ایا رښتیا هم داسلام او سیاست ترمنځ بېلتون شتون لري ؟؟ (۲۴)


د حكومت په جوړښت کې  د وزيرانو اهميت
دهیواد  د نظم په جوړولو کې  وزيران لكه د انساني جسم د غړو  په څير اهميت لري  لكه څنګه چې انساني جسم د غړو پرته كار نه شي كولاې ~ په همدى ډول د حكومت مشر هم د وزيرانو او انصارو د كومك پرته د حكومت نظم و نسق پر مخ نه شي بوتلاې .
 عبدالله بن المقفع چې په 143هجرى قمرى  یا 142هجرى قمرى کې  په قتل  رسيدلې كه څه هم په د ينى فكر کې  تر يوى اندازى پورى مشكوك و  خو د سیاست او وزارت په موضوعاتو ئى د پوهى او حكمت نه ډکې جملى لیکلي دى - نوموړي د وزارت د اهميت په هكله ليکې  چې :
(لا يستطاع السلطان الا بالوزراء و الاعوان ولا ننقع الوزراء الا بالموده و النصيحه )
[ د وزراء او اعوانو پرته د حكومت نظم و نسق پرمخ  نه شي تلاې او وزيران د مننى او خير غوښتنى پرته حكمران ته هيڅ  گټه نه شي رسولاې ].
په بل ځاې کې ليکې  چې[ د حكمران سره يو ځاې ناسته د غونډې ښاسيت او د رعيت ژبه وى . ]
ابن الربيع چې په 272 هجرى قمرى كال ئې د( سلوك المالك فى تدبير المالك) تر عنوان لاندې يو كتاب لیکلي . په دى كتاب کې  هغه د وزارت د موضوع په هكله لیکلي چې : [كه چيرى څوك د وزارت څخه بى پرواه واى نود هرچا د مخه به ترې سیدنا  محمد صلى الله عليه وسلم اوسیدنا موسى عليه السلام   بى نیازه او بى پرواه شوې واى] - وزير د خليفه په كارکې شريك وى د حكومت د نظم تدبيرونه جوړوى او هغه په خپله  وينا او عمل کې  دښه تدبیر  خاوند وي ]  .
علامه ماوردى او قاضى ابويعلى رحمة الله عليهم دواړو په يو ډول الفاظو کې لیکلي دى چې[ كله چې د نبوى فريضى په اداء كولو کې وزير نيول روا دى ، نو په امامت او خلافت کې خو بالكل روا دى ]، خلیفه د امت چارى په ځانکړې  توګه د نائب پرته سرته نه شي رسولاې،   ځانته د كار كولو په نسبت د كار شريك يو كس د وزير په توګه جوړول ډیر ګټه ور دى چې د دى په كومك سره به د احكامو نفاذ په ښه توګه صورت نيسى.  د خليفه  اوږې  به  سپكې  وي ، وزارت د غلطيو څخه د لري والي له پاره ډیره ښه ذريعه ده  .
مشهور مورخ محمد بن على ابن طباطبى رحمة الله عليه چې په 709 هجرى قمرى کې وفات شوى او د ابن الطقطقى په نوم ئى شهرت مندلى و. وزير ته د اړتیا په هكله فرمايى : [وزير د حكمران او رعيت ترمنځ واسطه وى نو دى ته اړتیا ده چې د هغه يو اړخ داسى وى چې د حكمرانانو سره مناسبت  ولري او بل اړخ ئې د رعيت سره، ترڅو هغه په مقبوليت ، امانت او محبت کې د دواړو اړخو سره په ښه طريقه كار وکړې  .
علامه ابن خلدون رحمة الله عليه چې په 808 هجرى قمرى كال کې مړشوى دى لیکلي چې : (الوازره هى ام الخطط السلطانيه و الرتب الملوكيه )
[ وزارت د حكومت په ټولو څانګو او منصبونو کې مركزى مقام لري ]  .
د تفويض وزارت او د تنفيذ وزارت
ماوردى او ابويعلى رحمة الله عليهما وزارت په دوه برخو ويشلي دى او دواړه ئى روا ګڼلى :
(دتفویض وزارت   او د تنفیذ وزارت ) 
(فاما وزاره التفويض فهو ان يستو زر الامام من يفوض اليه تدبير الامور برائه او امضاها على اجتهاده)
  [ د تفويض د وزارت [صدارت عظمى ] څخه مقصد دا دى چې امام دى هغه سړي خپل وزير وټاکې ، چې هغه ته د ټولو چارو او د نظم او نسق پوره واك ورکړل شوى وى. نوموړي د خپل راى او اجتهاد په اساس  څه مناسب تدابير نيولاې شي او هغه  تدابير نافذ ولاې هم شي].
د تفويض د وزير په واك کې، د احكامو جارى كول ، د ښكته مامورينو ټاكل ، محكمى جوړول ، عسکرې تنظيم راوستل او د هغوى وسله والول ، او د هغوى مشرى په غاړه اخستل،  د هغوى د ډلې څخه یو کس دهغوې د قوماندان په صفت ټاكل ،د انتظامى امورو په هكله پريکړې كول شامل دى خو په دى ټولو كارونوکې خليفه د وروستۍ پريکړې واك لري ، هغه د تفويض وزير عزل كولاې شي او جارى کړل شوى احكام  ئى منسوخ كو لاې شي. 
