ایودیني شي .د مالګې د ایودیني کولو په پروګرام کې د عامې روغتیا او کانونو له وزارتونو سره نړیوال موسسات لکه MI, UNICEFاو GAINهم مرسته کوي.
ټول ملت ته زموږ دا پیغام دی چې د کورني استعمال لپاره یوازې او یوازې ایودین لرونکې مالګه وکاروي او پدې سره د خپلو نسلونو پرمختګ او نیکمرغي تضمین کړي.
یو څو خورا مهمو او ضروري ټکو ته مو پام را اړوم:
په عمومي ډول د انسانانو او خصوصاْ مشرانو خلکو لپاره د مالګې کمه اندازه خوراک پکار دی. ځکه زیاته مالګه د وینې د لوړ فشار او ځینو نورو ناروغیو زمینه جوړوي. په دیګ کې هغه وخت ایودین لرونکې مالګه واچوئ چې خوراک پخیدو ته نژدې شوی وي. زموږ د خلکو معمول دا دی چې له لومړي سره د پیازو او رومیانو د سره کیدو په وخت کې په خوړو کې مالګه اچوي. پدې صورت کې د ایودینو یوه اندازه له منڅه ځي. امیندوارې ښځې باید ضرور ایودین لرونکې مالګه وخوري چې هغې او ماشوم داوړو ته یې حیاتي ارزښت لري. هغه خواړه هم مه هیروئ چې ایودین لري لکه ماهیان.