غــــــزا له ځي نه حصـــــــاريږي

47 Ghaza la ze na hesarigi,........ Ghaza la ze na hesa...
غــــــزا له ځي نه حصـــــــاريږي                  وطنــــــــه تا باندې  زلمي ږدي خپل سرونه
 
پــرهـــر پــرهـــر پـــه سينه راشه                ګـــــــــوره په شا چې ګوزار ونه خـورې مينـه          
 
که په وطن باندې شهيد شوې               د ملک دشمــــن نـــه بـــه دې زه ګټــــــم مينــه    
 
که په وطـــن دې ځان قـربان کړ                په تار د زلفــــــو به کفـــــــــــــــن درله ګنډمــه
 
شملـــــه دې چاته ښکته مه شه               سرتوره خور به دوعـــــــــــــــا تا پسې کوينــه
 
که د وطن په ننګ شهيد شوې              په سروسروشونډو به دې ښکل کړم پرهرونه
 
توپک په لاس ميدان ته ورشه             د دشمنــــــــانو په سر وکـــــــــړه ګــــوزارونــــــه