د (مهاجر زمری) په نامه دپوهنمل محمود نظري د سياسي طنزونو ټولګه د دانش خپرندويه ټولنې لخوا د ( ۱۰۰۰ ) ټوکو په شمېر په ښه صحافت سره چاپ شوې ده.
سياسي طنزونه د دژورناليستي طنزونو يو باب دی ، چې په خپله ځانګړې عرصه کې ډېرې تبلغي جنبې لري ياني نيوکې يې د سمون په پار په روانو سياسي پېښو ، سياستوالو او د واکلرونکو په کړو او چارو را چورلي. دا د افغانستان په سطح دا د سياسي طنزونو لومړی ټولګه ده ، چې مينه وال کولې شي دا په زړه پورې اثر د دانش له خپرندويه ټولنې څخه تر لاسه کړي.
