باور(۱)

 
 
 
 
 
 
 
 



 
د  غر بت  توره  نړۍ   ده ،  پکې  يار  او   نه   دلبر   شته
نه په دې سکاره  جهان  کې ،مې د  ګران      وطن اثر شته
نه       ر ڼا    ملکوتي   ده  ،   نه    جلوه    د     ملا    ئيکو
نه  د حورو  د وصال شوق ، نه نېشه   ئې   د کوثر    شته
نه  د لمر تندی  ځليږی،نه  سپوږ مۍ  په  خرام   خيږي
نه  د ستورو  مرکې شته، نه  ماښام  شته نه  سحر  شته
نه    د   بو ټو   د   نمو   غږ   ، نه  دونو  د   مستۍ  شور
نه   ګلونو کې څه  بوی شته، نه غو ټيوکې ساغر  شته
نه  څپې   سمندرې    دې  ،  نه   ځړوبو   کې   غوغا  ده
نه    ماهي  ښوري  اوبو کې، نه غواص او نه ګوهر شته
نه  داور  لمبه  توده  ده ،  نه  د   يخو   کنګل     ښکاري
نه هوا ده   سندريزه  ، نه  فضا  کې  شور  اور  شر  شته
نه له خولو نه آواز خيږي  ،نه  د چا  غوږ   ته    څه  رسي
نه  د  بوی  اثر  په  څه  کې، نه د چا روښان   بصر   شته
نه  احساس  د انسانانو ، نه  خوښۍ او  نه   غم ښکاری
نه څه نښه د زړه سوي شته،نه دغم  شريک  بشر  شته
 
 
××××××××××××
 
 
 
 
 
هغه   څه  چې  نن  راغلي   د افغان  په  عدن     باندی
نه جوړه  ئې دوزخو کې، نه  قصه  ئې  په  سقر  شته
هر  درياب  لمبه ،لمبه  دی، ځمکه خوځی لکه ټال نن
ته  به  وائې دې وطن کې نه دروند والی شته نه غر شته
توفانونه   دې   چې  ښوري   ، بلا ګاني  دې   چې اوري
نه   د   نوح    څه   اثر وينم  ،   نه    دعاوو   کې اثر شته
اسمانونه     رالوېدلي   ،     ستوری   ټول   را ټکېدلي
لمر ورک شوی دی له  خلکو،نه  څراغ  شته ،نه قمر  شته
مرګ   اوريږی     په دې خلکو ، وير  ژړيږی په دې خلکو
دا   وطن    دماتمونو  ،  ده   کې   کله    بل   منظر    شته
يا   پری   ډکې   شولې کندې   يا   پرې   ولوېدل کمرونه
بې حسابه   ، بی حسابه  ،  اوس   نه   کنده   نه کمر شته
په  غمونو  کې   اوبه   شوه  ، حوصله   نوره     د    خلکو
چې به سل ځايه غوڅ  نه وي  نه کوم زړه او نه ځيګر شته
دا  زمونږ  د   اوښکو  موج ته   نړيوال هک او حيران دي
نه  سيندونو  کې   ئې  مثل  ، نه  ثانی    ئې  سمندر شته
څوک به داسی تالان جوړکړی،په خپل کور اوخپل کهول کې
نه   مسلم    چېرته   پيدا    شو ،    نه   هم   دغسی کافر شته
مړی  وکښل   شول   له  ګوره،   دا قيامت    نه ده   نو څه ده؟
کوم   منکر      ويلي دا   وه :نه قيامت شته نه محشر شته
د  تاريخ  سترګی ړنديږي ،د  فرهنګ    مرۍ   غوڅيږي
نه   د منعې مټ کې زور شته، نه څه  نښه   د   حذر شته
د  يما   توغونه    سوځي   ، د   نوروز      ډهلونه    چوي
نه  اتڼ  د څڼورو  ، نه  ښادۍ    او   نه     اختـــــــــــــــر شته
په    نغمــــــــــــــو   د   بلبلانو ، د بنديز    زولــــــــنې  لګې
نه   د    ګل     څیره غوړیږی، نه بورا ،  نه ئې وزر شته
د    وږمو   ا و   پر خې   مخ ته  ، دي کړ کۍ زمونږ تړلي
د غوټيو   غوړېدو     ته     نه ګذر  شته   اونه   در شته
له نارنج نه انځر جوړ دی ، ګل ئې نه ښکاری په سترګو
که رښتيا هم لږ څه ځير شې، نه نارنج شته نه انځر شته
ستر   قوت    وو، خو  دنيا کې د  افغان  مېړني  خلک
اوس ئې توره پڅه ښکاري،نه ئې زور نه ئې لښکر شته
چې پردو   ته ئې  ورنېغ کړي ، د غيرت په هوډ او ننګه
ددې خوار ولس په کور کې نه اغزی شته نه خنجر شته
دا   چې   خاندو    يو تر بله ،دا  دغم   له   زوره   خاندو
کنه   وګوریء   عالمه    لا  په زړو کې    مو   نيشتر شته
 
