
په تېرو ټولټاکنو کې د لویې پکتیا (خوست، پکتیکا او پکتیا) په کچه پراخه درغلي شوې وه، شنونوکو داسې اټکل کړی و چې د روانو ټاکنو په دوهم پړاو کې به هم په یاده سیمه کې رایه ورکولو بهیر له ورته ستونزو سره مخ وي، مګر په سیمه کې د یو لړ بوختو رسنیو له لورې داسې راپورونه ورکړل شوي چې په دوهم پړاو کې د اشرف غني په ګته د رایه ورکونو په شمېر کې خورا ستر زیاتوالی راغلی دی. د افغانستان د شنونکو د ټولنې د راپور په اساس په دوهم پړاو کې د اشرف غني په پلوۍ د رایه ورکونکو د ور ماتېدو چټک بهیر د څو لاملونو له مخې و؛ لومړی بنسټیز لامل یې د لویې پکتیا د قومونو له لورې په دوهم پړاو کې د اشرف غني د کاندیداتورۍ څخه په پراخ ډول د ملاتړ اعلانول و په دې سربېره دیني علماو او د جوماتونو ملاامامانو هم په مسجدونو کې د یادې سیمې وګړي د باثباته افغانستان لپاره دېته وهڅول، چې د اشرف غني څخه ملاتړ وکړي. په امنیتي ساحه کې طالبانو هم دا منلې وه، چې په یاده سیمه کې به د رایه ورکولو پر مرکزونو بریدونه نه کوي چې دې چارې له ډیرو وګړو سره مرسته وکړه، چې خپلې رایې وکاروي.
د ټولټاکنو په لومړي پړاو کې له همدې سیمې څخه اشرف غني د (63---74) سلنه په منځ کې رایه تر لاسه کړې وه او عبدالله عبدالله د (5---11) سلنې تر منځ رایه خپله کړې وه. د لومړي پړاو ټولټاکنو کې هیڅ یو کاندید په دې و نه توانید چې 50+1 رایه تر لاس کړي، نو له همدې امله دوهم پړاو حتمي شو. په دوهم پړاو کې د لومړې په پرتله د اشرف غني د ټاکنو مرکزونه او ټیم خورا منظم او منسجم و.
د دوهم پړاو تر ټولو لانجمنه موضوع په لویه پکتیا کې د غني په پلوۍ د یو سل دیرش زرو څخه څلور سوه زرو ته د رایو د شمیر لوړیدل و، د دوهم پړاو دا شمېرې عبدالله عبدالله ته د منلو وړ نه دي او د ټاکنو په بهیر کې د درغلیو غږ پورته کوي. پر دې سربیره نوموړی وایې چې په ځینو ولایتونو کې د نفوسو په پرتله د رایو شمېر زیات دی چې کوم منطق یې نه مني.
د افغانستان د شنونکو د ټولنې یوه څېړه ښیي چې په دوهم پړاو کې په ځینو سیمو کې د رایه ورکونکو په شمېر کې زیاتوالی متوقع وو، په څېړنه کې د ښځو د ګډون د زیاتوالي په هکله هم اټکل کړی و. ددې څېړنې تر سره کونکي وایي چې چې موږ د ټولټاکنو په اړه د مالوماتو د خپرولو نه مخکې د رایو او ټاکنیز بهیر په اړه کره مالومات تر سره کړل. د ټاکنو د بهیر په اړه پکتین ابراهیمي په خوست او پکتیا کې د ژورنالېستانو او څارونکو سره هم خبرې کړې وې. د پکتین ابراهیمي او کیټ کلارک په وینا د ژورنالیستانو او مدني ټولنو او د دوی د څیړنو پایلې د دویم پړاو د بهیر په هکله همغږې دي او په یاده سیمه کې د رایه ورکونکو د شمېر د زیاتوالي مسئله په زبات رسوي.
