څو شېبې  اشرف غني ترڅنګ په یوټوپیا کې

لکه خوب چې وینم. هرڅه بدل شوي وو.  یوه دفتر ته د یوه قانوني کار لپاره په لار وم. د رشوت پیسې مې هم قرض کړې وې. یوه آشنا سره مخ شوم. ترې ومې پوښتل که د سرکار کوم چوکړه راپیدا کړي چې پیسې ورکړم او کارمې ترسره شي. هغه راته وویل: خوله پټه کړه! ویده یې که ویښ؟! په کومه دنیا کې ژوند کوې؟! خبر یې نن په ارګ کې څوک دي؟! ښار کې ګرځیدلی یې که نه؟!  زندان وګوره! د غلو،رشوتخوارو او ظالمانو ډک دی. قاتلان، جنایتکاران، غله او لوټماران چې ترپرونه سرې سترګې ګرځیدل، ټول په خپله سزا رسیدلي.
ډیرښه زیری و. عجیب و. خو کومه معجزه نه وه. نو څه وو. یو لوی افغان انسان، د دغه خاورې انسانان د پنځه زره کلن خوبه راویښ کړي وو. او ورته وییلي یې وو چې "ښه" او "بد" ستا په ټنډه کې نه دي. دواړه ستا په پریکړه کې دي.  ته ښه تصمیم ونیسه. ښه انتخاب وکړه. آسمان درسره مل دی. دې ویښ او عقلاني انسان په ریښتیا "ښه" انتخاب کړی و. د ده انتخاب د پیړیو کوږ تاریخ لوری له سره بدل کړی و.
هیڅ څوک تر قانون لوړ نه و او هیڅ څوک د قانون پر وړاندې تر بل ټیټ نه و. افغان انسان د قانون واکمنۍ په غیږ کې انساني ژوند په عظمت پوهیدلی و. خو دا هرڅه د تیر پیر وحشت او ځناورتوب سره عادلانه او انساني چلند پرته ناشوني و. په ریښتیا ناشوني و. ځکه نو د تیرو فجایعو سره یوعادلانه او بې توپیره چلند شوی و.  هو.  له سره. هغوی چې افغان انسانان یې په پولیګون کې ژوندي ترخاورو لاندې کول؛ هغوی چې هر هغه ککرۍ چې دوی په شان یې فکر نه کاوه ترخاورو لاندې کوله؛ هغوی چې دخپلو بادارانو سره یې اوږه په اوږه په خپلو خلکو میلیونونو ټنه بمونه او باروت و اورول؛ هغوی چې د دې خاورې انسان، حیوان، مرغه، ونه، بوټي، دښتې او غرونه په اور او وینو ولړل؛ هغوی چې د ظلم له وحشته یې میلیونونو انسانانو خپل وطن پریښود؛ د پنجاب او قم ښامارانو په خوله کې پریوتل؛ هلته یې د مرګ او وطن ورانولو سبقونه ورکړل؛ هغوی چې تر ننه یې د جنایتونو بیه پریکوو؛ هغوی د خپلو جنایتونو په سزا رسیدلي و.
هغوی چې د پولیګونوالو راپاتې بمونه په خلکو واورول؛ کابل یې په وینو ولمباوه؛ د خلکو پر ناموس یې تیری وکړ؛ هغوی چې له وحشته یې ښځو له بلاکونو ځانونه وغورځول؛ هغوی چې افغان پتمنې ښځې عرب انسان وژونکو ته ډالۍ کولې؛ هغوی چې انسانان یې قصابي کول؛ هغوی چې دخلکو په وژلو به ستړي شول؛ د کعبې په چکر به لاړل؛ دمه به یې واخیسته او د مرګ قسمونه به ېې تازه کړل؛  هغوی چې د خلکو په سرونو کې میخونه ټکوهل؛ هغوی چې له وحشته یې  خلک له خپل قومیت منکرېدل، خپلې ژبې ګونګۍ کړې،هویت تذکرې وسیځلې؛ هغوی چې له ښځو سینې غوڅولې؛ هغوی چې د مړو ګډا جوړله؛ هغوی چې په یو قوطي سګرټ یې شرط وهلو اوپه انسانانو یې د ټوپک نښې پخولې؛ هغوی چې وطن یې د قم شیطان او پنجابي ځناور ته ډالۍ کړ؛ هغوی چې بیا یې دموکراسي هم برمته کړه او … هغوی سره پوره حساب و کتاب شوی و.
هغوی چې افغان ټاټوبی د عربي اوپنجابي مارانو په ځاله بدل کړ. هغوی چې د کیبل لاندې یې انسان ساه ورکړه؛ هغوی چې د تاریخ سینه په بمونو والوزوله؛ هغوې د انسان وژونکو فابریکې یې جوړې کړې،  چې د نورې نړۍ انسان هم ووژني؛ هغوی چې د دې وطن انسان یې دې ته اړ کړ چې په نړۍ کې له شرمه ونه وایي چې د کوم ځای دی؛ هغوی چې اعمالویې وطن د نړۍ په لابراتوار بدل کړ؛ هغوی هم قانون سره سم د خپلو وحشیانه اعمالو بیه ورکړې وه.