××××××××××
 
د   سبا   په    هيله    پايو ، د رڼا    په      مينه           پايو
په   سپېدو    د سباوون   کې د  يو  نوي ژوند   خبر   شته
د     يووالې     مټې     ورکړیء ، د  يوه ملت     زمريو
هېر ئې نه کړیء چې نفاق کې د نېستۍ او مرګ ضرر شته
ځیء چې يو بل ته ډېوه شو ، ځیء چې يو بل ته لارښود شو
مونږ پخپله ستر قوت يو ، مونږ کې سر اوهم سرور شته
دلته پاتې    ککرۍ   دي    د پرديو يرغلګرو
دې   ولس   کې لا    تر اوسه   زوړ  قوت د ستر ظفر شته
چې  آمو    مو  ورته  نيل کړ فرعون مو پکې ډوب کړ
د   وطن     پاکه   کعبه     کې    لا     بتونه   د    آذ ر شته
له    ماسکو   تر     واشنګټنه  ، له تهران   تر پاکستانه
تور لاسونه به غوڅيږي چې ميراث موږ ته جمدر(۲) شته
سترګې    وباسیء  در  جار شم    د     پردو    د غلامانو
چې    مو  وژني  يو تر بل، خپل کاله کې مو دا شر شته
 
××××××
 
دا وطن    به بيا وطن شي ، سره ټول به روح او  تن شي
دا به وښيو    دنيا ته    چې     په مونږ  کې   دا هنر شته
دا بيابان به بيا  ودان شي ،دا مېرې به     ګلستان شي
يو به بيا سره افغان شي،په دې ملک کې دا ګوهر شته
بيا به جوړ نارنج محشر کړي ، له ښه بويه   ننګرهارکې
ددې ونې  اصیل بېخ کې خوندور اصيل ثمر شته
لاله زار    به   د   مزار هم       په خندا شي  کندهار    ته
د هرات    په   پاکه   خاوره  د ملي وحدت      شرر شته
سره يا قوت دبد خشان به د پنجشېر زمرد  ښکل کړي
ددې غرونو دزړو تل کې د ورورۍ اصيل   زېور شته
د لغمان   د پوهې څرک به د کاوون له څوکو واوړي
د هلمند په    کناروکې لا بی  شمېره  هنرور شته
تاکستان به د پروان هم  د باميان په اوږو خپور شي
په     نښترو    د پکتيا   کې    د ملي غرور    اثر    شته
د باد غيس د پستې خولې به د کنړ شفق   ته  خاندي
د ورور ۍ د وينو جوش کې دا ګوهر شته دا هنر شته
شبرغان    به  چراغان    کړي  د وطن   تياره ګوټونه
ددې ځمکې   دزړه   تل کې   دا ګوهر او داسې زر شته
د کفن   پر ځای   به پټ   کړي  ژوندی تن ددې    وګړو
د کندز   ښکلې وادي کې بی يايانه دا سپین زر شته
د  آقچې  او مور غالۍ   به د هغو قدم    ته    فرش شي
چې ئې ټول افغان ولس ته يواحساس   او يو نظر شته
ټول به ټول په يوه خوان شي دښمنان به مو پريشان شي
دا   به ټوله  نړۍ ويني چې نه کوز مونږ کې نه بر شته
بيا به شين      شي    له خندا   نه دا سپېره کابل دنيا ته
تل دې ګران افغانستان وي څوچې دغه بحر او بر شته
بيا  افسر    به مې افغان شي دزړه سر به مې افغان شي
لر   او بر     به مې   افغان    شي   د زمري دغه باورشته
۲۰۰۱/۶/۳
 
۱-دا شعر په ۲۰۰۱ کال کی د نارنج ګل په مشاعره کې چې په مونشن کې جوړه شوه  لوستل شوی .
۲-د خوشحال خټک د توری نوم .