هره خوا يې لټوم


دنيا كې رانه ورك شو په هر خوا يې لټوم
كه دلته پېدا نه شو په هوا يې لټوم
نسكور د نيك بختۍ زموږه ستورى د زهرا شو
د زړه جوهر مې غواړم په بقا يې لټوم
د خيال په تصور مې ټول جهان ورپسې وغوښت
پېدا نه شو اشنا سبا بېګاه يې لټوم
كه خيال د تصور مې آن تر عرشه پورې لوړ دى
بيا قبر ته ورځمه په پكتيا يې لټوم
الهام كه دې ماشوم زړه ته له غيبه څخه راشي
انجام يې رانه ورك دى ابتدا يې لټوم
مزار ته يې ولاړ يم له غيرته كله ژاړم
په ډېره حوصله او په دعا يې لټوم
ګلاورخان څخه ورك شوى چې صديق روهي دى
بدن يې خاورو لاندې كړو اهدا يې لټوم
ګلاورخان