مسکو مېشتو افغانانو هم کوچنی اختر ونمانځه

 
وړمه ورځ سه شنبه د روان زېږديز کال د جولای ۲۹ مه، چې  د کمکي اختر  له دوهمې ورځې سره سمون درلود په روسيه کې د مېشتو افغانانو سرتاسري اتحاديې د تل په شان  کوچنی اختر د شانداره  اختريزې غونډې په ترڅ کې ونمانځه .
 

 
دغې غونډې  ته په روسيه کې د مېشتو افغانانو د ګڼ شمېر مشرانو، فرهنګيانو او مخورو سپين ږيرو او ځوانانو په ګډون بهرني مېلمانه هم را بلل شوي ول.
 
غونډه د قاري عاشق الله غني زاده له خوا د قرآن عظيم الشان  په تلاوت پيل شوه.  ورپسې په روسيه کې د مېشتو افغانانو د سرتاسري اتحاديې مشر انجينير عزيزالله انيس دريځ ته را وبلل شو. نوموړي مېلمنو ته هرکلي او د کمکي اختر مبارکي وويله.
 

 
عزيزالله انيس د روژې پر فضيلتونو، فردي او اجتماعي اړخونو خبرې وکړې او د اختر لمانځل  يې زموږ د ديني او ملې  راټولېدو لپاره ستر ارزښت وباله، له راغلو هېوادوالو څخه يې مننه وکړه، چې د پرديسۍ له ستونزو سره سره د خپلو ملي او ديني ارزښتونو پالنه کوي او خپل افغانيت او اسلاميت ژوندی ساتي.
 
ښاغلي انيس په هېواد کې په ورستيو ناخوالو هم اندېښنه څرګنده کړه او د ارګون، پکتيکا، غور او په کندهار کې د قومي مشر حشمت خليل کرزي د شهادت په پېښو يې خپل ژور خپګان وښود.
 

 
نوموړي د الله (ج) له دربار څخه د شهيدانو ارواوو ته د بښنې دعا او کورنيو، دوستانو او خپلوانو ته يې د زغم غوښتنه وکړه.
 
هغه د غه راز د هېواد په روانو حالاتو خبرې وکړې او په هېواد کې د نا امنۍ، فساد،  بېوزلۍ او فقر څخه د وتلو په موخه يې له افغان دولت څخه وغوښتل تر څو په سوله ييز او شفاف ډول د ټاکنو پايلې اعلان او زياته يې کړه چې راتلونکی حکومت دې پورتنيو ستونزو ته د خپل کاري پلان په لومړيتوبونو کې ځای ورکړي.  

له هغه وروسته د روسيې د انتر ناسيونالست پوځيانو د انجمن مشر رېزانڅوف يوري  ايوانوويچ په خپل وار د تالار ناستو مېلمنو ته خپل سلامونه او د اختر مبارکي وړاندې کړله.
 
ښاغلي ريزانڅوف له افغاني کلتور سره پوره اشنايي لرله او افغانان يې درانه او هېواد پال ياد کړل. نوموړي په افغانستان کې د اوسېدو د وخت خپلې خاطرې له ګډونوالو سره شرېکې کړي او د افغانانو مېلمه پالنه او د اخترونو جشنونه يې وستايل.
 

 
د پرګرام بله برخه کنسرت او اختريز شعرونو ته ځانګړې شوې وه چې په روسيه کې د مشهور سندرغاړي نور نصيب سندرو او د ځوانو شاعرانو اختريز شعرونو پرګرام لا ګلورين کړ. د ګډونوالو نڅاګانو، اتڼونو او مستو چکچکو کنسرت تر پايه  ژوندی ساتلی و.
 
د غونډې د اختريزو شعرونو په برخه کې د ځوانو  شاعرانو  احمد شکېب څمکني او امان الله شکيب بيتونو او شعرونو غونډې ته لا رنګ ورکړ او د غونډې د ګډوالو له لورې د يوځل بيا يوځل بيا ويلو په نارو سره ځوانان تشويق او پرګرام تر وروستيو شېبو مست روان و.
 
د غونډې د وياندۍ چارې د اسدالله نوري لخوا ترسره شوې.
 
دغه اختريز پرګرام د مازيګر په ۶ شپږو بجو پيل او د ماخوستن تر ۱۱ يو لسو بجو دوام درلود، چې د ماښامنۍ په خوړلو سره پای ته ورسېد.