مګر دا هر څه ددې مانا نلري چې د دویم پړاو ټولټاکنې د درغلیو څخه خالي وې؛ په ځینو سیمو کې د څارونکو شمېر خورا کم و او کیدای شي چې له امله یې یا د ټاکنیز بهیر په اړه دقیق مالومات نه وي ورکړل شي او یا به څه نا څه درغلي شوې وي.
په سویل ختیځ کې د ټاکنیز بهیر ستراتیژي
د لویې پکتیا ډیری نفوس پښتانه جوړوي مګر په ښارونو لکه ګردیز او ارګون کې یو شمېر تاجک اوهزاره توکمه وګړي هم مېشت دي. لویه پکتیا په افغانستان کې د درې سترو پښتون میشته سیمو څخه یوه ده. ددې سیمي قومونه په کوچنیو رګونو ویشل شوي دي چې له امله یې قومي جوړښتونه او ادارې پیاوړې دي. په 2001 کې چې د افغانستان څخه د طالبانو ټغر ټولید نو تر ټولو مخکې د همدې سیمې میشت وګړو له خپلې سیمې پسې واخیستل دا چاره د یادې سیمې د قومي جوړښتونو د پیاوړتیا څرګندوي کوي. د دویم پړاو د پیل کېدو د مخه د افغانستان د شنونکو د ټولنې له لورې په یاده سیمه کې د قومونو او وګړو له لورې د اشرف غني په ملاتړ د رایه کارولو په سر د جوړجاړي په اړه راپور ورکړی و. د یادې سیمې ټولو قومونو ژبه کړې وه چې په دویم پړاو کې به اشرف غني احمدزي ته رایه ورکوي، تړون دټاکنو پر ورځ د ښځو د ګډون په اړه هم یادونه شوې وه. د قومونو تر منځ د تړون اساس دا و چې ټول وګړي ( ښځه او نر) به رایه کاروي او د درغلۍ څخه به ځان ساتي که هر چا د تړون سرغړاوی وکړ نو ناغه به پرې کوي.
د افغانستان د شنونکو ټولنې ته یو خبریال ویلي دي چې په دویم پړاو کې د غني په ملاتړ په ټولټاکنو کې د وګړو له لورې په پراخه ګډون کې دیني عالمانو ستره ونډه لرله، د راپور له مخې د غني د کمپاین غړو د دیني علماو په کچه پراخ کمپاین کړی و چې د جمعې په لمانځه کې د غني په ملاتړ خطبې ورکړي. د بیلګې په دول په خوست کې یو دیني عالم مولوي عبدالقدوس په کلیو ګرځېد او او د خلکو سره یې د ټولټاکنو په اړه مستقیمې خبرې کولې، نوموړي خلکو ته ویل چې د رایې ورکول لازمي دي او باید غني خپل ولسمشر وټاکئ. د قومونو تر منځ د تړون یو بل ستر ټکی دا و چې د رایه مرکزونو د امنیت په موخه به د قومونو له لورې اریکیان ټاکل کیږي، د لویې پکتیا خلکو غوښتل چې هرې ولسوالۍ ته دوه سوه تنه اربکیان وټاکي مګر د کورنیو چارو وزارت په یاده سیمه کې زر تنه هغه ساحو ته واستول چې امنیتي اندیښنې په کې زیاتې وې، د قومي مشرانو په وینا د کورنیو چارو وزارت له لورې سیمې ته د اربکیانو استول له دې امله نه و چې د طالبانو له لورې اندیښنو ته ځواب ووایې، دوی زیاتوي چې د درې ویشتم لمبر تندر قول اردو قومندان محمد شریف یفتلی غوښتل چې سیمه په لوی لاس نا امنه کړي او د عبدالله عبدالله په ګټه درغلیو ته لار هواره کړي.