 د تفويض وزير د خپلو پریکړو او د مامورينو د ټاكلو څخه خليفه با خبره ساتى،او په هر كار کې به د هغى څخه منظورى اخلى ~ ترڅو چې دى په عملى تو ګه مطلق العنان و نه ګرځي، خليفه به د خپل وزير د تدبيرونو او پریکړو پوره نګرانى كوى او د هغه سهي  او قانونى پريکړې به د اجراء  وړ بولي  او غير قانونى پريکړې به ئې منسوخوي  .
جلاالدين سيوطى رحمة الله عليه چې په 911 هجرى قمرى كال وفات شوى دى د تفويض د وزير د اختیاراتو په هكله داسى تشريحات ورکړې دى :" په حقيقت کې  وزير د خليفه هغه نائب وى چې  د هيواد ټولى چارى ورته سپارل شوى وي ، د قاضیانو او والیانو مقررول د عسكرو منظمول، تنخواه ګانو او وظيفو وركول، تنخوا ګانو کې كموالي او ډیر والي، رتبه لوړول یا رتبه ټيټول ، پريکړې كول یا د پريکړې منسوخول، د چا سره اړيکې ټينګول یا غوڅول او په خزانه کې  واك كول او دهغى خرڅول دهمدې وزير له مسئوليتونو او اختیاراتو څخه دى "  .
نن ورځ د تفويض وزیر ته صدر اعظم وائى او د تفويض د وزارت ذكرشوي جوړ ښت ته پارلماني  جوړښت وائى .په پارلماني نظام کې  صدر اعظم د ریاست د مشر لخوا ټاكل کیږي خو هغه بايد د پارلمان اود شورى مجلس له خوا نه د اعتماد راى واخلي چې د اكثريت د اعتماد د لاس ته راوړلو پرته هغه د خليفه یا د حكومت د مشر لخوا عزل كيداى شي ، صدر اعظم په عملى تو ګه د انتظامى امورو مشري په غاړه لري او  د خپل ځان له پاره د ضرورت په اندازه كابينه جوړو لاې شي ترڅو د هغوي په كومك د ملت چارى پر مخ بوزى - دى ډول نظام ته ماوردى ، ابویعلى او ابن خلدون رحمة الله عليهم د تفويض د وزارت نوم ورکړې دى.
 

دصدر اعظم ټاكل:
د عباسى دورى په ملوكيت کې به صدر اعظم د پادشاه لخوا ټاكل كيده د ابوالعباس سفاح او منصور په حكومتونو کې  صدر اعظم خپلواکې او د ډیر قوت خاوند نه و  .
ابن طباطبائى لیکلي دى چې خپله د منصور دبدبه دومره ډیره وه چې د هغه په مقابل کې د وزيرانو د بدبه ډیره كمه پاتى شوي وه ځکه په خپله وزيران به د هغه څخه هر وخت په لړزان او ويره کې وو  .
د وزارت ظالمانه تگلاره د هارون الرشيد په حكومت کې شروع شوه - ابو عبدالله محمد بن عيددوس الجهشیارى رحمة الله عليه چې په 311 هجرى قمرى كال وفات شوي دى په خپل كتاب (الوزراء و الكتاب) کې ليکې  چې : [كله چې  هارون الرشيد د حكومت مسئوليت په غاړه واخست نو يحى بن خالد بن برمك ئى دربار ته راوغوښت [ چې پلار به ئى ورته وايه] او ورته ئى وويل اى پلارجانه : تا د خپل نيك تدبير په اساس زه دى منصب ته راورسولم ~ له دى امله ما د خپل رعيت ټولى چارى تا ته در وسپارلى ~ (قلد تك امرالرعيه ...) [ زه به ستا په هيڅ معامله او کړو باندې غور او فكر هم و نه کړ م ] او په دى ډول ټول دفترونه د ابن خالد په لاس کې  ورواچول شول .
ابن خلدون لیکلي چې :[د عباسیانو د ظالم حكومت مركز کې به كله صدر اعظم بدل شواو كله به پادشاه، د ځواك له پاره هلى ځلى كيدى او د واك او اختیاراتو مركز به بدليده را بدلیده  .]
 په اسلامي حكومت کې به  خليفه د ورځنې عامو كارونو د پریکړو څخه پرته ، په ټولو مهمو چارو کې د شورى د پريکړې پابند وي . څرنګه چې د وزيرانو او نورو مهمو منصبونو له پاره د اهل كسانو ټاكل د مهمو امورو څخه دى   نو په دى خاطر د "امرهم شورى بينهم " د شرعي قاعدى لاندې خليفه مكلف دى چې د صدر اعظم او د وزيرانو د ټاکنې او یا د كابينى د انحلال دمنظورۍ له پاره  د شورى  غونډې ته مراجعه وکړي او دهمدې غونډې  څخه دپریکړې د اخستلو پابند وى، او وزارت د پريښولو له پاره هم  باید د شورى د غونډې پریکړه اساسى شرط   وي. څرنګه چې  صدر اعظم په عملى تو ګه حكمران دى  نو بايد د اسلامي ټولنى له خوا منتخب او د هغى اعتمادئى تر لاسه کړې وي. غير معتمد وګړي ته د حكومت وركول شرعاًَ روانه دى. لكه څنګه چې د " الشورى " په څیړنه کې د هغه د دلا  ئلو یادونه شوي ده .
