د وختي پاڅیدو 14ګټې

موږ ته زموږ د ګران پیغمبر (ص) لارښونه ده چې وختي ویده شواو وختي له خوبه پاڅیږو. د فرانکلن په نوم یو پوه ویلي و چې (وختي ویده کیدل او وختي پاڅیدل سړی روغ، شتمن او هوښیاروي).
 اوس د طب او ارواپوهنې څیړنو د وختي ویده کیدو او وختي پاڅیدو  ډیرې ګټې ثبوت کړي دي چې موږ ته پرې پوهیدل ډیر ضروري دي او مهمې یې دادي :
1)     په درسونو کې ښې نمرې لاس ته راوړل
2)     ډیر فعال او تیزبین کیدل
3)     د ستونزو د پیشبیني کولو د وړتیا زیاتیدل
4)     د ښې پلان ګذار ۍ وړتیا
5)     تمرین او فزیکي فعالیت ته  وخت پیدا کول
6)     ښه او ارام بښونکی خوب
7)     ډیر خوشبین اوسیدل
8)     کار ځای ته اسان او ژر رسیدل
9)     د ارام او استراحت لپاره کافي ساعتونه لرل
10)کورنۍ ته پوره وخت ورکول
11)د ماسپيښیني لنډ خوب لپاره وخت موندل
12)په دعا کې د زیات تمرکز کولو وړتیا
13)د ښې اشتها او متوازنو خوړو د خوړلو توان
14)د ناروغیو مخنیوی
که د اضافي ګټورو معلوماتو د لوستلو حوصله لرئ، نو د هرې پورتنۍ مادې په باب لاندې تشریحات ولولئ:
په درسونو کې ښې نمرې لاس ته راوړل په ۲۰۰۸ کال د ټکساس پوهنتون څیړنو وښودله چې د سهار ځوانان (وختي پاڅیدونکي) د شپې تر ګونګیانو (ناوخته پاڅیدونکو) ډیرې نمرې اخلي. د دوی د نمرو توپیر یوه نومره وه (۳.۵ د ۲.۵ په مقابل کې)
ښې نمرې له زده کوونکو سره مرسته کوي چې د مسلکي پرمختګ ښه فرصتونه ومومي.
ډیر فعال اوتیز بین کیدل د هاروارډ پوهنتون بیولوژست کرستوف ردلر په ۲۰۱۰کې کشف کړه چې وختي پاڅیدونکي دیر فعال او تزبین دي. دوی په  توافق، اوږدمهاله هدفونو  ټاکلو او دخپلو کارونو د مسئولیت په منلو کې تر نورو غوره وو.
د ستونزو د پیشبیني کولو د وړتیا زیاتیدل د رډلر څیړنو دا هم وښودله چې د سهار ځوانان د ستونزو په تشخیص او د هغوی په اغیزمن ډول کمولو کې تر نورو تکړه دي چې دوی د لا بریالیتوب پر لور بیایي.
د ښې پلان ګذار ۍ وړتیا وختي پاڅیدونکي خپل سهارنی ارام وخت د تنظیم، هدف ټاکنې او د خپلې ورځې او اونۍ د پلانولو لپاره کاروي. دوی د ورځې په اوږدو کې له خپل وخت څخه موثره ګټه اخلي.
تمرین او فزیکي فعالیت ته  وخت پیدا کول ګڼ شمیر فعال سوداګر وختي پاڅیږي او تمرین او ورزش ته پوره وخت پیدا کوي. دوی تر نورې کورنۍ او د رسمیاتو تر پیل مخکې ویښیږي او منظم ورزش کوي.
منظم ورزش د مزاج د ښه والي، چستۍ، زیاتې انرژۍ او د شپې له خوا د ژور خوب سبب کیږي. فزیکي فعالیت یو تر ټولو لوی ضرورت دی او د روغتیا او ښه بدن متخصصین یې [جادویي دارو] بولي.
ښه او ارام بښونکی خوب خوب یو الهي نعمت دی. ځېنې پوهان وایي چې که خوب نه وای ټول انسانان به لیونیان وای. د خوب پوهان وایي چې که تاسو وختي ویدهشئ او له خوبه وختي ویښ شئ، نو بدن به مو د ځمکې له سرکاډین نظم (Circadian rhythm) سره ډیر په همغږۍ کې وي چې تاسو ته ډیر مستریح او رغوونکی خوب در په برخه کوي. دا نظم د د دماغ په هایپوتلاموس کې د یو ساعت ډوله سیستم په واسطه تنظیمیږي چې د ښه خوب په صورت کې انسان او نورو فقاریه حیواناتو ته ارامتیا، انرژی او سکون ورکوي.
ډیر خوشبین اوسیدل بیلابیلو څیړنو ښودلې ده چې د سهار خلک خوشبین، موافق، قانع او عالي شخصیت لري. د شپې ګونکیان د نوښت او هوښیارۍ له مخې د ژور خفګان، منفي ګرایۍ او عصبي ګډوډیو څخه ډک شخصیت ښيي.
