
راتلونکې پنجشنبه د پښتو ژبې د لوی شاعر غني خان د زوکړې د سلمې کاليزې د نمانځنې په موخه د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري يو علمي سيمينار جوړېږي. زما د مالوماتو له مخې د دغه سيمينار د تدارک په کمېټه کې، چې مشري يې د سيد مخدوم رهين په غاړه ده، د پښتو ژبې يو شمېر وتلي ليکوالان هم غړيتوب لري. پرون مې چې د سيمينار بلنليک ترلاسه کړ، نو ډېر مايوسه شوم. د سيمينار بلنليک په دريو ژبو ـ دري، پښتو او انګرېزي – ليکل شوی دی. که څه هم د سيمينار اکثريت ګډونوال پښتو ژبي دي او زما د مالوماتو له مخې له پښتونخوا څخه هم يو زيات شمېر مېلمانه ورته رابلل شوي، خو له بده مرغه د بلنليک لومړی ژبه د افغانستان د اساسي قانون خلاف دري ده او بيا پښتو او انګرېزي. د اساسي قانون د متن پر خلاف دلته دري ښي لاسته او پښتو کيڼ لاس ته ليکل شوې ده. بله لويه تېروتنه دا راغلې ده ، چې په بلنليک کې د زوکړې د سلمې کاليزې پر ځای دوه ځايه سلم تلين ليکل شوی دی او تليم د مړينې لپاره راځي. د بلنليک په سرليک کې داسې راغلي: د پښتو ژبې او ادب د ستر شاعر « غني خان» د سلم تلين د درناوي سيمينار.
په دري ژبه کې هم (يکصدمين سالگرد) راغلی او دا نه ده مالومه چې د زېږېدو سالگرد دی او که د مړينې سالگرد؟ د بلنليک په پای کې د سيمينار ځای او وخت په دري او انګرېزي ژبو ليکل شوی، خو پښتو له پامه غورځول شوې ده.
له ما سره دا سودا ده، چې اوس خو يوازې يو شمېر کړۍ د ټاکنو په دويم پړاو کې د ډاکتر عبدالله د ګټلو اټکل دومره مست کړي او که خدای مه کړه د نظار شورا فاشېستان واک ته ورسېږي، نو د پښتو ژبې به څه حال وي. دا چې ډاکتر عبدالله او ګونګي ډاکتر زلمي رسول پر پښتو کومې مسخرې کولې هغه خو تاسو ټولو په خپله ليدلي دي.