دمسکو او واشنګټن ترمنځ سړه جګړه

یو شمېر کارپوهان، ولادیمیر پوتین ته د ځيرک او مکار ستراتیژي جوړونکي نوم ورکوي، دوی همدا ډول د پوتین د بهرنۍ تګلارې د پایلو په اړه خبرداری هم ورکوي.د دوی په اند، کریمیا او ختیځې اروپا ته د روسیې پرمختګ هغه څه دي چې د پوتین له لورې طرحه شوي او موخه یې د سړې جګړې را وروسته د نړیوالو پرمختګونو ځپل دي. څه موده کیږي چې روسیه او لویدیځ په اوکراین کې سره کښیوتي او داسې ښکاري چې دواړه لورې د سیمه ییزو پرمختګونو او بدلونونو په موخه دا ځل په اوکراین کې د سړې جګړې ډګر ته ننوځي.
د تیرې جمعې په ورځ ولسمشر اوباما  یو شمېرخبریالانو ته د مالیزیایي الوتکې د رالویدو په اړه وویل: دا سمه ده چې اوکرایني بیلتون پالي ددې پیښې عاملین دي مګر روسیه هم په دې پیښه کې ښکېله ده، نوموړي زیاته کړه چې روسیه په  نا مستقیم ډول ددې  بیلتونپالو ملا  تړي. یو شمېر کارپوهان د ولسمشر اوباما څرګندونې تایيدوي او زیاتوي چې د ویشتل شوې الوتکې لپاره کارول شوی توغندی د  خورا پیچلې تکنالوژۍ په مټ جوړ شوی چې د روسیې له ملاتړ پرته یې روسیي پلوي باغیان د کارولو او جوړولو توان نلري.
ځینې کارپوهان داسې انګیري چې روسیه له یو لورې د نیابتي جګړې لپاره هڅه کوي او له بل لورې په دا ډول پیښو کې  خپل لاس لرل ردوي، روسیه په دې ډول غواړي چې نا دوسته حکومتونه بې ثباته کړي مګر د پایلو په اړه یې ژور فکر نه کوي. ځینې کارپوهان په دې عقیده دي چې روسیه اوس په سیمه کې په ځانګړي ډول په اوکراین کې   د سیاسي او ستراتیژیکي پراختیا غوښتنې او عمق په موخه د نفوذ پراخولو هڅه کوي. روسیه په اوکراین کې لویدیځ پلوه حکومت خپل ځان ته خطر بولي همدا ستر لامل دی چې اوکراین له څه مودې راهیسې ناکراره دی. دې حالت په حقیقت کې د روسیي سیال هېوادونه په ځانګړي ډول امریکا اندیښمنه کړې. د ورته موخو تر لاسه کولو لپاره د روسیې اوسنۍ تګلاره د ځینو هېوادونو له لورې له پخوا راهیسې کارول کیږي، ژوندۍ بیلګه یې پاکستان دی؛  پاکستان، یادو موخو ته د رسیدو لپاره په افغانستان، کشمیر او هند کې د وسله والو ډلو په ملاتړ او روزلو غواړي چې په مټ یې په سیمه کې د خپلې سیاسي بقا غم وخوري. مګر په لوی لاس د وسله والو ډلو جوړولو کلتور داسې یو پړاو ته رسیږي چې په پای کې په خپل کوربه برید کوي، ددې تر ټولو ښه بیلګه پاکستان ده. پاکستان اوسمهال د هغه وسله والو ډلو له کړنو کړیږي چې په سیمه کې یې د ستراتیژیکي موخو د لاسته ور وړلو لپاره روزلې وې.
روسیه هم په اوکراین کې د نیابتي جګړې د پلي کولو له امله رنځ وړې؛ د اوکراین کړکېچ تر ټولو لمړی د روسیې په اقتصاد خورا بد اغېز کړی دی، د کریمیا د یو ځای والي له امله د روسیې څخه په میلیاردونو ډالر بهر ته الوتي. په دې سربیره، د روسیې د ونډو بازارونه او د اسعارو بیې هم تر ټولو په بد حالت کې دي. واشنګتن له وړاندې په روسیه باندې یو لړ بندیزونه لګولي و چې له امله یې کورنی اقتصاد له ستر کړاو سره مخ شوی و، مګر د مالیزیایي الوتکې د غورځېدو په پلمه په روسیه د واشنګتن نوي بندیزونو د روسیې اقتصاد نور هم ټکنی کړ چې د اټکل له مخې به یې په اقتصاد خورا نا وړه اغېز زیات کړي.
د اوکراین په مسئله کې روسیه خورا منزوي شوې ده، د اوکراین د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي چې د مالیزیایي الوتکې پیښه ددې لامل شوی چې د اوکراین وګړي د پوتین او  روسیه ضد دریځ غوره کړي. په اوکراین کې د روسیي سیاسي تحرکات اوس تر ډیره حده د روسیي په ګټه نه پریوځي؛ څومره چې مسکو، د اوکراین په سیاسي فضا کې ګوتې وهي، په هماغه اندازه د اوکراین اوسیدونکي د لویدیځ لوری غوره کوي. په لنډو ټکو کې، روسیه په اوکراین کې هغه حالت ته لار هواروي چې د پوتین بهرنۍ پالیسي یې د مخنیوي هڅه کوي.
روسیه د خپلې انزوا د ختمولو لپاره هڅه کوي چې ځان ته نوي ملګري پیدا کړي، له دې امله یې د چین سره  د غازو او انرژۍ تړون په داسې بیه لاسلیک کړ چې ل ورایه ور څخه د مسکو کمزورتیا ښکاري. که دا ثابته شي چې روسیه د مالیزیایي الوتکې په مسئله کې ښکېل ده نو، د نورو ملګرو پیدا کول به ورته خورا ستونزمن شي.
Lutfullah44@gmail.com