کار ځای ته اسان او ژر رسیدل پدې اوسنۍ مصروفه زمانه کې کار ته رسیدل زیاتره د ډیر وخت د ضایع کیدو او ژور روحي فشار سره تړلی وي. زیاتو وختي پاڅیدونکو ویلي دي چې دوی پر خپل وخت کار ته رسیږي او له ګڼې ګوڼې په امان کې پاتې کیږي.
د ارام او استراحت لپاره کافي ساعتونه لرل هغوی چې کار ته ژر رسیږي، لومړي ارام او بې مداخلې ساعتونه د مهمو کارونو په سر ته رسولو لګوي او په تمرکز او ارامتیا سره یې ښه تر سره کوي.
کورنۍ ته  پوره وخت د کار او ژوند تر منځ توازن یو ضرورت دی. اوسنی انسان دومره په کار او پیسو ګټلو کې مصروف دی چې د ژوند اصلي اړخ ته، چې هماغه د کورني له غړو سره د خوښۍ شیبې تیرول دی، وخت نه ورکوي. ورستیو څیړنو ښودلې ده چې کوم کسان چې د ژوند په وروستیو شیبو کې وي، یوازنی ارمان یې دا وي چې کاشکې خپلو کورنیو او عزیزانو سره یې ډیر وخت تیر کړی وای. په دغو شیبو کې یو هم د پيسو ارمان نه کوي. که تاسو د ورځې کارونه مخکې پیل او ختم کړئ، کورنۍ ته به مو ماښام زیات با کیفیته وخت ورکړای شئ. کور ته د کار د راوړو پر ځای به تاسو ارام وکړئ او بیغمه به اوسئ.
د ماسپيښیني د لنډ خوب لپاره وخت موندل د غرمې تر غذا مخکې یا د ماسپښین تر لمانځه وروسته له نیم تر یو ساعت خوب  ستاسو نوښت او کاري نتیجه زیاتوي. اوس په ځینو هیوادونو کې د دې خوب لپاره په قوانینو کې د غرمې په خواشا کې د یو ساعت خوب اجازه ورکړل شوې ده. دا نیم ساعت خوب د کار حاصل په زیاته پیمانه زیاتوي.
زموږ په دین کې د سهار تر لمر راختو وروسته تر  یوه ساعته، او د مازیګر او ماښام د لمونځونو تر منځ وخت کې خوب کول مكروه دی.  خو برعکس تر غرمې لږ مخکې یا د ماسپښین تر لمانځه وروسته لنډ خوب چې قيلوله ورته وایي، یو سنت عمل دی.
په دعا کې د زیات تمرکز کولو وړتیا دعا د عبادت مغز دی. دعا تر ټولو غوره عبادت دی چې د انسان ناحدوده ځواک د الله له لایتناهي نامحدود مدد سره وصلوي. د دعا د قبلیدو بهترین شرط دادی چې انسان یې په پوره فکري تمرکز سره وکړي. سهار وختي د انسان فکر تر بل هر وخت متمرکز وي.
د هپنوتیزم او یوګا تمرین کوونکي هم له دې ا صل څخه ګټه اخلي او خپل زیاتره تمرینونه نیمه شپې او یا سهار وختي تر سره کوي، البته د نیمې شپې دلمانځه (تهجد) اهمیت ټولو ته څرګند دی. 
د ښې اشتها او متوازنو خوړو د خوړلو توان د انسان بدن له هغو خوړو جوړ دی چې خوري یې. متوازن خواړه د ښې روغتیا اساس دی، او پوهان وایي چې لیرې نده چې غذا به د درملو ځای ونیسي او راتلونکي ډاکتران به خپل ناروغان په غذا تداوي کوي. اوس موږ وینو چې د بوختیاو او اضافي کار له امله زیاتره وګړي بې اشتها دي او ډیر تمرکز پر هغو خوړو کوي چې ضرر یې زیات او ګټه یې کمه وي، یا لږ تر لږه متوازن خواړه نه خوري. وختي پاڅیدونکي ښه اشتها لري او د متوازنو خوړو پر لور ډیر میلان لري.
د ناروغیو مخنیوی وختي پاڅیدل او متوازن خوب د ډیرور زیاتو ناروغیو په مخنیوي کې برخه لري، البته مهمې یې لاندې دي:
د زړه ناروغۍ د رګونو سختوالی د هډوکو ماتیدل د تنفس ستونزې د خولې او غاښونو روغتیا او پاکوالی وروستۍ خبره راځۍ له خپلې کورنۍ سره توافق وکړو چې موږ به ان شاآلله هره شپه وختي ویده کیږو او سهار د ملا له اذان سره سم به له خوبه پاڅیږو او همدا رنګه د غرمې تر غذا مخکې یا د ماسپښین او مازدیګر د لمونځونو تر منځ به نیم یا یو ساعت خوب کوو.