ليلئ ته

دامنــم چې زه نــاسم او ډير غلط يم
خو دزړه نـــــه بغاوت کـــولای نشــم

يادوي دې هرمدام خو زور مې نشته
خپل بادشاه ته نصيحت کــولای نشم

زه مجبور يم هم غلام دخپل زړګي يم
اوامــــــــــرو يې غــــفلت کــولای نشــــم

زه اجمل خدای چې په حق يم که ناحق يم
خو خـــپل ځــان ته هدايت کــولای نشــم


اجمل مياخيل