عدالت ټولوپه وړاندې. هغه ګیدړان او سورلنډیان چې نورو تر سیورې لاندې لوټ تالان لپاره راغلل؛ څوکۍ ترلاسه کړې؛ د کونډو یتیمانو پیسې یې چور کړې؛ بانکونه یې غلا کړل؛ خزانې یې تشې کړې؛  بیا په هغو هم ماړه نشول او د قم له جاسوسانو یې هم په پټه هم په ښکاره د پیسو ډک بکسونه واخیستل؛ له فساده یې وطن د لوی فاسد لقب وګاټه؛ هغوی چې د غلا او ظلم له لاسه یې تنکیوځوانانو د ډوډۍ پسې خپلې خوږې کورنۍ ترشا پریښودې؛ څوک د قم شیطان په دار کړل؛ څوک په لارو کې د ماهیانو خوراک شول؛ چا ورته په سینه بمونه وتړل. د هغوی سره د هرې ناروا او د هرې ټنګې حساب شوی و.
 
څه آیډیاله دنیا جوړه وه. کینه په مینه اوښتې وه.  آسمان د مینې ډک انسان دې بدلون ته مسکی مسکی کېده.  د دې خاورې انسانان پوهیدلي وو چې درد یې یو و. د نفاق او جنګ او قتل څو ټیکه دارانو په خپل منځ کې سره اچولي وو.  فاریابي په پکتیا کې  وینې پرځای خولې تویولې؛ ننګرهاري په بدخشان کې؛ کندهاري په بلخ کې؛ ټولو په ټول وطن کې.  د "شمال" او "جنوب" کلمې یوازې د جغرافیې په کتابو کې موندل کېدې. "جهاد" کلمه د تاریخ کتابو ته تللې وه. او "مقاومت" فزیک ته. نور دغو نومونو نه چا ته ډوډۍ ورکوله؛ نه چاته چوکۍ. نه چا پرې بخت ګټلو او نه هم تخت. نه دا کلمې پر دې خاوره د راج وسیله وه؛ نه یې د تاراج دسیسه. نه چا فتواوې خرڅولای شوای؛ نه چا په استخارو چوکۍ ګټلای شوای. د هر څه معیارونه بدل شوي و. پخوا به دلته چا چې تر نورو ډیر انسانان ووژل، قهرمان به شو. خو اوس کیسه برعکس وه. هر چا چې افغان انسان ډیر هوسا کړ، هغه قهرمان و. اصلي قهرمان همدا وه. په ریښتیا چې همدا وه.
هر څه په عقلانیت چلېدل. رب په لومړي ځل له خپلوافغان بندګانو راضی و. ځکه چې د بنده بنده ګي یې بس کړې وه. لوی نعمت، "عقل" نه یې کار اخیسته. او په عقلاني تعامل یې خپل برخلیک او  خپله زمانه بدله کړې وه.
نور د دې خاورې انسان وینې بیه پیدا کړې وه. همدومره بیه لکه هغه نور یې چې لري. نور نه دنیاوالو دلته د مرګ حشرګړي استول. او نه له دې ځایه چا وژونکي د نورو د وژلو لپاره استول. هم مې مځکه، هم مې اوبه، او هم مې هوا خپله شوې وه.  نه په هلمند کې کوم شیطان له هوا نه په مځکه  د انسان په ښکارتفریح کولای شوای. نه په کندهار کې کوم ځناور جنتي ماشومان په خوب کې وژلای شوای. او نه په پکتیا کې چا ښځې په سپي داړلی شوای. دا لاڅه کوې چې آن د فراه هوسۍ هوسا شوې وه. د خپل خوندیتوب خوشالي او مستي یې کوله.  نورهیڅ ځناور ابوجهل د خپلو بې ضمیره غلامانو په ملتیا د فراه هوسۍ ښکار کولای شوای. نور په هلمند کې چا بمونه او مرګونه نه کرل. هلمند آن آسیا ته ډوډۍ ورکوله. کونړ او بدخشان افغانستان څه چې آن آسیا روښانه کړې وه. بامیان په مغارو کې نور چا ژوند نه کاوه. مغارې یادګارونه وو. دا وطن نور د آسیا "زړه" نه، د آسیا "سر" و. عقلمن سر ټول بدن هوسا کړی و. نور افغان انسان ډیرسرلوړی انسان و. خپل ځان یې بسیا کړی و. د سوالګرۍ کچکول ته یې اوراچولای و. نه په ایران کې چا پردو ته خټګري کوله. نه په عرب کې چا د شیخانو برده ګي. او نه په پنجاب کې ګدایي. ځمکې پرمخ جنت کې وم. چې درب شو. ویښ شوم. د کابل کنډواله سړکو کې سرویس کې وم. له ښیښې مې وکتل. سترګې مې د څو قاتلانو په تصویرو ولګیدې چې مقتولینو یې په دیوالونصبول.
دا یوټوپییا په ویښوهم لیدلای شو. خو له قانون وکمنۍ پرته هیڅکله.  دا چې پروفیسراشرف غني احمدزی به وتوانیږي په ځان راټولو مجرمینو سره سره قانون واکمن کړي، اوس ؟ ده. په عمل کې به یې وګورو. خو څه کم څلویښت کاله دلته قاتلانو او غلو حکومت وکړ. یو ځل خو پاک انسان ته هم چانس ورکړئ.