زه لا ماشومه ومه
ډيره ماشومه ومه
لا مې شيدې رودلې
خور مې کيسه کوله
مور په هغه ورځ هم دتل په شان
په سره تبۍډوډۍ پخه کړه
د نغري خواته وه ناسته
په چرتونو ډوبه
کله به يې سپينې په اوړو لړلي ګوتې
په تبۍ وسولې
له ډيره سخته به يې له خولې نه
لااله وواته
داسې مې څو ځله
د مور دخولې فرياد واوريد
په حيرانتيا مې دمور خواته کتل
د مور صورت نه مې لمبې تاويدې
سترګې يې ډکې له رڼو اوښکو وې
تا به ويل چې د لمبو په ګودر
چرته د غم باران يس وريږي
اوددې لمبو څپو کې
دکوم شهيد ارمان اروا ژړيږي
مور مې اغوستی دزعفرانو په شان زيړ کميس و
دې ته حيرانه ومه
چه مور خو زيړې جامې خوښې نه دي
ما په تعجب پوښتنه وکړه
مورې!!!
دا ولې داسې نن نيولې ښکارې ؟
سترګې دې ژاړي ولې ؟
د خولې دې ولې فريادونه وځي ؟
مور راته موسکه شوه او ويې ويل
نه لورې ژاړم خو نه
بس دا لوګي مې رانه سترګې وسوې
ځکه مې اوښکې راځي
مور مې يوه ټوټه توده ډوډۍ په لاس کې راکړه
او په خندا شوه راته يې وويل
خورکۍ دې راکړه ماته
چې زه شيدې ورکړمه
ماشومه وږي به وي
ورځه ته لاړه شه همزولو سره لوبې وکړه
زه په خندا دموره لاړمه همزولو څخه
دلوبيدو په تکل
چې دهمزولو راته پام شو
هکې پکې شولې
راته يې وويل
ته دلته څه کوې ته تللي نه يې ؟
ليونۍ !
نن خو دې دپلار واده دی
ته لا خبره نه يې
نن دې د پلار واده دی
نن دې دپلار واده دی
زړه مې په چغو شولو
ساه مې د زړه په روح کی بنده شوله
کپ مې په خوله کې وچ شو
دغم څپيړو په مخ ووهلم
لکه يتيمه
په ژړا د کاله خواته لاړم
دور په خوا کې مې مور وکتله
مور لا هغسې ژړل
هلته زه وپوهيدم
چی مور خپه ولې ده؟
د مور د سترګو په ډنډونو کې نن
د درد او غم ښاپيرۍ ولې لامبي ؟
د مور له مخ نه مې دا سرې لمبی تاويږي ولې ؟
دمور په سر مې
دا زيړ چکه ټکری ولې خور دی ؟
نن د با با واده دی
مور چې زه وليدمه
ستا د ورکوټي شان
پګۍ شاته يې ځان پټ کړو
د پلو غيږه کې يې
دغم اوښکې راټولې کړلې
او بيا دخپل ټکري په څنډه باندې
د غم او درد نښې ورپاکې کړلې
داسې ښکاره شوه لکه
مازيګری چې دلمر سترګې
خپل دوړانګو نه نظر پټوي
او خپل رخسار ته
خپل د سيوري په هنداره کې پنا ورکوي
ته يې په غيږ کې پرته
تا د شودو سره
د مور د سترګو اوښکې څښلې
تا ورسره ژړلې
په هره چغه کې دې
مور ته د خدای له دره صبر غوښته
مور نه دې عفو غوښته
چې ستا شودو سره
زمزم ستا د رڼو اوښکو څښم
کاشکې زه
ستا دزړه زخمونو ته پټۍ جوړيدئ
کاشکې زه
ستا دزړه دردونو تا دوا جوړيدئ
مورې ته ما وبښه
زه لا ماشومه يمه
ډيره ماشومه يمه
لا خو شيدې رومه
ستا
د رڼو اوښکو نه ډکې شيدې
ستا د رڼو اوښکو نه ډکې شيدې
وروستي