د صدر اعظم صفات:
(ويعتبر فى تقليد هذه الوزارء شروط الامامه)
 [ د صدر اعظمى  یا ( د تفويض دوزارت ) د منصب له پاره    همغه شرائط دى چې د امامت او خلافت  له پاره  پخوا  یاد کړل شوي  دي ].   يعنى( ايمان ، علم،تقوي په معامله پو هيدل ، جسمى قوت ) .د دى شرائطو موجوديت په صدر اعظم کې ، همداسى اړین  دى لكه څنګه چې  د خليفه له پاره اړین  و  ځکه چې صدر اعظم په عملى ډول د مملكت چارى په غاړه لري .
علامه ماوردى رحمة الله عليه د صدر اعظم ددې صفتونو په هكله داسى تشريحات ورکوي :
 (د تفويض وزیر  یا [ صدارعظم ] په اخلاقى  توګه باید  پاك او سپيڅلى وي  او د تدبير له پلوه ئى كار پوخ وي. تجربى او روزنى هغه مهذب کړې وي ، د حكومت د اسرارو امين وي ، د مسائلو د حل له پاره ملا تړلي ولا ړ وي ،د پراخى حوصلى او علم وذهانت خاوندوي ، د يو حكمران په څير رعب ولري ، او د پو هانو په څير سنجيده وي ْ د علماؤ په څير تواضع  او د فقهاو په څير پوهه ولري، نيکې  پيژندونکې او صابر وي ، سمدستى لږې  گټى ته په را تلونکې  ستر تاوان ترجيح نه ورکوي ، او د خپلې خوږې وینا او  بیان     په اساس د خلكو زړونه لاس ته راوړې شي   ].
ابن طباطبائى رحمة الله عليه ليکې چې :
(دیانت لرل، ريښتونى ، پوخ كاره ، پوهه ، ويښ فكره او سیاسي پوهه د صدراعظمى لازمى عناصر دى د صدر اعظم له پاره ، نرمى ، وقار ، متانت ، حريت ، حلم، پراخه حوصله ، ميړنىتوب  ، زړورتوب ... دا ټول صفتونه اړین  دي   .
علامه ماوردى رحمة الله عليه د «اّداب الوزير »په نوم يو كتاب لیکلي دى  او  د دى كتاب په شروع کې  هغه يوه اوږده سريزه لیکلي ده،  د هغى سريزى لنډيز په دى تو ګه دى : [اى وزيره !: ته حاكم هم ئى او محكوم هم   " سائس و مسوس " د رعيت سیاست ستا په لاس کې  دى خو په خپله ستا سیاست دهيواد د مشر په لاس کې  دى ، د دى له پاره دى ته اړيتا ده چې ستا  د فكر يوه خوا د هغه رعيت دګټو او رفاه  په لور وي چې ته پرى حكمرانى کوي او بله خوا د هغه حكمران په لور وي چې  د هغه پيرو ى په تا فرض دي.  د هيواد نظم او نسق ستا په لاس کې دى او د هر قسم خرابۍ مسئوليت ستا په غاړه دى. ددى له امله ته د وينا د ژبى په ځاې د عمل د ژبى څخه كار واخله .]
[اى وزيره ! تا ته د دى هيواد نظم او نسق درسپارل شوي چې بيناد يى داسلام سپڅلى دين دى ، ددغه سپڅلى دين قائد وګرځه او حق خپل لار ښود وګرځوه نو هر قوي شخص به ستا تر مخ كمزورى شي ، او هر سخت كار به درته اسانه شي، د اسلام د دين انصار او كومكونکې موجود دى ... د دى انصارو زړونه لاس ته راوړل ستا له پاره يو توخه ده ، د ځیني پوهانو څخه پو ښتل شوي   چې د دفاع له پاره كوم ډول لښكر په كار دى ؟هغوي ځواب ورکړ ی چې  دين . بله پوښتنه ئى ورڅخه و کړه چې د ټولو څخه ډیر قوي فوج كوم يو دې؟ پوهانو ځواب ورکړ  عدل او انصاف .
حكمرانى په حقيقت کې دين ته وركول شوي نو دا دين خپل كومكونکې و ګرځوه ، نو د خلكو زړونه به ستا په مقابل کې  نرمى اختیار کړې ، د مملكت استحكام د دين  دجارى كولو پورى تړلى دې. د عدل مثال د يوي شنى ميوه لرونکې ونى په څير دى خو ظلم هغه و نه ده چې د هغى بيخ او جرړى پرى کړل شوي دى ]  .
نور په پنځه ویشتمه برخه کې ولولئ.....