غزل

 
خداى (ج) خو دې وســــاته پـــه ګل مشې زهيـــر جانانه
د يـــو سپيڅـــلي خـــوب تعبـــــير مې يــــې تعبير جانانه
 
د زړه جنـــــډې چـــې مې په تــــا پســــې کږې شوي دي
ته يې په دې ښــــار د ټـــــولــــو ښکـــلو مـــــــير جانانه
 
بـــاڼه دې ســـــم لـــــکه هنـــــدوان زمــا نظـرونه وژني
څنـــګه دې ګــــډ شمـــه د حســــن په کشــــمير جــــانانه
 
په دې پوهــــيږې چــې مې ورځ ستــا په ارمان تيريږي؟
په دې پـوهيـــږې چــــې وم ټولــه شپـــه شوګير جانانه ؟
 
تا چــــې د خــپل حســن په ښــار کـې بادشاهي پيل کړې
مــــا دې د ميــنې پــــه تخت نــه نيســې وزيــر جـانـان ؟
 
نـــن دې د ستـــرګو دوې همــزولـې بـاغيچې مړاوې دي
نــــن د شـــونډو ګــلابي رنګ دى تــــغـــير جــــانــانـــه
 
دومره مـــــــې ياد شـې چې بې پامه دې په دک محفل کې
ښکل کــــړم پــه زړه پـورې دې ونـيسم تـصوير جـانـانـه
 
زر يـــې پـه لاس کـــې خــاورې کيـږي انديښمن ځکه دى
په تــا ميـن خـــو خـــاورې کـــړى خـــپل تـقــديـر جانانه