دپروفيسر پريشان خټک د مړيني په وير




د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې د خواشينۍ پيغام
 
نيټه: ٢٨-١-١٣٨٨ / 17-٤-٢٠٠9
کابل - افغانستان
 
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتو ژبي شاعر، ليکوال او پوهنيز شخصيت پروفيسر پريشان خټک د زړه د ناروغي له کبله د فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
 
انا لله و انا اليه راجعون
 
ارواښاده پروفيسر پريشان خټک د پښتونخواه د سيمي په بيلو بيلو پوهنتونونو او پښتو اکاډيمي کې د مشر، استاد او لارښود په توګه چاري تر سره کړي، د پښتو د ژبي ادبياتو د لا غوړيدلو لپاره ېي نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي وي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه هئيت او ټول غړي د ارواښاد پروفيسر پريشان خټک مړينه يوه لويه فرهنګي ضايعه ګڼي، د دوي درنۍ کورني، مينه والو او فرهنګي کړيو ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او ارواښاد ته جنت الفردوس غوښتونکي دي.
په درنښت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
الحاج غرزي خواخوږی