د چورچورۍ اعلانونه

 
د چورستان اسلامي چورګري شرکت چې یو خداداد شرکت دی ویاړي چې څه کم یوې نیمې لسیزې چورګرۍ نه سرلوړی او کامیابه راووت او دا دی د دیارلس کلنې چورکراسۍ پرمټ چې ځینې ساده ګان یې لاهم "دموکراسي" بولي، یوه نوي پړاو ته داخلیږي. د چورستان اسلامي چورګري شرکت له دې امله خپلو ټولو کورنیو او بهرنیو انډیوالانو او ونډوالانو نه چې د چورکراسۍ په بنسټیزه کولو کې یې په اخلاص لاس او لکۍ سره یو کړي وو، د ګېډې له تلې مننه کوي. دغه شرکت دا دی یوځل بیا د چورګرۍ نویو قراردادونو په ورکولو سره د خپلو لویو او واړو ونډوالو په چوپړ کې دی. یادونه کوو چې نوي پړاو کې د شرکت په تشکیلاتي جوړښت کې لوی بدلون راغلی چې تېر پړاو په پرتله به دوه برابره زیاتو ونډوالو ته ځای ورکړي. د اوس لپاره خپلو موجودو ونډوالو او نویو چورګرانولپاره لاندې اعلانونه او مالومات لرو:
 اجاره
د چورستان اسلامي چورګري شرکت خپل یو شمېر مرکزي او ولایتي ونډوالۍ چې ساده خلک یې ترننه "وزارت" او "ولایت" بولي، د راتلونکو ۵- ۱۰ کلونو لپاره په اجاره ورکوي. چورګران دې په څلورو په منډو شي، زر تر زره دې خپل غوښتنلیکونه د شرکت مرکزي دفتر ته وسپاري. شرطپاڼه کتلای او کاپي یې اخیستلای  شي، تضمین اخیستل کیږي. د چورستان اسلامي چورګري شرکت همدارنګه اعلانوي چې د چورستان شمال کې چورالسلطنت له ولایتي ونډوالۍ نه مستثنا دی. دغه ونډوالي پخواني پړاو کې یوه میراثي قرارداد له مخې یوه کس چې د زورآباد اوسیدونکی دی په سرقولفي کې وه. خو نوي پړاوکې د ټوپکچورۍ قرارداد له مخې به دغه ونډوالي د مورشیدو په شان د دغه کس حق وي. ځکه نو د چورستان اسلامي چورګري شرکت په دې اړه د غوښتلیکونو له منلو معذرت غواړي.
د چارو د آسانتیا او د چورستان د ښې اداره کولو او د اوږدې بیروکراسۍ مخنیوي په موخه، په اعلان شویو ولایتي ونډوالیو کې شاملې ټولې پاټکوالۍ په ولایتي ونډوالۍ قرارداد کې شاملیږي او د پاټکوالیو اجارې مینه وال دې د شرکت ولایتي ونډوالانو ته مراجعه وکړي.
همدارنګه، د چورستان اسلامي چورګري شرکت په نړۍ کې خپلې یوشمېر ونډوالۍ چې عوام الناس یې "سفارت" او "قونسلګرۍ" بولي په پنځه کلن، لس کلن او ځینې یې په میراثي قراردادنو په اجاره ورکوي. د هرې ونډوالۍ اجاره د چورلوژي نورمونو اود چورالجهاد او ونډالجهاد لوړو ارزښتونوله مخې ټاکل شوې ده. د یادونې وړ ده چې ځینې وڼډوالۍ به چې تر اوسه په لنډمهاله او اوږدمهاله اجاره پرمخ بیول کېدې،  په سرقولفۍ واړول شي. درانه خېټور چورګران دې د ونډوالۍ غوښتنلیکونه د چورستان د باندنۍ چورګرۍ ادارې ته وسپاري.
 
مزایده
چورآغا چورزوی د چورآباد اوسیدونکی چې په چورګرۍ کې اوږده تجربه لري د چورستان یو ولایت د ګم ورک په ګډون ټولو پاټکوالیو سره د یوسل وشل کلونو لپاره د میاشتې په یوسل وشل میلیون امریکایي ډالره په اجاره نیسي. مزایده کوونکي دې زر ترزره په منډه د چورستان اسلامي چورګري شرکت د ولایتونو اجاره والۍ مرکزي اجاره دار ته مراجعه وکړي. شرطپاڼه که لوستلای نه شي شفاهي ورته ویل کیږي یا هم په بل چا یې لوستلای شي تضمین نغد او چغد اخیستل کیږي.
 
لیلام
کومې ونډوالۍ چې پورتنیو ونډوالیو کې نه دي راغلي د ځانګړي قانون له مخې به د لیلام لپاره وړاندې شي. په دې هکله به وروسته د ونډوالۍ مینه والو ته د چورستان اسلامي چورګري شرکت لخوا مفصل مالومات ورکړل شي.
 
د ونډوالانو حقوق
د چورستان اسلامي چورګري شرکت د پخوا په شان په خپلو ټولو قراردادونو کې د اولیت حق هغوی ته ورکوي چې د چورستان په چورالجهاد کې یې ټوپک چلولی وي. همدارنګه نیکټایي پوش چورکراټان به د خپلو ځانګړو فضایلو په برکت د پخوا په شان د شرکت وڼډوالان وي. نیکټایي پوشه چورکراټانو تر منځ به د اولیت حق هغوی ته ورکول کیږي چې د بهرنیو وڼډوالانو یې ترنورو ډېره پېرزوینه اوکوف و چوف ترلاسه کړی وي او د هغوی لاړې یې په خوله کړي وي. یاده دې وي چې د ونډوالانو سوابق په پام کې نیول کیږي. تله به د هغو درنه وي چې چورګړۍ کې ښه تجربه ولري، ازموینه کې لوړې نومرې واخلي او په تېره بیا په دیارلس کلنې چورکراسۍ کې ښه ونډیوالي او پاټکوالي او حقداري کړي وي.
هېره دې نه وي چې دا ځل ونډوالانو څخه یوه ځانګړې آزموینه هم اخیستل کیږي. دغه آزموینه یوه  علمي- مسلکي آزموینه ده چې د چورپوهنې پراصولو او د ونډالجهاد او فنډالجهاد په سپیڅلو ارزښتنو ولاړه ده او د دې برخې اړوندو متخصصینو تر څارنې لاندې ترسره کیږي.  د ګډونوالو د بري په هیله‼!
ژوندی دې وي چورستان‼!
تل دې وي د چورستان اسلامي چورګري شرکت‼!