که څه هم د ټولټاکنو په ورځ یو شمېر اربکیان د طالبانو په ضد ګومارل شوي و مګر د راپورونو له مخې په سیمه ییزه کچه طالبانو د تړون له مخې د ټولټاکنو په ورځ د رایه ورکولو په مرکزونو د حملو د نه کولو ژمنه کړې وه. په پکتیا کې AAN ته خلکو ویلي و چې د طالبانو سره ورته تړونونه په ګردۍ څیړۍ، ډنډ پټان او د ځدرانو په ولسوالیو کې شوي دي. داسې ویل کیږي چې د ځایي اوسیدونکو او طالبانو تر منځ دا تړون په ټیټه کچه و او د طالبانو له لورې رسمي بڼه نلري له همدې امله د طالبانو د امارت د پالیسۍ څرګندوی نه کوي.
د یو شمېر سرچینو د خبر له مخې طالبان په رسنیو کې له دې امله تر نیوکو لاندې راغلي چې په لومړي پړاو کې د ټولټاکنو د بهیر په ګډوډولو کې پاته راغلل، د دویم پړاو لپاره د طالبانو مشرتابه خپلو قومندانانو ته امر کړی و چې د شبنامو او بریدونو په مټ رایه ورکونکي وګواښي چې له رایه ورکولو تېر شي مګر ځینې طالبانو د خلکو سره تړون کړی و چې د سیمې د دود له مخې یې هیڅوک نه شي ماتولای که چیرې طالبانو د تړون د ماتولو هڅه کړې وه نو د یادې سیمې دود یې نه پاله. د خوست په درې ولسوالیو کې قومي مشرانو او سپین ږیرو د طالبانو سره په دې اړه خبرې کړې وې، طالبانو، قومي مشرانو ته ویلي و، چې موږ په رسمي بڼه د بریدونو د مخنیوي په اړه له تاسو سره ژبه نشو کولای مګر په غیر رسمي بڼه دا ډاډ درکوو چې د ټولټاکنو په اړه به له تاوتریخوالي ډډه وکړو له همدې امله په دې ولسوالیو کې د ټولټاکنو پر مهال بریدونه و نه شول.
دا ډول قومي مشران د ستاینې وړ دي، دوی چې کله په کومه خبره باندې هوکړې ته ورسیدل نو بیا حتی د طالبانو لپاره هم ډیره ستونزمنه وي چې د لوظ په ضد کار وکړي ځکه که دوی د سپین ږیرو سره تړون تر پښو لاندې کړی و نو مانا دا چې په دې ورځو کې به د تلفاتو کچه لوړیده چې دې کار پخپله طالبانو ته نورې ستونزې پیدا کولې.
د لویې پکتیا اوسیدونکي ولې اشرف غني غوره بولي؟
د لویې پکتیا اوسیدونکي وایې چې په روان حکومت کې پښتانه څنډې ته شوي دي ــــ په حکومتي ادارو او سترو دندو باندې ډیری هغه کسان دي چې لاسونه یې د خلکو په وینو سره دي چې هیڅکله د افغان ولس استازیتوب نشی کولای. په روان حکومت کې د حساسو اداري پوستونو په هلکه د یادې سیمې وګړي زیاتوي چې په دې برخه کې پښتانه په اقلیت بدل شوي او نور نه غواړو چې د اقلیتونو په لیکو کې حساب شو.دوی زیاتوي چې اشرف غني احمدزی یو تکنوکرات دی، د خپل عمر زیاته برخه یې په بهر کې تیره کړې ده او د افغانستان د ستونزو د حل لپاره تر ټولو غوره او مناسب کاندید دی. یو شمېر پښتانه او نور قومونه له دې امله د غني څخه ملاتړ کوي چې نوموړی یو ښه اقتصاد پوه او د حکومتي سیستم د چلولو وړتیا لري. یو شمېر نورو وګړي بیا وایې چې مونږ غني ته ځکه رایه ورکوو چې د نوموړي ټاکنیزه نښه قران شریف دی او ځینو خلکو له لورې ورته سپکاوی شوی او غواړو چې د دا ډول خلکو څخه له همدې لارې غچ واخلو. ځینې بیا وایې چې د ټولټاکنو دوهم کاندید عبدالله عبدالله د سولې د شورا د پخواني رییس پلوی دی او هغه غوښتل چې د پاکستان سره د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژني.