د پښتو لوی موزيک جوړونکی (موسيقار) جلال سرحدي

 

هسې خو مې د خپل کوچنيوالي څخه د جالولي (جلال سرحدي) د ارمونيې اواز تر اوسه په غوږو کې  انګازې کوي، تاسو ګرانو لوستونکو ته څرګنده ده چې پښتنو ته موزيک او ډول ډير خوند ورکوي، خو غږونکي يې په ټولنه کې ښه نوم نلري، او د ډيرو خلکو لخوا ورته د ډم او ګنهکار خطاب کيږي، په هغه وخت کې زه پدې نه پوهيدم چې د ا هنرمندان په حقه دي او که دا نور خلک ؟
 
ما ته به هم موزيک او سندرو ډير خوند راکولو، خو د هنرمندانو شخصي ژوند راته د پوښتنې وړ و.
 
له دې ليکنې څخه زما مطلب  د پښتو موسيقۍ په څرنګوالي او څومره والي باندې بحث نه دی، او نه زه د موسيقی په باره کې  څه مسلکي پوهه لرم، او خدای دې نکړي، چې د خدای بښلي  جلال سرحدي هنر ته په ټيټه کتل  وي، که چيرې ګران لوستونکي تر اخيره دا ليکنه ولولي زما هدف بل څه دی.
 
رابه شم اصل مطلب ته : کله چې زما د کوچنيوالي او مکتب دوره تيره شوه، نو بيا د خوست څخه د کابل پوهنتون ته لاړم، نو دا ۱۳۵۵ هجري شمسي کال و، له هغه وروسته بيا په وطن  رنګ رنګ بدلونونه راغلل، او ما بيا د خوست سندرغاړي او موزيک غږوونکي ونه ليدل، په وروسته  کې بيا ډله يز مهاجرتونه شروع شول، او يو تعداد هنرمندان  هم د خپل ژوند د ساتلو په موخه د وطن پريښودو ته اړ شول، چې پدې ډله کې جلال سرحدي هم راتلو.
 
له هغه وروسته جلال سرحدي په موسيقۍ کې ډير پرمختګ  وکړ، ډيرو سندرغاړو ته يې موسيقي جوړه کړه، د پښتو فلمونو د پاره يې هم ښه مزيداره موسيقي وغږوله، چې له امله يې د شهرت لوړو پوړيو ته ورسيدو.
 
په نوييم عيسوي کال کې زه هم مهاجر  او اروپا ته لاړم.
 
په ۲۰۰۸ ع کال کې ددې اروپايې هيواد ميشتو افغانانو  خوږ ژبی سندرغاړی عبدالله مقری  د کنسرت د پاره راميلمه کړ، چې د نوموړي موسيقۍ په ډله کې يو جلال سرحدي ارمونيه غږوونکی  هم و، اود موسيقۍ پدغه ډله کې جلال سرحدي داسې معلوميده،  چې په ټولو نوازنده ګانو کې د سر سړی دی.
 
ما ډيره تلوسه درلوده، چې د جلال سرحدي سره د نيږدې خبرې وکړم، عبدالله مقری  خو مې هسې هم په کابل کې ډير ځله ليدلی او دده د هنر تماشې مې کړي وې، مګر جلال سرحدي خو ما ته د خپل کوچنيوالي او ځوانۍ خاطرې رايادولې.
 
کله چې کنسرت پای ته ورسيدو، نو د سرحدي  سره مې له نيږدې روغبړ وکړو او يادګاري عکسونه  مو سره واخيستل  ، زه ډير خوشاله وم، چې له داسې لوی موسيقار سره مې د خپل وطن  څخه ليرې په اروپا کې ليدنه ، او دده د ارمونيې په اوريدو مې تنده ما ته شوه.
 
لدې وروسته  په بله ورځ مو يوازې دده سره زمونږ د يوه افغان ملګري په کور کې ليدنه وشوه، هغې (زمونږ ملګري) دی او مونږ ميلمانه کړي وو،  نو زما ډيره تلوسه  وه چې له جلال سرحدي  څخه د پښتو د موسيقۍ  د څرنګوالي او څومره والي (کيفيت او کميت) په اړه يو څه واورم، موږ خو د موسيقۍ په اړه چندان معلومات نه درلودل ،مګر زموږ هغه افغانان چې په اروپا کې اوسيږي، اوس د هنر او موسيقۍ په هکله پخواني نظر باندې ندي پاتې، ځکه چې په اروپا کې  تر ټولو خلکو هوسا ژوند، ښکلی کور، نوی  ماډل موټر او ډيرې پيسې يوازې او يوازې هنرمندان لري، او د خلکو په منځ کې د ښه اعتبار  او درناوي وړ دي، نو مونږ هم غوښتل  چې د خپلې وسې په اندازه خپل هنرمند ته د قدر په سترګه وګورو، ما غوښتل چې د سرحدي څخه يو څو پوښتنې وکړم، او بيا  يې د ډله يزو رسنيو  له لارې  هيوادوالو ته ورسوم، خو زموږ يو بل ملګری  تر ما د مخه شوو، او د کومې سريزې پرته يې د سرحدي صيب  څخه وپوښتل چې ، سرحدي صيب  څومره کمپوزونه  به مو سندرغاړو ته جوړکړي وي؟
 
ده ځواب کې ورته وويل چې ما څوارلس لکه  کمپوزونه سندرغاړو ته جوړکړيدي.زموږ د ملګري دوهمه پوښتنه دا وه چې ، د پلانکي(مشهور پښتون سندرغاړی ) په هکله ستاسو نظر څه دی؟
 
سرحدي صيب وويل چې دا  ټول زما چړيان دي.
 
د سرحدي صيب څخه ددې دوه پوښتنو ځوابونو زه له  نورو پوښتنو غلی کړم، او د محفل جريان ته تماشه ګر پاتې شوم،پدې جريان کې کوربه ملګري د جلال سرحدي څخه غوښتنه وکړه، چې  دده ماشوم ته په ارمونيه کې د پښتو يوه سندره ورزده کړي.
 
ددې ملګري ماشوم په اروپايي هېواد کې د ښوونځي تر څنګ د موسيقۍ (علمي) زده کړه هم کوله، څرنګه چې هغه ماشوم په پښتو ژبه نه پوهيدو او جلال سرحدي د هغه په ژبه نه پوهيدو نو ژباړونکی په منځ کې شو، موږ خو ددواړو په ژبه  پوهيدو، ارمونيه يې د جلال سرحدي مخې ته کيښوده، هغې اول ارمونيه ددوی په اصطلاح  سُر کړه ، بيا  د ژباړونکي  په ‌ذریعه  ماشوم ته وويل شول چې ، رنګه رابرټيپ راوړه، چې زه يې د ارمونيې په پردو درته ولګوم،بيا ته په هغه پردو ګوتې وهه، او دا دې پښتو نغمه به دې زده شي.
 
ماشوم ورته وويل چې ولې ؟
 
جلال سرحدي بيا خپله خبره تکرار کړه، خو ماشوم ورته وويل چې زه قلم کاغذ لرم او سواد لرم ته يې راته وغږوه او زه به يې نوټ کړم، اوبيا به يې زه درته وغږوم او تاسې به زما غلطی راسمې کړی، همداسې وشول، خو د ماشوم غلطی ډيرې کمې وې او که زه د هغه معلم وای نو ما به د هغه ماشوم غلطی په هيڅ حساب او پوره نمرې به مې ورکړي وای.
 
کله چې د علمي موسيقۍ په باب صحبت وشونو سرحدي صيب وويل چې  دا د ليکلو والا بيا په ميدان کې په درد نه خوري، او لاره ترې ورکيږي، نو ما ته پدې ځای کې د پښتو خوږې موسيقۍ غريبي معلومه شوه، او په رښتيا زمونږ سندرغاړي او هنرمندان خو د رويه ګلان دي، چا ندي روزلي او چا ندي پاللي، او همداسې د ژوند نورې برخې درواخله.
 
ودان – خوست